د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فعالې کریمه بلوڅ مړی د هغې کورنۍ ته سپارل شوی 


کريمه بلوڅه د پاکستان پر پوځ د نيوکو لپاره پېژندل کېده. هغه د کاناډا په ټورانټو کې د دېسېمبر په ۲۰مه لادرکه او يوه ورځ پس یې مړی د يو سيند سره په خوا کې وموندل شو.
کريمه بلوڅه د پاکستان پر پوځ د نيوکو لپاره پېژندل کېده. هغه د کاناډا په ټورانټو کې د دېسېمبر په ۲۰مه لادرکه او يوه ورځ پس یې مړی د يو سيند سره په خوا کې وموندل شو.

د بشري حقونو بلوڅې فعالې کريمه بلوڅ چې تېره مياشت د کاناډا په ټورانټو ښار کې په مرموزه توګه مړه شوې وه مړۍ يې د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه د پاکستان کراچۍ ښار ته رسول شوی دی.

خو د هغې کورنۍ تور پورې کړی چې د مړي له رسېدو سره سم امنيتي چارواکو هغه په زوره په ولکه کې اخيستی دی.

د هغې ورور سمیر بلوڅ د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې ځايي چارواکو د دوی په کلي کې کرفيو لګولې او غواړي چې خلک د کریمې په جنازه او وروسته پلان شوې مظاهره کې ګډون ونکړي.

خو وروسته د کریمې خور ماه ګنج بلوڅ چې په اېمبولینس کې د کريمې له مړي سره د تربت پر لور روانه وه، د ټېلېفون له لارې مشال راډیو ته وويل چې امنيتي چارواکيو مړۍ دوی ته ورسپارلی او دا مهال په لاره دي.

هغې تور پورې کړ چې کله مړی له کاناډا څخه د کراچۍ هوايي ډګر ته ورسېد نو چارواکو له هغو په زوره واخيست او دوی ته يې وويل چې مړی به په خصوصي الوتکه کې تربت ته وړي خو د دې په خبره کله چې دوی انکار وکړ نو تر ډېر بحث وتکرار وروسته کورنۍ ته وسپارل شو.

سمير بلوڅ هم د جنورۍ پر ۲۴مه سهار وختي پر ټويټر پاڼه هم دغسې ادعا کړې وه. هغه دې ته د مړي تښتونه ويلي ول.

هغه پر مخ ليکلي چې دوی هيڅ مرستې ته ضرورت نلري او د مړي د وړلو لپاره د خپل ګاډو تياری کړی دی. هغه ليکلي چې د کريمې مړۍ په زوره او په غيرقانوني توګه د هغې پلرنې ټاټوبې ته وړل کېږي.

له دې شا وخوا يو ساعت وروسته سمير بلوڅ بيا پر ټوېټر پاڼه وليکل چې کورنۍ يې مالومات ورکړي چې دوی د سړک له لارې د بلوچستان پولې ته ورسېدل او د دوی په ادعا هلته ورسره نور امنيتي ځواکونه هم ملګري شول.

هغه تور پورې کړی چې د پاکستان چاوراکي نه غواړي چې مېډیا او خلک ورشي او کريمې بلوڅ ته د وروستي ځل لپاره د عقيدت پېرزونې وړاندې کړي.

ماه ګنج بلوڅ چې د جنورۍ پر ۲۴مه ۴۰ دقيقې دپاسه درې بجې له مشال راډیو سره خبرې کولې نو د دې په وينا دا مهال دوی د بلوچستان تر پسني سيمې تېرېږي او وې ويل چې د امنيتي ادارو ګڼ شمېر ګاډی هم ورسره روان دي.

دې ادعا وکړه چې هغه خلک چې د کريمه بلوڅ جنازې لپاره لارو ته راوتي ويد دې په ادعا چارواکي هغه کسان شړي.البته د دې دادعا په حکومتي او نه هم په خپلواکه توګه تصديق وشو.

د مشال راډيو خبريال وايي چې د کراچۍ لياري سيمې په مولوي عثمان پارک کې په سلګونو کسان راغونډ شوي چې کراچۍ ته تر رسېدو وروسته د کريمه بلوڅ د جنازې لمونځ وکړي.

له پارک سره نږدې شاوخوا ۳۰۰ کسانو په لاسونو کې لوحې اخيستې وې او د کريمه باوڅ سره د انصاف کولو شعارونه يې ورکول.

پر ټولنيزو رسنيو هم د امنيتي چارواکو له خوا د کريمه بلوڅ مړی په ولکه کې د اخیستو موضوع ګرمه ده. دوی پر دې ګام تنقيد کوي.

په دې اړه مشال راډيو د بلوچستان حکومت وياند لیاقت شاهواني او د داخله چارو وزير سره په وار وار رابطه وکړه چې په دې اړه د حکومت دريځ ترلاسه کړو خو هغوي ټېلېفون پورته نکړ.

کريمه بلوڅه د بلوځانو د ځوانانو سازمان بلوچ سټودنټس ارګنايزېشن پخوانۍ مشره وه چې د پاکستان پر پوځ د نيوکو له وجې پېژندل کېده.

هغه دامنتي اندېښنو له کبله پاکستان پرېښود او په کاناډا کې سياسي پناه واخيسته. خو د ۲۰۲۰م کال د دېسېمبر پر ۲۰مه په ټورانټو ښار کې لادرکه او يوه ورځ پس یې مړی د يو سيند سره په خوا کې وموندل شو.

د کاناډا پولیسو رسنيوو ته په لېږلو بيانونو کې ويلي چې د هغې مرګ جرمي اړخ نه لري خو د هغې کورنۍ ويلي نوموړې ته له پاکستانه ګواښونه ورکول کېدل.

د هغې تر مرګ وروسته د بلوچستان په مختلفو ښارونو کې بلوڅو ښځو او ځوانانو مظاهرې کړې وې او عوښتنه يې کوله چې د هغې د مرګ هراړخيزه پلټڼې دې وشي.

د بخښني نړیوال سازمان، د پاکستان بشري حقونو کمېشن، بلوڅ ملتپالو او پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوڅانو د حقونو فعالې کریمې بلوڅ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې وه او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.

XS
SM
MD
LG