د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای، سي جې: د پاکستان تری تمو کسانو پلټنې کمیشن غېرموثره دی


په ۲۰۱۶ کال کې د غیب کړل شوو کسانو لپاره په کراچۍ کې مظاهره
په ۲۰۱۶ کال کې د غیب کړل شوو کسانو لپاره په کراچۍ کې مظاهره

د بشري حقونو نړيوالې دارې، انټرنيشنل کمیشن اف جيوریسټس (ای، سي، جې) د سپتمبر په اتمه خپاره کړي راپور کې ويلي چې د ورکو خلکو په اړه د پاکستان سرکاري کمېشن د خلکو په غيبولو کې ښکېلو کسانو او ادارو په زمه واره ګرځولو کې ناکامه دی چې له وجې یې له سزا څخه د بچ کېدو کلتور لا نور قوی شوی دی.

په تېرو نهو کلونو کې دې کمېشن يو کس هم ګرم نه دی پيژندلی چې سزا ورته ورکړل شي
ريماعمر

په پاکستان کې د دې ادارې استازې ریما عمر د سپتمبر په نهمه مشال راډيو ته وويل چې دغه حکومتي کمیشن هيڅ موثریت نه لري او حکومت یې یوازې د رسمياتو لپاره کاروي.

هغې زیاته کړه: ((زموږ پايلې دا دي چې دې کمېشن د قربانيانو سره د مرستې پر ځای د سزا نه کېدو کلتور ته وده ورکړې ده. په تېرو نهو کلونو کې دې کمېشن يو کس هم ګرم نه دی پيژندلی چې سزا ورته ورکړل شي. زموږ وړاندیز دا دی چې د دې کمېشن کاري موده دې د سپتمبر له ۱۴مې وروسته نه غځول کېږي. موږ حکومت ته وايو چې که د داسې يو کمیشن ضرورت وي نو بايد په زور د غيب کړل شوو کسانو کورنيوو سره په مشوره يو ښه کمیشن جوړ کړي. داسې يو کمیشن چې د سزا څخه د بچ کيدلو مسله راپورته او قربانيانو سره مرسته وکړي.))

په پاکستان کې په زور د غیب کړل شوو کسانو په اړه تحقیقاتي کميشن په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شوی دی. دا درې کسه غړي لري او پرخپل ویب سايټ یې ليکلي‌چې د روان کال د جولايي تر مياشتې پورې ورسره د ۶۶۸۶ غيب کړل شوو کسانو کیسونه ثبت شوي دي. د دوی په وينا په دغو کې د ۴۵۲۳ کسانو مقدمې حل شوي دي. د کمیشن پر ویب سایټ د غیب کړل شوو کسانو د فعالو کیسونو سره ليکل شوي چې دغه خلک د امنيتي ادارو تر تحقیقاتو لاندې دي.

د يو حکومتي افسر لادرکه کېدل

په زوره د لادرکه کولو یوه تازه پېښه د پاکستان امنیتي او تبادلاتي (سيکيورټي اينډ ايکسچېنج) کمېشن مشر ساجد ګوندل ده.

موږ د هر چا مسلې په سړه سينه اورو
فرید احمد

هغه د سپتمبر په درېيمه پهاسلام اباد کې وتښتول شو. د مدني ټولنو د کوښښونو، بشري حقونو ادارو د غوښتنو، د هغه د کورنۍ تر پرله پسې احتجاج او حکومت ته د هغه د موندلو لپاره د اسلام اباد هايي‌کورټ تر حکم وروسته نوموړی د سپتمبر په اتمه په ناڅاپي ډول خوشې او خپل کور ته ستون شو.

اکثره دغسې خوشې شوي کسان د رسنيوو سره خبرې نه کوي. د ساجد ګوندل ميرمنې، سجيله ګوندل په همدغه په اسلام اباد کې خبريالانو ته په مختصرو خبرو کې وويل نه پوهيږي چې میړه یې چا او ولې بيولی وو خو خوشاله ده چې هغه راخوشې شو: ((زه بیلکل نا امیده وم. نه پوهيدم چې څه به کيږي. خو ناڅاپي دا خبر راغی چې ساجد راخلاص شو. بیا مې ورسره خبرې وشوې. زه د خپلې خوشالۍ احساسات نه شم بیانولی. تاسو یې زما په څيره کې کتلی شئ.))

د بلوچستان حالت

په بلوچستان کې په سلګونو کورنۍ داسې دي چې لا هم د خپلو لادرکو عزیزانو د ورتګ لارې څاري. د دوی په ملاتړ کې د کوټې پریس کلب مخې ته د غيب کړل شوو بلوچانو لپاره د کار کوونکي تنظیم، وایس فار میسینګ بلوچ پرسنز له ۲۰۰۹ کال راهیسې يو احتجاجي کمپ لګولی دی.

ماما قدیربلوچ په کوټه کې د غيب کړل شوو کسانو لپاره احتجاجي کمپ کې ناست دی
ماما قدیربلوچ په کوټه کې د غيب کړل شوو کسانو لپاره احتجاجي کمپ کې ناست دی

د دې تنظیم مشر، ماما قدير بلوچ د سپتمبر په نهمه مشال راډيو ته وويل چې د امنيتي ځواکونو په لاس یې په زرګونو کسان لادرکه او وژل شوي دي. ((زموږ د لیست مطابق تر دې دمه ۵۴۰۰۰ کسان لادرکه دي. د ۱۸۰۰۰ خراب کړل شوي مړي موندل شوي دي. موږ دا لیست ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او په پاکستان کې عدالتونو ته ورکړی دی. موږ به د دې هرې غونډې ته ورتلوو خو دا کمیشن بيکاره دی. که هر څوک وايي چې زموږ دومره خلک نه دې غيب کړل شوي نو رادې شي زه به یې کور په کور وګرځوم.))

د پاکستان پوځ هميشه دريځ ښودلی چې لادرکه کړل شوي کسان په زرګونو نه دي. دوی پر ځان لګيدلي تورونه نه مني او همیشه یې د غیب کړل شوو کسانو په اړه د تحقیقاتو کمیشن ته اشاره کړې چې حکومت د دې مسلې پر حل بوخت دی.

د مشال راډيو په پوښتنه، د دغه کمیشن سيکريټري فريد احمد له تازه خبرو کولو انکار وکړ خو هغه د اګست په ۳۱مه مشال راډيو ته ويلي وو چې د غیب کړل شوو کسانو مسله سنجيده ګڼي او د هغوی د کورنيوو شکايتونه په سړه سينه اوري.

XS
SM
MD
LG