د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمهوريت نړيواله ورځ او د پاکستان حالت


وزیراعظم عمران خان په پارليمنټ کې د وينا پر مهال
وزیراعظم عمران خان په پارليمنټ کې د وينا پر مهال

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیریش په نړۍ کې د سپتمبر په ۱۵مه د جمهوريت د ورځې د لمانځنې په مناسبت په يوه ويډيو پيغام کې ويلي چې هر هېواد بايد داسې جمهوري نظام ولري چې د خلکو حقونه پکې خوندي وي. 

هغه زیاتوي:((واضحه ده چې حکومتونه بايد د خپلو بدلون غوښتونکو خلکو خبرو ته غوږ ونیسي او د مکالمې لپاره نورې موقعې برابرې کړي. د جمهوريت پر نړيواله ورځ، راځئ چې له دې وخته ګټه واخلو او يوه داسې ټولشموله او باثباته نړۍ جوړه کړو چې بشري حقونو ته پکې بشپړ درناوی موجود وي.))

د ملګرو ملتونو د ویب سايټ‌ترمخه عدلیه، مقننه يا پارليمان، رسنۍ او اجرايه يا حکومت د جمهوریت ستنې دي. په پاکستان کې دغه ادارې کمزوري ګڼل کېږي. اوسمهال د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۱۸ کال د ټاکنو په نتيجه کې راغلی چې اپوزیشن ګوندونه یې له درغليوو ډکې بولي خو پخپله حکومتي چارواکي دا نه مني.

په پاکستان کې نيمه جمهوريت دی. ځيني کارونه پکې د منتخب حکومت او ځيني پکې د پوځي امرانو په شان کېږي
پخواني ليفټيننټ جنرل طلعت مسود

اپوزیشن ګوند، پيپلز پارټي خو آن وزیراعظم عمران خان د پوځي ایسټبلیشمينټ غوره شوی بولي او د سيلکټيډ لفظ ورته کاروي. د پيپلز ګوند سينيټره سحرکامران وايي دا لفظ له دې وجې استعمالوي چې د اوسني حکومت ټول کړه وړه د ديکتاتورانو يا پوځي امرانو په شان دي.‌‌

هغې د سپتمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل:((د پاکستان وزیراعظم پارليمان ته اهميت نه ورکوي. ډير انحصار یې د قوانينو د جوړولو پر ځای په صدارتي فرمانونو دی. هر څوک چې د حکومت خلاف خبره کوي، پر هغه بندیزونه لګيږي. په رڼا ورځ خبريالان وړل کېږی. مرکې ودرول کېږي. په روانو خپرونو کې د خلکو اواز وربند شي. بيا عمران خان د جمهوري قوتونو د يادولو پر ځای په هر ځای کې د ایسټبلیشمنيټ خبره کوي چې پوځ زما د منشور سره همغږی دی. نو دا قسمه تاثر ورکول جمهوريت ته زیان اړوي.))

د پوځ اغېز څومره دی؟

په ۱۹۴۷ کال کې له برتانيه ازاد شوي پاکستان کې پوځ څلور ځلې په مستقيم ډول د کودتاوو له لارې حکومت کړی او د ځينو پخوانيوو پوځي افسرانو په وېنا همیشه یې په غیرمستقيم ډول پر منتخبو حکومتونو خپل اغیز پاللی دی. اوسمهال د پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار د اګست په ۱۲مه په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د هېواد په ملکي چارو او سياست کې ګوتې نه وهي.

په پاکستان کې له ۹۰ زيات ټيليويژن چينلونه دي خو د بې سرحده خبريالانو نړيواله اداره وايي چې دوی په بشپړ ډول ازاد نه دي
په پاکستان کې له ۹۰ زيات ټيليويژن چينلونه دي خو د بې سرحده خبريالانو نړيواله اداره وايي چې دوی په بشپړ ډول ازاد نه دي

خو پخوانی ليفټيننټ جنرل طلعت مسعود وايي د پوځ له خوا د ملکي حکومتي ادارو لکه پارليمان او عدلیې تر اغېز لاندې راوستل یې له نیزدي ليدلي دي.

هغه د سپتمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل پوځ نه يوازې اوس بلکې د پاکستان په تاريخ کې هر وخت منتخب حکومتونه تر فشار لاندې نيولي.((کله چې هم ملکي حکومت په واک کې راغلی، د پاکستان پوځ یې پر پالیسيوو ژور اغیز ساتلی دی. په ځانګړې توګه د امنيت اړونده پالیسيانې! په جمهوري هېوادونو کې پوځ هغسې کردار نه شې درلودلی لکه څرنګه چې یې په پاکستان کې لري. دا هم پټه خبره نه ده چې پوځ په انتخاباتو کې ګوتې وهلې دي. زموږ د پوځ پخوانيوو مشرانو هم په دې اړه څو وارې ښکاره خبرې کړې دي چې څنګه یې د ځينو سياسي ګوندونو رایې خرابې او د ځينو ښې کړي. نو په دې کې هيڅ شک نشته چې په پاکستان کې پوره جمهوريت هيڅکه نه دی راغلی. پاکستان نيمه جمهوري ملک دی.))

پوځ زموږ د حکومت سره ښې اړيکې لري چې د ملک لپاره ښه خبره ده. زموږ د حکومت پر مهال جمهوريت ډير دی او هر سړی ازاد دی چې هر څه وايي
اقبال افريدی

پاکستان په ۲۰۱۸ کال کې له قبايلي سيمو څخه د انګریزانو د وخت ايف سي آر هغه قانون ختم کړ چې پولیټيکل ايجنټ ته یې ډير واک ورکاوه. چارواکو ويلي چې د عدالتونو غځول به وخت اخلي چې له امله یې د قبايلي ضلعو اوسيدونکو لا هم په اجتماعي زمه واريوو کې له نيول کېدو شکايتونه کړي دي.

د دې په پرتله د پاکستان په نورو برخو کې ملکي عدالتونه فعاله دي خو د پاکستان عدلیې پالیسي جوړوونکي ملي کمېټې د اګست د میاشتې راپور ښيي چې په ځنډ د پريکړو له اوریدنو او د مقدمو د زیات لګښت له کبله لږ تر لږه دوه ميليونه کېسونه نا اوریدلې پاتې دي.

همداراز په قانوني لحاظ په ترهګرۍ ضد او پوځي عدالتونو کې تورنو کسانو ته د ګواهانو حاضرولو وخت له ملکي عدالتونو کم ټاکل شوی.‌ د دې تر څنګ اپوزیشن ګوند مسلم ليګ (ن) پر احتساب عدالتونو د حکومت سره د جوړجاړي په نتيجه کې د مخالفو سياستوالو پر ضد د سازش کولو الزام پورې کوي.‌ د دې ګوند جنرل سيکريټري احسن اقبال د سپتمبر په ۱۳مه په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې له دې وجې د دوی او يو بل اپوزیشن ګوند پيپلز پارټۍ لږ تر لږه لس مشران غړي په جيلونو کي دي چې په وينا یې د جمهوريت پر مخ څپېړه ده.

په زوره تری تم کول: د پاکستان "ناحل شوې" ستونزه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خو د حکمران تحريک انصاف د پارليمان غړي اقبال افريدي د سپتمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل بندي شوو کسانو درغلۍ کړې دي او پر حکومت پاتې نيوکې هم بې ځايه دي.‌((الحمد لله پاکستان يو جمهوري ملک دی او جمهوريت جرړې کړې دي. د حکومت، پوځ او آن ریاست خلاف خلک لګيا دي جلسې او تقریرونه کوي خو هيچا ورته څه ونه ويل. ازادي ده. هر شهري ته پوره ازادي حاصله ده. پوځ که په ځينو ځايونو کې د ملک د دفاع لپاره د حکومت مرسته کوي‌نو دا د خوشالۍ خبره ده. هغوی په هيڅ ځای کې بنديز نه دی لګولی او مونږ ته په جمهوري فيصلو کولو کې هيڅ خنډ نشته.))

په قبايلي سيمو کې ايف سي ار قانون په ۲۰۱۸ کال کې ختم شوی خو عدالتونو پکې لا هم په بشپړ ډول کار نه دې شروع کړی

د بشري حقونو ادارې پاکستان د مذهبي او بيان ازادۍ د نه شتون له کبله يو وروسته پاتې هېواد بولي. مشال راډيو ته د غيب کړل شوو بلوڅانو لپاره کارکوونکی تنظيم، وایس فار میسينګ بلوچ پرسنز له خوا د ورکړل شوو معلوماتو ترمخه تر دا مهاله یې د امنيتي ادارو په لاس ۵۴۰۰۰ کسان لادرکه کړل شوي دي. خو په زور د غيب کړل شوو حکومتي کمیشن دا شمېره ۶۵۰۰ تنه ښيي او پوځ دريځ لري چې دا شمېره په زرګونو کې نه ده.

د جمهوريت يوه بله ستنه یاديدونکې، رسنۍ دي چې په پاکستان کې یې شمېر ډېر دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د ویب سایټ ترمخه په ټول ملک کې ۹۲ ټيليويژن چينلونه، له سلو زیات راډيو سټيشنونه او له درې سوو څخه زیاتې ورځپاڼې موجودې دي. خو د بې سرحده خبريالانو ادارې د ۲۰۲۰ کال راپور ښيي چې دا مېبوعات بشپړه خپلواکي نه لري. دوي ويلي‌چې رسنۍ پر امنيتي ادارو نيوکې نه شې کولی او اکثره وخت پخپله ځان سانسوروي. په دې راپور کې پاکستان د بيان ازادۍ په لیست کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۴۲ نمبر ښودل شوی دی.

د بيان او مذهب ازادي

د مذهبی ازادۍ په اړه د امریکې د بهرنيوو چارو وزارت، د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمیشن او نړيوالو ادارو لکه ايمنسټي انټرنیشنل او هيومن رایټس واچ د ۲۰۱۹ کال په کلنيوو راپورونو کې په سند صوبه کې په زور د هندوانو جينکو د مذهب بدلونې او ودولو پېښې د يو جمهوري ټولنې پر لمن داغ بللی.

په ۱۹۴۷ کال د پاکستان بشري حقونو خپلواک کميشن پخوانی مشر، پخواني سينيټر او سیاسي څيړونکی افراسیاب خټک وايي‌په پاکستان کې د جمهوريت پر ځای کولو لپاره ضرور ده چې نړيوال د امنيتي ځواکونو پر ځای د ملکي ادارو سره اړيکې وپالي او د جمهوري قوتونو ملاتړ ته پام زیات کړي.

هغه د سپتمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل:((په پاکستان کې جمهوري نظام تل غير مستحکم پاتې شوی چې له وجې یې څو ځل پوځ مارشل لا لګولې ده. د جمهوريت کمزوري تر دې حده ده چې هيڅ وزیراعظم خپله اييني موده نه ده پوره کړې. د جموريت د بحالۍ لپاره به د سياسي ګوندونو له خوا د يو تحريک چلولو ضرورت وي.))

په برتانيه کې د ايکونومیسټ انټليجينس يونټ چې هرکال د نړۍ د ۱۶۷ هېوادونو د جمهوريت تر ارزونې وروسته راپور خپروي، د پاکستان جمهوريت هايبريډ ډيموکراسي بللی. دې خپلواکې ادارې د ۲۰۲۰ کال په راپور کې ويلي چې هایبر ډيموکراسي د منتخب حکومت او امرانه نظام ګډې بڼې ته وايي‌يعنې يو حکومت هم ولسي او هم ديکتاتورانه کړنې ترسره کوي. له همدې وجې یې پاکستان په خپل لیست کې په ۱۰۸ نمبر اچولی دی.

XS
SM
MD
LG