د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ ولسي پاڅون مشرانو د جنورۍ پر پنځمه د بدامنۍ خلاف لاریون اعلان کړی


په باجوړ کې تر دې وړاندې هم د بدامنۍ پرضد د ځايي ولس له خوا پراخ احتجاجونه او پرلت تر سره شوی وو. (انځور: ارشیف)
په باجوړ کې تر دې وړاندې هم د بدامنۍ پرضد د ځايي ولس له خوا پراخ احتجاجونه او پرلت تر سره شوی وو. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د ولسي پاڅون مشران وايي، د راتلونکې جنورۍ پر پنځمه د بدامنۍ خلاف لوی لاریون کوي.

د ولسي‌ پاڅون مشرانو د ډېسېمبر پر ۲۳مه د باجوړ په ناوګۍ کې له یوې غونډې وروسته دا اعلان کړی دی.

په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند جنرل سيکټري نثار باز مشال راډیو ته وویل، د دې لپاره یې کار پیل کړی دی چې د باجوړ ولس په ګڼ شمېر په دې لاریون کې برخه واخلي.

نوموړی وايي، " په باجوړ او شاوخوا سیمو کې د بدامنۍ څپه خپره شوېده، له خلکو قلنګ غوښتل کېږی، هدفي وژنې کېږي او خلک په وېره کې دي."

د سیمې یو مشر مولانا خانزیب بیا مشال راډیو ته وویل، دوی د دې ترڅنګ دا غوښتنه هم لري چې د پاکستان حکومت دې د باجوړ او کونړ ترمنځ د ناواپاس لاره هم پرانیزي.

 نثار باز: د پخوا پرتله، په خلکو کې شعور راغلی او څوک د ترهګرو ملاتړ نه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:00 0:00

حکومت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې يې ویلي ول چې د بدامنۍ او د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي.

په باجوړ کې تر دې وړاندې هم د بدامنۍ پرضد د ځايي ولس له خوا پراخ احتجاجونه او پرلت تر سره شوی وو چې یو شمېر سیاسي مشرانو پکې ګډون کړی وو.

د اکتوبر پر شپږمه د خار د جرګو په تالار کې شوې غونډه کې ویل شوي وو چې د امنیت لپاره د چارواکو له اقداماتو مطمین نه دي.

په دې غونډه کې شریکو د بېلابېلو سیاسي ګوندونو لسګونه استازي، مخورو او فعالانو ویلي وو چې که انتظامیې ورته ډاډ ور نه کړ نو بیا احتجاج پیلوي.

تر هغه وړاندې په اګست کې یو اوږد پرلت ترسره شوی وو چې بیا د حکومتي چارواکو له خوا په ډاډګېرنې ځنډول شوی وو.

د اګست له ۱۹مې تر ۲۶مې د ترسره شوي‌ پرلت مشرانو ویلي وو چې حکومت ته یې ۲۰ ورځې وخت ورکړی چې د دوی غوښتنې پوره کړي.

په باجوړ کې له یوې مودې راهیسې په وسله والو بريدونو کې یوشمېر سیاستوالان او مشران په نښه شوي دي.

د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۲۷مه وسله والو په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې یو مخکښ سیاستوال مفتي بشیر محمد وواژه.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۱۳مه هم د جمعیت علمای اسلام یو بل غړی او د سرکاري ښوونځي استاد قاري شفیع په بمي برید کې ووژل شو.

په ۲۰۲۲م کال کې د باجوړ تر څنګ په شمالي وزیرستان، پېښور، سوات، کوز دیر او مومندو کې خلکو د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي.

دا ولسي غونډې تر هغې وروسته پیل شوې دي چې په یوشمېر ضلعو کې بریدونه وشول او خلکو د وسله والو ډلو د بیا منظمېدو دعوې وکړې.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي دوی په صوبه کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او وسله والو ته به د بیا منظمېدو اجازه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG