د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لادرکه کړو کسانو مسله د ډېری پاکستانیو ګوندونو غږ شو


په کراچۍ کې د لادرکه کړو کسانو کورنۍ غړي د خپلو ورکو خپلوانو پرېښودو لپاره په لاریون راوتی. ۲۰۲۰، ۴م اکتوبر
په کراچۍ کې د لادرکه کړو کسانو کورنۍ غړي د خپلو ورکو خپلوانو پرېښودو لپاره په لاریون راوتی. ۲۰۲۰، ۴م اکتوبر

له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې په پاکستان کې د لادرکه کړل شویو کسانو مسله اوس د ټول هېواد په کچه د ګڼو سیاسي ګوندونو د بیانیې برخه ګرځېدلې ده.

د اکتوبر پر ۲۵مه د اتوار پر ورځ د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اپوزېشن ګوندونو ټلوالې پاکستان ډموکراټیک مومنټ ډېری مشرانو خپلې سترې ولسي غونډې ته په ويناګانو کې د په زوره تری تم کړو کسانو مسله راپورته کړه.

د مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې مريم نواز د کوټې جلسې ته په خپله وینا کې که څه هم د چا نوم ياد نکړ خو پوځ ته يې په اشاره سره یې وويل چې له خدايه ووېرېږئ. د دې په خبره تر دې دمه په پاکستان کې لوی شمېر کسان لا درکه کړل شوي دي خو اوس به داسې نه کېږي: ''اوس به د میندو زامن، د خوېندو وروڼه او د ښځو خاوندان نه لا درکه کېږي.''

په پاکستان کې په زوره د خلکو لادرکه کولو او بيا وروسته د هغوی د وژلو تور د دې هېواد پر امنيتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي خو هغوی دا تورونه رد کړي دي.

د مسلم ليګ (ن) يو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی شیخ روحیل اصغر وايي، نه شي ویلای چې د تری تم کړل شوو کسانو مسله دوی مخکې داسې ولې نه راپورته کوله او يا به يې اوس د ګوند د منشور برخه وګرځوي او که نه ځکه چې پر دې لا هم د پارټۍ د مشرانو او اجرايوي کمېټۍ غړو ترمنځ غونډې نه دي شوي خو دا وايي مريم نواز چې په کوټه کې د پي ډي اېم په جلسه کې دغه مسله راپورته کوله نو نوموړې به غواړي چې دغه مسله هواره شي: (( هغه د پاکستان مسلم ليګ (ن) مرستياله مرکزي مشره ده نو هغې به پر دې اړه خبرې کړې وي او د پارټۍ د مشر ملاتړ به ورته هم ترلاسه وي. هغه به د ولس مسلې اوروي او هم به يې هواروي.))

د اتوار پر ورځ په کوټه کې د حکومت پر ضد د پاکستان جمهوري تحريک يادې جلسې ته په خپله وينا کې د پاکستان پيپلز پارټۍ شريک مشر بلاول بوټو زرداري هم وويل، دوی غواړي په پاکستان کې د لا درکه کړل شوو کسانو مسله هواره شي: ((ماته معلومه ده چې په سټېج دا وخت موجود ټول سياسي ګوندونه له موږ سره په دې مطالبه کې شامل دي چې د لادرکه کړل شوو کسانو مسله به نوره د تل لپاره هوارول وي چې دارنګ بيا موږ ځان ته جدېدې جمهوري پارټۍ ويلی شو.))

د پيپلز ګوند سنېټر بهره مند تنګي که څه هم د چا نوم ياد نکړ خو پوځ ته يې په اشاره وويل چې بايد هره اداره د ايين دننه خپل کار ترسره کړي او لا درکه کړي کسان عدالت ته وړاندې کړل شي. تنګي په سه شنبه مشال رېډيو ته وويل: ((پارټۍ يې تل د لا درکه کسانو سره درېدلې خو زه نشم ویلی چې دغه مسله به زموږ د انتخابي منشور برخه وګرځي او که نه. وزيراعظم عمران خان په حکومت کې تر راتلو مخکې ژمنه کړې وه چې د لا درکه کسانو مسله به هواروي خو تر اوسه يې عملي شکل ورنکړو.))

بلخوا د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی انور تاج په سه شنبه مشال رېډيو ته وويل ډېرې کسان د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ د پخوانيو حکومتونو پرمهال لا درکه کړل شوي ول. دا وايي دې ګوندونو هغه وخت دا مسله نه پورته کوله او اوس يې ځکه راپورته کړې چې خپل سياست پرې کوي: ((د لادرکه کسانو خلاف عدالتي مقدمې روانې دي نو ځکه پکې موږ مداخلت نه کوو. ځينې کسان خوشې کړل شوي او د ځينو کسانو خلاف لا هم کيسونه پاتې دي نو ځکه لادرکه دي.))

د پاکستان د پوځ پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود وايي د بې درکه کسانو مسله مخکې د پښتنو او بلوڅو مشرانو راپورته کوله خو اوس مرکزي سياسي پارټيو دغه مسله راپورته کړې نو ښکاري چې څه حل به يې راوځي.

نوموړي په سه شنبه مشال رېډيو ته وويل که څه هم سياسي ګوندونو په اسټېبلشمنټ د فشار اچولو او د حکومت خلاف د خپل تحريک مضبوطولو لپاره د پښتنو او بلوڅو ملاتړ ترلاسه کولو په هدف دغه مسله راپورته کړې خو د ده په خبره حل يې د پوځ او سياسي ګوندونو دواړو په ګټه دی: ((زما په خيال د اسټېبلشمنټ خپله ګټه په دې کې ده چې د کومو لادرکه کسانو خلاف کيسونه دي نو هغه دې عدالت ته وړاندې کړي او مقدمې دې پرې وچلوي او که نه څوک له دې کبله لادرکه کړل شوي چې خپل حقونه غواړي يا يې سوچ مختلف دی نو له هغو سره خبرې وکړئ او مسلې به په خبرو حلېږي.))

په پاکستان کې په زوره د خلکو ورکولو لړۍ له ډېرې مودې راهيسې روانه ده. په لادرکه شويو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان، او مشکوک وسله وال شامل دي.

د لاردکه کړل شوو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان "وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز" مشر ماما عبدالقدير بلوڅ ادعا کوي چې د دوی د سازمان لخوا د راټولو شوو شمېرو او اسنادو له مخې له ۲۰۰۰ز کال څخه بيا د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر تر ۲۷ مې نېټې پورې نږدې۵۵۰۰۰ بلوڅان لادرکه شوي دي.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين بيا وايي معلومه ورته نه ده چې ټول څومره پښتانه په پاکستان کې له درکه کړل شوي خو اوس مهال څه باندې۵۰۰۰ پښتانه لادرکه دي. پښتين په سه شنبه مشال رېډيو ته وويل چې دوی د سياسي ګوندونو هرکلی کوي چې د ورکو کسانو مسله يې راپورته کړې خو ماما قدير بيا پر هم دغه ورځ مشال رېډيو ته وويل چې هغه به هله د دغه سياسي ګوندونو احسان ومني چې ټول بې درکه کسان خوشې شي.

XS
SM
MD
LG