د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالات ولې خراب شوي دي؟


امنیتي سرتېرو په بنو کې چاوڼۍ ته تلونکې لارې تړلې دي - د ډېسېمبر ۲۰مې انځور.
امنیتي سرتېرو په بنو کې چاوڼۍ ته تلونکې لارې تړلې دي - د ډېسېمبر ۲۰مې انځور.

د پاکستان پوځ تر هغې وروسته د بنو په چاوڼۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مرکز کې عملیات وکړل چې ډېسېمبر پر ۱۹مه شپې مهال يو بندي وسلوال په هغه ودانۍ کې دننه له ساتونکي پوليسه په زور ټوپک واخیست او خپل نور ۲۵ ملګري له بنديخانو وایستل چې هغوی بیا ټول امنيتي سرتېري یرغمال کړل.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال احمد شریف چودري د ډېسېمبر پر ۲۰مه وویل چې په مرکز کې یې ۲۵ وسلوال وژلي، اووه ورته تسلیم شوي او د عملیاتو پر مهال درې سرتېري هم ووژل شول.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ډېسېمبر پر ۲۰مه شپې ناوخته رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې له خپلو وسلوالو سره یې شپې اته بجې رابطه پرې شوه. په بیان کې دعوه شوې چې د پاکستان د پوځ شاوخوا ۲۰ سرتېري یې وژلي او ژوبل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۹مه وسلوالو د جنوبي وزیرستان په واڼه کې پر تاڼې برید وکړ له هغه ځایه یې وسلې یوړې. ټي ټي پي د هغې حملې ذمه واري ومنله.

پر هم هغه ورځ وسلوالو په پېښور کې د استخباراتي ادارې (انټېلېجنس بیورو یا ای بي) یو افسر او په ټانک کې یې دوه ولسي وګړي ووژل. د پېښور او ټانک د حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

د بنو او واڼه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې ناقانونه تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه په یوه بیان کې دعوه وکړه چې "پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره" کړې نو ځکه خپلو وسلوالو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي. د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان سره د ۲۰۲۱ز د جون له لومړۍ نېټې څخه اوربند تر نامعلومې مودې وغځاوه.

شنونکي وايي چې د حکومت د ناسمو تګلارو او د پولیسو په ګډون د قانون نافذوونکو ادارو د کمزوریو له وجې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي.

خبریال مشتاق یوسفزي د ډېسېمبر پر ۲۱مه مشال رېډيو ته وویل، حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو تر د ورګډېدو وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د ملي ادارې په ګډون نورو امنیتي ادارو ته د رقبې او ابادۍ په مناسبت وسایل ور نه کړل چې له وجې یې په صوبه کې امنیتي حالات لا خرابېږي.

"د ترهګرۍ ضد اداره چې په ۲۰۱۴ز کال کې جوړه شوې وه نو له دې سره هسې انصاف و نه شو چې څنګه په کار وو. حکومت د عملیاتو لپاره پوره پیسې نه لري. همداسې د صوبې د پولیسو محکمې سره له تېرو درو اوونیو راهیسي د تېلو پیسې نه شته. ما ته اکثر د سي ټي ډي کسان وايي چې کله موږ بلې صوبې ته ولاړ شو نو د ګاډي کرایې لپاره را ته پیسې نه راکوي. دوی وايي چې ملزم ونیسي او هدف ترلاسه کړي" نو د ستنېدو پر وخت ورته ویل کېږي چې په "عامو ګاډو" کې دې ولاړ شي.

په ۲۰۲۲ز کال کې خیبر پښتونخوا کې ناامني ولې زیاته شوه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:41 0:00

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د ډېسېمبر پر ۲۰مه په یو خبر کې ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه د خپلې بودیجې له څلور فیصده کمه برخه پر عملیاتو کاروي او په بجټ کې یې د اړینو سامانونو اخیستو لپاره هېڅ پیسې نه دي بېلې شوې.

ورځپاڼه وايي، د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ غونډې ته په وړاندې شوي رپورټ کې راغلي دي چې د خیبر پښتونخوا د سي ټي ډي بودیجه ۲.۱۸ اربه او د پنجاب هغه ۴.۷ اربه روپۍ ده حال دا چې د تېر یو کال په موده کې په پنجاب کې "پینځه ترهګر بریدونه" شوي او په خیبر پښتونخوا کې په همدې موده کې د "ترهګرۍ ۷۰۴ پېښې" شوې دي چې پکې څه د پاسه ۳۰۰ کسان ووژل شول.

په سرکاري رپورټ کې د خیبر پښتونخوا پر حکومت انتقاد شوی دی چې د بریدونو پر زیاتېدو سربېره یې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د سي ټي ډي او نورو امنیتي ادارو د وړتیاوو زیاتولو ته توجه ور نه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال له قبایلو پرته په ملاکنډ کې د وسلوالو موجودګۍ اندېښنې او پراخې مظاهرې وپارولې.

بنو عملیات: له چاوڼۍ سره نېږدې پولیس پهره کوي او دوکانونه تړلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:25 0:00

د امنیتي او دفاعي چارو پوهه عایشه صدیقه وايي، د حکومت او دولت د "ناسمو تګلارو" له وجې تحریک طالبان پاکستان یو ځل بیا فعالیتونه زیات کړي دي.

نوموړې په خیبر پښتونخوا کې پر واکمن تحریک انصاف انتقاد کوي او وايي چې هغه ګوند "په تېرو درو، څلورو کلونو کې مدرسو ته ډېرې پیسې ورکړې دي او د طالبانو په اړه هم نرم دریځ لري."

لندن مېشته څېړونکې صدیقې د ډېسېمبر پر ۲۱مه له مشال راډیو سره په خبرو کې یوشمېر نور مهم موضوعات هم یاد کړل.

هغې وویل چې د پاکستان حکومت په تېر شاوخوا یو کال کې له ټي ټي پي سره د خبرو پر مهال "ډېر وسلوال خوشې هم کړل. بل دا چې وفاقي او د خیبر پښتونخوا حکومتونه د امنیت پر موضوع همکاري نه کوي. د [پاکستان د] سیاسي [حالاتو] او معاملاتو له وجې په پوځ کې هم درزونه دي او په [۲۰۲۱ز کال کې] پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره تحریک طالبان پاکستان هم په [هېواد کې] د شریعت [نفاذ] جذبه لري. د دې ترڅنګ پولیس هم دا ګڼي چې تحریک طالبان پاکستان یوه مذهبي ډله ده نو وايي چې جګړه ورسره ولې وکړو؟ نو بس دا ټول حالات دي چې د هغې له وجې ټي ټي پي په خیبر پښتونخوا کې زیاته فعاله شوې ده."

خو د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخوانی مشر ملک نوید وايي، په صوبه کې د ناامنۍ په پېښو کې د پولیسو او امنیتي ادارو د سرتېرو مرګژوبله او د وسلوالو ضد عملیات ښيي چې هغه ادارې په سم ډول خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.

دی ګڼي چې "تحریک طالبان پاکستان" ډله په خیبر پښتونخوا کې "ښه منظمه شوې ده. دوی ته وخت، ځای او له بهرنیو هېوادونو مرستې ترلاسه شوې دي. دا ځل دا ډله له پوره تیاري سره راغلې ده. د هر څه تحفظ نه شي کېدای. زه خپله هم له ۲۰۰۷ز کاله تر ۲۰۱۰ز پورې [په خیبر پښتونخوا] کې پاتې شوی یمه نو ما ته معلومه ده له پولیسو سره درنه وسله او هرڅه شته. خو د [بنو] په څېر پېښې اکثر د یو سړي د غلطۍ له وجې وشي، نو باید ټوله اداره د یو تن د غلطۍ لپاره ذمه واره و نه بلل شي."

موږ پر دې موضوع د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو له سلاکار محمد علي سیف سره د رابطې هڅه وکړه خو هغه د مصروفیت له وجې خبرې و نه کړې. البته نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د مالي مشکلاتو له کبله په صوبه کې د ترهګرۍ ضد ادارې د وسایلو له کمښت سره مخامخ دي او د وفاق تر انتظام لاندې کارکوونکې ادارې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت او پولیسو مرسته نه کوي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله د ډېسېمبر پر ۱۸مه په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پر پېښو اندېښنه ښوولې وه او د خیبر پښتونخوا پر حکومت یې نیوکې کړې وې. نوموړي زیاته کړې چې وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا د پولیسو د وړتیاوو زیاتولو لپاره د صوبايي حکومت مرستې او ورسره همکارۍ ته تیار دی.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې هم د ډېسېمبر پر ۱۸مه په خپل یو بیان کې ويلي ول چې په روان کال کې یې د وسلوالو پر ضد ۲،۵۹۷ عمليات کړي‌ چې پکې یې ۷۶۸ مشکوک وسلوال نيولي دي.‌ د بیان له مخې، د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې پر پولیسو ۲۱۹ بریدونه شوي چې پکې ۱۱۶ سرتېري وژل شوي او ۱۲۵ نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG