د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کریمې بلوچ "په جنازه کې د هغې د کلي له خلکو بغېر بل چا ته اجازه نه وه"


په کراچۍ کې د کريمې بلوچ د پلويانو مظاهره
په کراچۍ کې د کريمې بلوچ د پلويانو مظاهره

د بشري حقونو فعالې کريمې بلوچ مړی د بلوچستان په کيچ ضلعه کې د هغې په کلي، تومپ کې خاورو ته وسپارل شو. د جنورۍ په ۲۵مه شوې د هغې په جنازه کې يوازې د تومپ خلکو ته اجازه ورکړل شوې وه.

۳۷ کلنه کريمه بلوڅ د دیسمبر په ۲۰مه د کینېډا په ټورنټو کې لادرکه او يوه ورځ وروسته یې مړی وموندل شو. هغه هلته د سياسي پناه لپاره تللې وه.

يو ځايي خبريال عتيق بلوچ د جنورۍ په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل امنيتي ځواکونو د بلوچستان د نورو سيمو خلکو ته اجازه ورنه کړه چې تومپ ته ورشي او کوم خلک چې جناز ته تللي وو، هغوی هم د امنيتي ځواکونو له خوا ژر خواره واره کړل شول.

امنيتي ځواکونو کيچ ته پر تللو ټولو لارو پېره ودرولې وه او د کريمې بلوچ جنازې ته یې څوک نه پرېښودل
عتیق بلوچ

نوموړي زیاته کړه: ((کیچ ته پر ټولو تللو لارو امنيتي سرتيري ځای ځای ولاړ وو او موبايل ټېليفون سروس يې بند کړی وو. بلوڅ يکجهتي کمېټې غوښتل چې په تربت کې هم د کريمې بلوچ جنازه وکړي خو انتظاميې ورته اجازه ورنه کړه چې له وجې یې خلکو په کراچۍ، پنجګور او خاران کې د هغې غايبانه جنازې وکړې خو انتظامیې اجازه ورنه کړه.))

د بلوچستان چارواکو تر اوسه دا نه دې ويلي چې ولې یې داسې وکړل.

کريمه بلوچ د پاکستان پر پوځ د نيوکو لپاره مشهوره وه. هغې تور پورې کاوه چې پوځ د بلوچ قام سره ظلم کوي، ځوانان یې غېبوي او شکنجه کوي یې. د پاکستان پوځ هيڅکله د خلکو سره ظلم کول نه دې منلي او دريځ لري چې د ترهګرو پر ضد جنګ کې یې په زرګونو سرتيري وژل شوي دي. د يادونې ده چې په بلوچستان کې بلوچ وسله والې ډلې له پاکستانه د ازادۍ اخیستو لپاره جنګېږي.

د زده کوونکو له تنظیم تر کينېډا

کريمه بلوچ د بلوچ زده کوونکو د تنظیم، بي ايس او (ازاد) مشره پاتې شوې وه. دا تنظيم په پاکستان کې تر بندیز لاندې دی.

کله چې د خپلې سیاسي مبارزې په مهال په بلوچستان کې د هغې ژوند ته خطر زیات شو نو په ۲۰۱۵ کال کې کينيډا ته د سياسي پناه اخیستو لپاره ولاړه. هغې هلته هم په بېلابېلو تقریرونو کې تور پورې کړی وو چې له پاکستانه ورته ګواښونه کېږی. له همدې وجې د هغې کورنۍ وايي د کينيډا پولیس یې بايد د مړينې پوره تحقیقات وکړي.

د ټورنټو پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې د هغې په مرګ کې جرمي اړخ نه دی شامل خو دا یې نه دې ويلي چې نوموړې څنګه لادرکه او بيا یې مړی د سيند په غاړه وموندل شو.

تېره مياشت په ټورنټو کې د پاکستان کونسلېټ هم په يوه بيان کې له پوليسو غوښتنه کړې وه چې د هغې د مرګ د سبب معلومولو لپاره، شوې تحقیقات دې ورسره شريک کړي. د بخښني نړیوال سازمان، د پاکستان بشري حقونو کمېشن، بلوڅ ملتپالو او پښتون ژغورنې غورځنګ هم د کریمې بلوڅ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې وه او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.

د کريمې بلوچ مړی چې کله د جنورۍ په ۲۴مه کراچۍ ته وروړل شو نو هلته یې پلويانو د مظاهرو پلان درلود.

د هغې ورور سمیر مهراب بلوچ په دغه ورځ‌مشال راډيو ته وويل چې لومړی، امنيتي ځواکونو د کریمې مړی په خپله ولکه کې اخیستی وو او بيا یې په کراچۍ کې د جنازې او پلويانو ته د ښودلو اجازه ورنه کړه.

د بلوچ په خبره د کریمې د پلويانو څخه د بچ کولو لپاره، امنيتي ځواکونه د هغې د مړي ليږدونکي امبولانس سره مل وو او په نابلدو لارو یې تر بلوچستانه ورساوه.

د کريمې بلوچ په کلي‌کې هم د خلکو د راټولېدو د مخنيوي لپاره کرفيو لګول شوې وه.

اړوند

XS
SM
MD
LG