د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلګونو جهاني فعالانو د کریمې بلوڅ د مړینې پلټنې غوښتې 


د کریمې بلوڅ پر عکس لیکل شوي چې بلوڅان په کینیډا کې هم خوندي نه دي
د کریمې بلوڅ پر عکس لیکل شوي چې بلوڅان په کینیډا کې هم خوندي نه دي

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو سلګونو مدني فعالانو د يوه پيټيشن (غوښتنليک) په لاسليکولو د حقونو فعالې کريمې بلوڅ د مرګ هر اړخیزې پلټنې غوښتې دي.

د بشري حقونو فعاله، کريمه بلوڅ د کاناډا په ټورانټو کې د ډېسېمبر په ۲۰مه لادرکه او يوه ورځ پس یې په يو سیند کې مړی وموندل شو.

پولیسو رسنيوو ته په لېږلو بيانونو کې ويلي چې د هغې مرګ جرمي اړخ نه لري خو دا یې نه دې ويلي‌چې هغه څنګه سيند ته ولوېده.

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۱۰۰ سیاستوالو، پخوانيوو ډيپلوماتانو، خبريالانو او د بشري حقونو فعالانو د کریمې بلوچ لپاره د انصاف يا Justice for Karima Baloch Collective تر نامه لاندې د کاناډا پر پولیسو د فشار اچولو په پار لاسليکونه کړي دي.

د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې د پاکستاني پوځ وياند اصف غفور په زور د خلکو غایبولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو چې په جنګ او مينه کې هر څه جواز لري

ګلالۍ اسماعيل د دغو لاسليکونو يوه راټولونکې ده. هغه وايي کریمې د پاکستان پر پوځ نيوکې کولې، په زور د بلوڅانو د غايبولو د مخنيوي کوښښ یې کاوه او څو ځله یې له ګواښونو شکايت کړی وو نو ځکه یې بايد د قتل امکان ناديده ونه نيول شي.

نوموړې د ډېسېمبر په ۲۸مه مشال راډيو ته وويل: ''د کریمې بلوڅ ژوند ته تر هغې وروسته هم خطر وو چې دا له بلوچستانه کاناډا ته کډه شوه. هغې ته ګواښ شوی وو چې که چپ نه شي نو کورنۍ ته به یې زیان ورسيږي. همهغه وو چې لومړی یې ماما په بلوچستان کې وتښتول شو او بيا یې خراب شوی مړی وموندل شو. خلک د جلاوطنۍ ژوند د دې لپاره غوره کوي چې په ازاده خبره وکړای شي او ژوند یې خوندي‌وي. خو که څوک په جلا وطنۍ کې هم محفوظه نه وي نو دا ډيره د اندېښنې خبره ده. موږ اوس دا راغونډ کړي لاسليکونه ملګرو ملتونو، د کاناډا وزیراعظم، د کاناډا بهرنيوو چارو وزارت، د کاناډا کورنيوو چارو وزارت او د ټورانټو پولیسو ته لېږو چې د کريمې بلوڅ د مړينې دې ژورې څېړنې وکړي ځکه چې دا يو عام کېس نه دی بلکې د دې ټول سياسي اړخونه کتل ضروري دي.''

۳۷ کلنه کريمه بلوڅ د بلوچستان وه.

هغې د زده کړو پر مهال د بلوڅ زده کوونکو د تنظیم ( بي ایس او – ازاد) له لارې خپل سياست پېل کړ.

د دې تنظیم د مشرې په توګه یې نيزدي هره جلسه تنظیموله.

بلوڅې په مظاهرو کې د پاکستان امنيتي ځواکونه تورنول چې په زرګونو بلوڅ ځوانان یې تری تم (ورک) کړي چې د ډېرو هغو خراب شوي مړي‌موندل شوي دي.

د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې د پاکستاني پوځ وياند اصف غفور په زور د خلکو غایبولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو چې په جنګ او مينه کې هر څه جواز لري خو هغه زیاته کړې وه چې اکثره غایب کړل شوي کسان وسله وال دي.

نوموړي دا هم ويلي ول چې د ورک کړل شوو کسانو د مسلې د حل لپاره يو حکومتي کميشن کار کوي.

په بلوچستان کې ځينې وسله والې ډلې له پاکستانه د ازادۍ اخیستلو لپاره پر امنيتي سرتېرو حملې کوي خو کريمې بلوڅ د خپلو حقونو لپاره د عدم تشدد د لارې د مظاهرو په کولو سره مبارزه کوله.

کله چې په پاکستان کې د کريمې بلوڅ ژوند سخت شو نو په ۲۰۱۵ کال کې د کاناډا ټورانټو ته په سياسي پناه پسې ولاړه.

خو هلته تر پينځه کاله ژوند کولو وروسته په داسې توګه مړه شوه چې ډېرو ته یې پوښتنې راولاړې کړي.

دوی څنګه په څو ساعتونو کې دې نتيجې ته ورسېدل چې د کريمې مرګ جرمي اړخ نه لري. موږ داسې تحقیقات غواړو چې زموږ کورنۍ او ټول بلوڅ قام پرې مطميينه وي.
د کریمي بلوڅ مېړه همال بلوڅ

د ډېسېمبر په ۲۲مه په هغه ښار کې د پاکستان قونصلګرۍ په يوه خبرپاڼه کې د کاناډا پر حکومت ږغ وکړ چې د کریمې بلوڅ د مړينې علت دې روښانه کړي.

د بلوچستان وزیراعلی يوې سلاکارې، بشرا رند هم د ډېسېمبر په ۲۸مه مشال راډيو ته ورته خبره وکړه او ویې ويل: ''په وفاقي کچه دا شوې چې زموږ د بهرنيوو چارو وزارت د کاناډا چارواکو ته يو ليک ليکلی وو چې د کریمې بلوڅ په مرګ کې ممکنه ملوث کس ته دې سزا ورکړي. زما د مالوماتو ترمخه دوه مشکوک کسان نيول شوي هم دي.''

خو د ټورانټو پولیس د کریمې بلوڅ د مرګ په تړاو د چا نيول نه تايدوي.

د ښار د پولیسو له رسنيوو سره د اړيکو يو افسر، ډيويډ هاپکینسن د ډېسېمبر په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل هيڅوک نه دي ګرفتار شوي. نوموړي د اواز ريکارډولو اجازت نه درلو خو د ايمېل له لارې یې زیاته کړه چې د کريمې بلوڅ د مرګ په تړاو یې ټول اړخونه څېړلي او که نور شواهد هم مخې ته راشي، له پامه به یې ونه غورځوي.

خو د کریمې بلوڅ مېړه، همال بلوڅ وايي‌، پولیس باید سمې څېړنې وکړي. هغه د ډېسېمبر په ۲۷مه په يو ويډيويي پيغام کې وويل: ''پولیسو چې کوم تحقیقات کړي، موږ له هغو مطمينه نه يو. دوی څنګه په څو ساعتونو کې دې نتيجې ته ورسېدل چې د کريمې مرګ جرمي اړخ نه لري. موږ داسې تحقیقات غواړو چې زموږ کورنۍ او ټول بلوڅ قام پرې مطميينه وي.''

د کریمې بلوڅ په شان د ۲۰۲۰ز کال په مې مياشت کې د يو بل بلوڅ فعال، ساجد حسېن مړی هم په سيند کې موندل شوی وو. حسېن خبريال وو او په سويډن کې اوسېده. پولیسو د هغه په مرګ کې جرمي اړخ نه دی رد کړی خو تر اوسه پورې یې په دې تړاو هېڅوک نه دې نيولي.

XS
SM
MD
LG