د لاسرسي ځای

تازه خبر

له جون راهېسې څه د پاسه ۲۰۰ ورک بلوڅان خوشې شوي


له بلوچستانه د ترۍ تم کړل شویو کسانو انځورونه
له بلوچستانه د ترۍ تم کړل شویو کسانو انځورونه

پراګ ـ د بلوچستان نېشنل پارټۍ او د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره فعاله تنظيم وايي، په تېره څه موده کې شاوخوا ۲۰۰ لا درکه کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

وايس فار بلوچ مسېنګ پرسنز ادعا کوي چې پر دې مهال تر ۶۰۰ زيات بلوڅان لادرکه کړل شوي هم دي. خو په حکومتي کچه د دې ادعا تصديق نه دی شوی.

د بلوڅو فعالانو د ورکولو لړۍ له څه د پاسه لسو کلونو راهيسې روانه ده او په دې اړه په بلوچستان کې دننه او بهر هېوادونو کې احتجاجونه هم شوي دي.

خو د نورو وختونو په مقابل کې تېرکال پر دې ستونزه باندې احتجاجي غږ په پرتليزه توګه غلی شوی وو.

خو سږکال د جولای ۲۵مې تر انتخاباتو وروسته د بلوچستان نېشنل پارټۍ او تحريک انصاف ترمنځ د حکومت جوړولو په اړه چې کومه شپږ نکاتي معاهده وشوه نو په هغې کې د لادرکه کسانو ستونزه يو ځل بيا راپورته شوه.

دوه، دوه نيم سوه لادرکه کسان کورونو ته رسېدلي دي. زما په فکر پردې ستونزې لا اوس هم د کارکولو ضرورت دی.
ثنا بلوڅ

د لادرکه کسانو ستونزه د تړون د سر نکته ده. د بلوچستان نېشنل پارټۍ يو مشر او بلوچستان اسمبلۍ غړی ثنا بلوڅ د ډېسېمبر پر دويمه نېټه مشال راډیو ته وويل چې تر تړون وروسته په دې ستونزه کې لږ پرمختګ ليدل شوی دی.

((لږ پرمختګ شوی دی، له کله چې زموږ معاهده شوې او حکومت جوړ شوی دی له هغه را وروسته په مختلفو سيمو کې دوه، دوه نيم سوه لادرکه کسان کورونو ته رسېدلي دي. له دې سره په خلکو کې هيلې راپېدا شوې دي نو ځکه دوی سړکونو ته راووتل او غوښتنه کوي چې دا عمل دې زر تر زره مکمل شي. زما په فکر پردې ستونزې لا اوس هم د کارکولو ضرورت دی. د پاکستان ټولې ادارې، که هغه امنيتي دي، که پارلېماني، سياسي ګوندونه دي او که صوبايي حکومت دی، دوی ټول بايد په يوه خوله شي او د دې مسئلې حل راوباسي.))

د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره فعاله تنظيم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ هم دا مني چې شاوخوا ۲۰۰ لادرکه کسان کورونو ته ستانه شوي خو دی ادعا کوي چې پردې مهال نور کسان لادرکه کړل شوي هم دي.

((له وړوکي اختر راوروسته چې د لادرکه کسانو د خلاصولو سلسله پیل شوې ده په هغو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان کورونو ته ستانه شوي دي. په دوی کې هغه کسان کم دي چې ډېر پخوا يې لادرکه کړي وو بلکې زيات هغه دي چې يوه يا دوې مياشتې يې لادرکه کړي وو. خو هم په دې موده کې چې زموږ تنظيم ته په رسمي توګه رپورټ راکړل شوی دی د هغه له مخې په دې دوران کې تر ۶۰۰ زيات کسان لادرکه کړل شوي هم دي.))

د ۶۰۰ بلوڅانو د لادرکه کېدو د ادعا په اړه نه حکومت څه ويلي او نه هم خپلواکو سرچينو د دې تصديق کړی.

وايس فار بلوچ مسنګ له تېرو نهه کالو راهېسې د ورک کړل شويو کسانو د موندلو لپاره مبارزه کوي او تېره مياشت يې یو ځل بيا په کوټه کې د های کورټ مخې ته لويه جلسه وکړه او وروسته يې د کوټې پرېس کلب مخې ته يو کېمپ و لګاوو. په دې کېمپ کې تر سلو زياتو لادرکه کسانو د کورنۍ ښځی او سړي ناست دي.

نصرالله بلوڅ وايي، له صوبايي حکومت سره د ستونزې د حل لپاره غونډې شوې دي.

((د صوبايي کابينې له وزيرانو سره مو دوې غونډې شوې دي. هغو راته وويل، په درنا کې چې کوم کسان ناست دي هغوی دې د خپلو لادرکه خپلوانو فهرست راکړي چې بيا موږ ور هم کړ. دوی وويل چې موږ به ډېرزر په دې کې پرمختګ وښيو، موږ ورته وويل چې په لنډ وخت کې پرمختګ غواړو او د داسې کمېټۍ او کميشن حصه نه جوړېدل غواړو چې د لادرکه کسانو د ستونزې حلول نور هم اوږدوي. موږ دا هم ورته په ډاګه کړه چې که تاسو په دې کې زر پرمختګ و ښیئ نو موږ به له حکومت سره مرسته هم کوو او په خپل احتجاجي مهال وېش کې به نرمي هم راولو.))

د خلکو په زوره ورکول د بشري حقونو په برخه کې د پاکستان ترټولو لويه ستونزه بلل کېږي. نړيوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو وخت پر وخت په دې اړه پلټنې کړي، بيانونه يې وررکړي او رپورټونه يې خپاره کړي دي.

په لنډ وخت کې پرمختګ غواړو، د داسې کمېټۍ او کميشن حصه نه جوړېدل غواړو چې د لادرکه کسانو د ستونزې حلول نور هم اوږدوي
نصرالله بلوڅ

د پاکستان حکومت هم د لادرکه کسانو په اړه يو کميشن جوړ کړی دی.

د لادرکه کسانو د موندلو په اړه فعاله تنظيمونه او نړيوال سازمانونه د پاکستان پر امنيتي ادارو د خلکو په زوره د لادرکه کولو تورونه لګوي خو هغوي تل دا الزامونه رد کړي دي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د جمعې په ورځ د پېښور د سفر پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو چې خلک بايد لادرکه نشي او دده په وينا هغه وخت پر وخت له وزيراعظم، عدليې او پوځ سره دا موضوع څېړلې ده.

XS
SM
MD
LG