د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زوره تری تم کول: د پاکستان "ناحل شوې" ستونزه


د اګست پر ۳۰مه په زوره د تری تم شوو کسانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي.
د اګست پر ۳۰مه په زوره د تری تم شوو کسانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي.

پراګ - د ۲۰۰۹ز کال د فبروري پر ۱۳مه ۳۲ کلن جليل رېکي د بلوچستان له کوټې ښار څخه له خپله کوره په زوره وتښتول شو او درې کاله وروسته يې له ايران سره نيږدې په مند سرحدي سيمه کې مړی وموندل شو.

د هغه ۸۰ کلن پلار او په پاکستان کې د لاردکه کړل شوو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان "وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز" مشر ماما عبدالقدير بلوڅ وايي چې زوی يې له هېليکاپټره راغورځول شوی و او د بدن هډوکي يې مات ول.

زما زوی له هېليکاپټره راغورځول شوی و او د بدن هډوکي يې مات ول
ماما عبدالقدير بلوڅ


د ماما قدير په شان په پاکستان کې زرګونه نور داسې کسان شته چې خپلوان يې تری تم شوي او له کلونه وروسته يې لا هم هېڅ درک نه دی معلوم خو د ځېنو بيا مړي موندل شوي دي. دوی د خپلوانو د برمته کولو تر شا د پاکستان استخباراتي او امنيتي ادارې يادوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

د لادرکه کړل شوو کسانو د خپلوانو احتجاجي کېمپ

ماما قدير د ده په شان له ځېنو نورو کسانو سره په ۲۰۰۹ز کال کې د کوټې پرېس کلب مخې ته د خلکو تری تم کولو لړۍ درولو او د برمته شوو کسانو د خوشې کولو لپاره احتجاجي کېمپ ولګاوه چې نن (د اګست پر ۳۰مه يې) ۴۰۵۴مه ورځ ده.

د دې کېمپ يوه ګډونواله سيما بلوڅ وايي د پاکستان امنيتي ځواکونو د ۲۰۱۶ز کال د اکتوبر پر څلورمه د بلوچستان په تربت سيمه کې د يوې چاپې پر مهال د هغې ۲۴ کلن ورور شبير بلوڅ له ۲۵ نورو کسانو سره ونيوه. وروسته ۲۵ کسان خوشې کړل شول خو د هغې د پوهنتون زده کوونکی ورور لا هم ورک دی.

په کوټه کې د تری تم شوو بلوڅانو د خپلوانو احتجاجي کېمپ
په کوټه کې د تری تم شوو بلوڅانو د خپلوانو احتجاجي کېمپ

سيما له دې پېښې څو مياشتې وروسته د شبير بلوڅ له مېرمنې (خپلې ورېندارې) سره يو ځای په کوټه کې احتجاجي کېمپ ته ورغله خو د هغې په خبره حکومت د احتجاجي کېمپ پرېښودو په بدل کې د هغې د ورور ورخوشې کولو باور ورکړ.

پر کور د يونيم کال له انتظار وروسته چې کله د هغې د ورور درک معلوم نه شو نو سيما بلوڅ او د هغې ورېنداره يو ځل بيا د روان ۲۰۲۰ز کال د جون له ۲۶مې راهيسې په دغه احتجاجي کېمپ کې ګډون کوي. هغه وايي د ورور له نيولو وروسته يې کورنۍ له کړاوه تېريږي.

"زموږ لپاره يوه شېبه تر يوه کال هم اوږده وي چې خدای خبر ورور به مې چيرته او په حال کې څه وي؟ دومره دردېدلي يو چې بيانولی يې نه شو. مور مې هره ورځ ژاړي او وايي، زوی به مې کله راځي؟ هغې ته ډاډ ورکوو خو اوس هغه په ډاډ هم نه غلې کېږي."

زموږ لپاره يوه شېبه تر يوه کال هم اوږده وي
سيما بلوڅ


سيما زياتوي، هغه په کور کې بل مشر ورور نه لري نو له مجبورۍ له خپلې ورېنداري سره يو ځای په احتجاجي کېمپ کې د دې لپاره ناسته ده چې له ورور او نورو تری تم کړل شوو کسانو سره يې له قانون سره سم چلند وکړل شي.

"موږ خو دلته احتجاج کوو او له حکومته غوښتنه کوو چې که چيرې د دوی په اند زما ورور يو جرم کړی وي نو تاسو يې عدالتونو ته راولئ. له قانون سره سم هغوی ته سزا ورکړئ. خو دوی موږ ته دا هم نه راښيي چې هغه چيرته دی او ايا جوړ روغ دی او که نه؟"

پاکستان کې په زوره تری تم شوو کسانو شمېر

په پاکستان کې په زوره د خلکو ورکولو لړۍ له ډېرې مودې راهيسې روانه ده خو د دې هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په دور [۱۹۹۹-۲۰۰۸ز] کې په دې کې زياتوالی راغلی. په لادرکه شويو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان، او مشکوک وسله وال شامل دي.

ماما عبدالقدير بلوڅ ادعا کوي چې د دوی د سازمان لخوا د راټولو شوو شمېرو او اسنادو پر اساس له ۲۰۰۰ز کال څخه بيا د ۲۰۲۰ز کال د اګست تر ۳۰مې نېټې ۵۴۰۰۰ بلوڅان لادرکه شوي دي.

"په لادرکه شوو کسانو کې د ۷۰ کالو د عمر خلک هم شته، د ۲۵ کالو هم شته او د ۱۲ کالو د عمر شته خو اوس هم [د امنيتي ادارو] عمليات روان دي او خلک لادرکه کېږي او مړي يې موندل کېږي."

نوموړی زياتوي چې د دغو کسانو له جملې څخه ۱۸۰۰۰ وژل شوي چې په هغوی کې د ځېنو خراب شوي مړي موندل شوي او ځېنې بيا د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

خو په پاکستان کې په زوره د لادرکه کسانو د پلټنې حکومتي کميسيون منشي (سېکرېټري) فريد احمد خان له دې شمېرو سره اتفاق نه کوي. نوموړی په ۲۰۱۱ز کال کې د جوړ شوي دې کميسيون د وېبپاڼې په حواله وايي چې دوی ته د روان ۲۰۲۰ز کال د جولای تر ۳۱مې نېټې د ۶،۶۸۶ تری تم کسانو نومونه ورکړل شوي چې د ۴،۳۶۵ مقدمې يې هوارې کړې خو د ۲،۰۷۰ کسانو مقدمې لا هم ناحل پاتې دي.

د دې حکومتي کميسيون له معلوماتو سره سم پر بلوچستان سربېره له خيبر پښتونخوا، قبايلي سيمو، سيند، پنجاب، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير څخه هم خلک لادرکه شوي دي.

په سوات کې د تری تم شوو پښتنو خپلوان د هغوی د راخوشې کولو غوښتنه کوي
په سوات کې د تری تم شوو پښتنو خپلوان د هغوی د راخوشې کولو غوښتنه کوي

په پاکستان کې د بشري حقونو د دفاع لپاره کارکوونکي غېرحکومتي سازمان "ډيفېنس اف هيومن رايټس" مشره امنه مسعود جنجوعه د حکومتي کميسيون پر تګلارو نيوکې کوي او وايي چې دا کميسيون د ورکو شويو کسانو موندلو او تښتوونکو ته يې په سزا ورکولو کې پاتې راغلی. د امنې په خبره د هغې تجار خاوند ۴۵ کلن مسعود احمد جنجوعه په ۲۰۰۵ز کال کې له راولپنډۍ څخه لادرکه شو چې تر اوسه يې د مرګ يا ژوند درک نه شته. هغه د دې کميسيون له رويې هم شکايت کوي.

"له کشميره [د پاکستان تر انتظام لاندې] يوه مور راغلې وه او ډېر يې ژړلي و او چيغې يې وهلې چې زامن يې ورک شوي ول. نو [د کميسيون] جج (قاضي) ورته قهرېدلی و او ورته ويلي يې و چې لاړه شه. نو د ورک شوو کسانو له خپلوانو سره خو دا رويه ښه نه ده."

خو فريد احمد خان دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د هر ورغلي کس مقدمې په سړه سينه اوري او د ورتګ پرته د لادرکه کسانو خپلوان د ليک له لارې هم دوی ته درخواستونه لېږلای شي.

په پاکستان کې د ماما قدير په مشرۍ د لاردکه کړل شوو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان او د امنه مسعود جنجوعه په مشرۍ د بشري حقونو د دفاع لپاره پر کارکوونکي سازمان سربېره د ۲۰۱۸ز کال په جنوري کې د مدني حقونو لپاره رامنځ ته شوی خوځښت "پښتون ژغورنې غورځنګ" هم د خلکو په زوره لادرکه کولو او له عدالتي کارروايي پرته د خلکو د وژنې پر ضد مبارزه کوي.

د خلکو تری تم کېدو پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاليت

د دې غورځنګ يو مخکښ او د لادرکه کسانو په اړه معلومات راغونډوونکی عالمزېب خان مسيد دوه ځله زنداني شوی دی. نوموړی وايي چې دوی په قبايلي سيمو کې د ۵۰۰۰ لادرک شويو کسانو په اړه معلومات راغونډ کړي خو زرګونه نور هم شته چې د ده په خبره پر دوی د لګېدلو بندېزونو له کبله لا تر اوسه نه دې ور رسېدلي.

د عالمزېب په وينا د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعاليت په نتيجه کې له هغې جملې له ۱،۸۰۰ تر ۲،۰۰۰ پورې کسان خوشې شوي دي.

"د دغه (خوشې کړل شوو) خلکو سره چې زما خبره وشوه نو دوی ته يې ويلي وو چې موږ تاسو خوشې کوو، خو خبرداری يې ورکړی و چې يو غورځنګ [پښتون ژغورنې غورځنګ] جوړ شوی دی، هغوی ته به هېڅکله نه ورځئ او نه به هېڅ ډول حال ورته واياست چې تاسو چا وړي واست او ولې يې وړي واست."

نوموړی زياتوي چې پر هغوی ډېرې سختۍ تيرې شوي وې نو ده نه غوښتل چې د مرکې په کولو سره هغوی ته نورې ستونزې جوړې کړي.

د دريو کلونو بند تېرولو وروسته پوځيانو ته راته وويل، په غلطۍ سره مو نيولی وې
له تری تم کېدو وروسته يو خوشې کړل سوی وزيرستانی ځوان


د جنوبي وزيرستان يو استوګن چې د موضوع د حساسيت له کبله يې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي يا غږ يې ريکارډ شي، وايي چې درې کاله يې بې له څه ډول جرم کولو د امنيتي ځواکونو په حراستي مرکزونو کې تېر کړي دي.

"په حراستي مرکز کې د دوه کلونو له تېرولو وروسته يو پوځي افسر راته وويل چې پر تا باندې څه تور دی چې دلته يې راوړی يې. ما ورته وويل چې دا خو به تاسو ته معلومه وي چې زه مو ولې راوړی يم."

د نوموړي په وينا هغه افسر ځواب ورکړ چې د ده فايل (دوسيه) ورڅخه ورک شوی دی. نوموړي زياته کړه چې له دې پېښې وروسته يې يو کال نور هم په حراستي مرکز کې تېر کړ او بيا خوشي کړل شو او امنيتي ځواکونو ورته وويل چې هغوی دی په غلطۍ سره نيولی و.

د پاکستان پر امنيتي او استخباراتي ادارو تورونه

د پاکستان د بشري حقونو کميسيون مشر مهدي حسن وايي چې په عامه توګه داسې فکر کېږي چې قانون پلي کوونکي ادارې خلک دا ډول نیسي. د نوموړي په وينا له قانون سره سم بايد نيول شوی کس پر هغه له لګېدلو تورونو سره يو ځای په ۲۴ ساعتونو کې دننه عدالت ته وړاندې کړل شي.

"که چېرې تورونه داسې وي چې قانون پلي کوونکي ادارې يې نه شي ثابتولای يا دوی ويريږي چې مقدمه کمزورې ده نو بيا په عامه توګه نيول شوي کسان عدالت ته نه وړاندې کوي او په داسې ځای کې يې ساتي چې د هغوی لپاره يې جوړ کړی وي. نو بيا داسې خلک په ورکو کسانو کې شامل شي."

که څه هم د پاکستان امنيتي ادارې په زوره د خلکو تری تم کول او له عدالتي کارروايي پرته وژل ردوي خو بيا مو هم د اګست پر ۲۸مه او ۲۹مه په بېلا بېلو وختونو کې د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر کې د بهرنيو رسنيو مسول برېګيډيېر عتيق او د پاکستان د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري ته څو ځلې زنګ وواهه خو هغوی ټليفون ته ځواب ونه وايه.

که څوک ماښام له کوره ورک شي نو دوی يې تور پر استخباراتي ادارو پورې کړي، داسې نه ده
فريد احمد خان


وروسته مو پر امنيتي ادارو د لګېدلو تورونو په اړه په پاکستان کې په زوره د لا درکه کسانو د پلټنې حکومتي کميسيون منشي فريد احمد خان مخې ته دا پوښتنه کېښوده نو هغه وويل چې خلک پخپله هم ډېر څه کوي.

"ځېنې خلک جهاد ته ځي، ځېنې د کورنيو ستونزو له کبله لادرکه کېږي، ځېنې د پيسو لپاره تښتول کېږي. دا دومره ساده ستونزه نه ده لکه خلکو چې ورنه جوړه کړې ده چې يو څوک ماښام له کوره ورک شي او دوی تور پورې کړي چې استخباراتي ادارو پورته کړی دی، داسې نه ده."

خو تر دې وړاندې د ۲۰۱۸ز کال په اپرېل مياشت کې د ياد کميسيون مشر جسټس (ريټايرډ) جاوېد اقبال ويلي و چې د دې هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په دور کې ۴۰۰۰ تری تم کسان پر بهرنيانو وپلورل شول.

که څه هم په پاکستان کې دننه او دباندې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دې هېواد پر حکومت او امنيتي ادارو په زوره د خلکو لاردرکه کولو لړۍ درولو غږ کړی او دا عمل يې د بشري حقونو ضد بللی خو دا ستونزه لا تر اوسه "ناحل" پاتې ده.

په زوره تری تم کول: د پاکستان "ناحل شوې" ستونزه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

(دا راپور د اګست پر ۳۰مه په زوره د خلکو تری تم کولو نړيوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دی.)

XS
SM
MD
LG