د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ د خیبر پښتونخوا پر امنیت اندېښنه ښوولې


د پاکستان یوه حکومتي وزیر قامي اسمبلۍ ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیت ټینګښت هڅې کوي - پخوانی انځور.
د پاکستان یوه حکومتي وزیر قامي اسمبلۍ ته وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیت ټینګښت هڅې کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خیبر پښتونخوا د امنیت پر خرابېدونکي وضعیت بحث شوی دی او وفاقي حکومت ویلي دي چې په صوبه کې د امنیت ټینګښت هڅې کوي.

په قامي اسمبلۍ کې د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د اګست پر ۱۰مه غونډې ته په وینا کې په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې د وسله والو پر فعالیتونو اندېښنه وښوده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې وسله وال بریدونه شوي دي. د چارواکو په وینا، د اګست پر ۱۰مه په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو او وسله والو ترمینځ تر نښتې وروسته د پېښور په رېګي سیمه کې د وسله والو په برید کې یو پولیس ووژل شو. د دواړو پېښو ذمه واري هېڅ وسله والې ډلې نه ده منلې.

داوړ په خپلو خبرو کې د کوز دیر په میدان کې د پاکستان تحریک انصاف د سیاستوال او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي ملک لیاقت علي خان پر ګاډي د وروستي وسله وال برید او همداراز د سوات په مټه کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال له وسله والو سره د نښتې یادونه وکړه او دعوه یې وکړه چې "ټوله پښتونخوا" وسله والو "ته سپارل شوې ده او حالات دې ځای ته رسېدلي چې د سوات د خبریالانو له مرکزه د طالبانو له استازو سره ټېلېفوني خبرې کېږي" او وسله وال خبریالانو ته وايي چې "مذاکرات روان دي" او ورته یې مشرتابه ویلي چې "خپلو سیمو" ته ستانه شي نو ځکه ورغلي دي.

داوړ د خپلې دعوې د ثبوت لپاره شواهد وړاندې نه کړل. خو په وروستیو کې په ملاکنډ کې د سوداګرانو او هوټلونو د ټولنو مشرانو، د اپوزیشن سیاستوالانو او ان په صوبه کې د واکمن تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د وسله والو پر فعالیتونو اندېښنې ښوولې دي.

خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په کوز دیر کې د سیاستوال ملک لیاقت علي خان پر ګاډي په برید کې ککړتیا رد کړې او همداراز یې ویلي دي چې له حکومت سره یې هغه اوربند برقرار دی چې د جون په پیل کې یې تر نامعلومې مودې غځولی وو.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې تایید کړه چې د خیبر پښتونخوا حالات د اندېښنې وړ دي خو ډاډ یې ورکړ چې وفاقي حکومت د امنیت ټینګښت هڅې کوي.

ده وویل چې ناامني "صوبايي نه بلکې قامي مسله" ده خو په عین حال کې یې د تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان ملامته کړ چې د هغه په واکمنۍ کې له تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات پیل شوي ول.

اصف دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د اوسني حکومت د قامي سلامتۍ کمېټۍ د جولای پر پینځمه نېټه د حکومت او ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ د روانو مذاکراتو منظوري ورکړه او پر هم هغه ورځ وزیراعظم شهباز شریف د مذاکراتو د څار لپاره د یوې پارلېماني کمېټۍ جوړولو اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د اګست پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د وسله والو له هلو ځلو خبر دی او هېچا ته د عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په بیا بیا یې ویلي دي چې د امنیت ټینګښت هڅې کوي.

د محمد علي سیف په مشرۍ د پاکستان حکومت يو پلاوی د تحريک طالبان پاکستان له مشرتابه سره د خبرو لپاره د جولای پر ۳۰مه کابل ته تللی وو چې د اګست پر لومړۍ نېټه پاکستان ستون شو.

نوموړي د اګست پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته ويلي ول چې له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې روانه شخړه په يوه او يا هم دوه پړاوه خبرو کې د حلېدو نه ده او دا چې له تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو لړۍ به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG