د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان حکومت دې د ادریس خټک په اړه معلومات څرګند کړي"


ادریس خټک

پراګ - د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان -هيومین رایټس واچ - پر پاکستانيو چارواکو غږ کړی دی چې د لادرکه شوي سیاسی کارکونکي او مدني فعال ادريس خټک په اړه دې خاموشي پريږدي او د هغه په اړه دې مالومات په ډاګه کړي.

یاد سازمان د دسمبر پر ۱۲مه په یو بیان کې زیاته کړې چې د پاکستان امنيتي ادارې له ډیرې مودې راهيسې خلک په زوره لا درکه کوي او دا اقدام د شکنجه کولو او بې عدالته وژنو خطر زیاتوي.

د اسیا لپاره د دې سازمان مشرې پيټريشیا ګوسمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې زر تر زره دې د ادريس خټک په اړهمالومات په ډاګه کړي او له کورنۍ سره دې د هغه ملاقات وکړل شي.د حکومت له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان د بشري حقونو سازمان – ایچ ار سي پي - هم باور لري چې ادریس خټک په زوره لادرکه کړل شوی دی.

۵۶ کلن ادریس خټک د نيشنل پارټۍ غړی دی. نوموړی شاوخوا یوه میاشت وړاندې په صوابۍ کې ناڅرګندو وسله والو تښتولی وو.

د هغه کورنۍ د نومبر پر ۲۳مه په پیښور هاي کورټ کې د هغه د لادرکۍ په اړه درخواست کړی وو.

یاد عدالت امر کړی دی چې ادریس خټک دې د جنورۍ تر ۱۳مې عدالت ته وړاندې کړل شي.

په پاکستان کې د ورک کړل شو خلکو مسله له کلونو راهسې روانه ده.د ملک په ټولو صوبو کې په لوی شمېر خلک ورک دي او د میندلو او خوشي کولو لپاره یې احتجاجونه هم کېږي.

په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ورک کړل شوو خلکو شمېر د نور پاکستان پرتله زیات یادېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره غږ پورته کوونکی سازمان – وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز – تور پورې کوي چې دا خلک د پاکستان امنیتي ادارو وړي دي. خو هغوي دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG