د لاسرسي ځای

تازه خبر

تربت کې د پوځ پر ګزمې برید، یو سرتېری مړ، درې ژوبل


د پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کې يې يو سرتيری وژل شوی او درې زخميان شوي دي.

د پوځ له خوا د جولای په ۲۵مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې دا پېښه پرون د کيچ ضلعې په تربت کې هغه وخت وشوه چې وسله والو د پوځ پر ګزمې بريد وکړ.

پوځ دا هم ويلي چې په تربت کې يې د يو بل بريد هڅه ناکامه کړې او پرون يې د بلوچ لیبريشن ارمي يو تن وژلی او درنه وسله يې ترې نيولې ده.

دې بېلتونپالې وسله والې ډلې د پوځ دعوو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG