د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وزیرستان او بلوچستان کې د وسله والو بریدونه ولې زیات شول؟


پاکستاني پوځیان د یو وژل شوي کرنل د تابوت سره ولاړ دي
پاکستاني پوځیان د یو وژل شوي کرنل د تابوت سره ولاړ دي


د پاکستان په قبایلي ضلعو او بلوچستان کې په دې وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو، حکومتي مامورینو او عام ولس، د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ وخت په وخت په قبایلي ضلعو کې په بېلابېلو نومونو عملیات ترسره کړي او په بلوچستان کې هم حکومتي ځواکونه او پولیس د وسله والو ډلو خلاف کارروايي کوي.

د اکتوبر ۱۵مه د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو لپاره، د ځاني تلفاتو له پلوه، یو له خونړیو ورځو څخه وه. پر دغه ورځ په جنوبي وزیرستان او بلوچستان کې ۲۱ امنیتي اهلکاران ووژل شول. تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۱۴مه په قبایلي سیمو کې دوو نورو جلا جلا پېښو کې اته سرتیري وژل شوي ول. په دې کې یو برید د جنوبي وزیرستان په شکتوی او بل په باجوړ کې ترسره شوی و.

د اکتوبر پر ۱۳مه، د میرلي په پتاسې اډه پوستې وسله والو برید کړی وو چې په ترڅ کې یې یو عسکر وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي وو.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پر دې سربېره په اکتوبر او سېپټمبر میاشت کې د وسله والو لخوا پر امنیتي ځواکونو نور بریدونه هم شوي دي. په دغو بریدونو کې د ځینو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان قبول کړی خو د ځینو نورو ذمه واري بیا چا نه ده قبوله کړې.

قبایلي خبریال رسول داوړ وايي، د ضرب عضب له عملیاتو وروسته خلکو ګڼله چې نوره نو سیمه ارامه شوې ده، خو دا وروستي بریدونه ښايي چې دا کار لا نه دی شوی.
"موږ نه پوهېږو چې یا خو د حکومت توجه کمه شوه، یا د (راغلو خلکو) وېره کمه شوه چې اوس هغوی په سیمه کې ګرځي او په ازاد ډول فعالیتونه کوي. اوس دلته هدفي وژنې هم زیاتې شوي او نږدې هره ورځ د بدامنۍ یوه پېښه مخې ته راځي."

رسول داوړ وايي، اوس خلک انګېري چې د سیمې وضعیت ورو ورو هغه طرف ته روان دی لکه د ضرب عضب له عملیاتو وړاندې چې په سیمه کې و.

د عملیاتو پر مهال قبایلیان د کورونو پرېښودلو ته اړ شوي وو
د عملیاتو پر مهال قبایلیان د کورونو پرېښودلو ته اړ شوي وو

پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عملیات د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د بېلابېلو وسله والو ډلو خلاف په شمالي وزیرستان کې شروع کړي وو. دا عملیات د ۲۰۱۶ کاله پورې روان وو چې پکې د پوځ د معلوماتو له مخې څه ناڅه ۳۰ زرو پاکستاني عسکرو برخه لرله. د پاکستان پوځ د ضرب عضب په تعقیب په ۲۰۱۷ کال کې د (ردالفساد) په نوم وکړل. خو د دغو او نورو عملیاتو باوجود سیمه له وسله والو ډلو تصفیه شوې نه ده. د دې څه وجوهات کېدای شي؟ ځواب یې شنونکی او خبریال رحیم الله یوسفزی راکوي:

"په تېر سېپټمبر او په روانه میاشت اکتوبر کې دا بریدونه ډېر زیات شوي دي. په دې کې د پاکستان د پوځ، ملېشې او پولیسو ډېر زیات نقصان شوی دی.د دې خو مختلف وجوهات کېدای شي، یوه وجه یې دا ده چې په وزیرستان کې د طالبانو خورې ورې ډلې یو وارې بیا سره یو شوي دي. او بله دا ده چې بیلتون پاله بلوڅان چط ځان له یو وطن غواړي، هغوی هم ډېر فعاله شوي دي.هغوی په ځانګړي ډول په مکران کې ډېر فعاله دي او دا وروستۍ حمله هم هملته شوې وه."

په بلوچستان کې بیلتون پالې وسله والې ډلې او په قبایلي ضلعو کې تحریک طالبان پاکستان او د هغوی همکارې وسله والې ډلې پر پوځ او حکومتي تاسیساتو یا د لرې واټن نه د توغندیو بریدونه کوي او یا بیا چریکي یا غلچکي بریدونه کوي.

د بلوچستان پر ساحلي سرک د ارماړه سیمه چېرته چې وسله والو پر حکومتي سرتېرو برید وکړ.
د بلوچستان پر ساحلي سرک د ارماړه سیمه چېرته چې وسله والو پر حکومتي سرتېرو برید وکړ.

د بلوچستان پر حالاتو نظر ساتونکی خبریال شهزاده ذوالفقار وايي، بلوچ بېلتون پالې وسله والې ډلې اکثره وخت د امنیتي ځواکونو یا پولیسو پر کاروانونو بریدونه کوي:

"دوی اکثره وخت د امنیتي سرتېرو حرکت څاري او پرې بریدونه کوي. هغوی پټ په غرونو یا غونډیو کې ناست وي او له هغه ځایه حملې کوي. دا ډېره لویه سیمه ده اوس حکومت دا خو نه شي کولی چې په هرې غونډۍ دې امنیتي پوسته جوړه کړي."

په بلوچستان کې تر ټولو نارامې سیمه مکران ده چې هلته بلوچ لیبریشن فرنټ یا بې اېل اېف، بلوچ لیبریشن ارمي یا بي اېل ای او بلوچ رېپبلېکن ګارډ په نوم ډلې د حکومت پر ضد کارروایانې کوي. شهزاده ذوالفقار وايي، دغه وسله والې ډلې د حکومت پر ضد یو دي او په هماهنګۍ بریدونه کوي.

خو په قبایلي سیمو شمالي او جنوبي وزیرستان کې بیا تحریک طالبان پاکستان او د هغوی همخیالې ډلې فعالې دي چې په تیرو دوو میاشتو کې یې پر پوځ بریدونه زیات کړي دي.

د پاکستان د پوځ له پخواني بریګیډیر محمود شاه نه مې وپوښتل، ایا دا حملې د دومره لویې کچې دي چې د پاکستان پوځ اندېښمن کړي؟ هغه وویل:

"زما په خیال پوځ له به پکار وي چې په جدي ډول د دغو پېښو د مخنیوي لپاره کار وکړي. زما په خیال امنیتي ادارې پر دې قابو موندلی شي. میران شاه یو وخت د پېښور او کوهاټ نه پس د پاکستان درېم (ایر بیس) و، نو که حکومت هلته بیس ساتلی شي نو هلته امن هم راوستلی شي."

خو شنونکی رحیم الله یوسفزی بیا وايي، د پاکستان پوځ د وسله والو ډلو د اوسنیو بریدونو پر وړاندې بې ځوابه معلومېږي:

"داسې معلومېږي چې د پاکستان د پوځ سره د دغې څه ځواب نشته، ځکه چې وسله وال یا په لارو کې ماینونه ږدي او یا ناڅاپي حملې کوي، امنیتي ادارې خو به هله په یو ځای کې عملیات کوي چې هلته وسله وال راټول شي او مرکز یې معلوم وي. دا وخت خو چې موږ څه ګورو هغه دا دي چې حکومت هم وايي چې ځوابي حملې يې کړي او د هغوی ( اورپکو نه ) نه یې هم مړي کړي خو د هغې بیا څه شواهد نه وي. "

د پاکستان د پوځ د اولسي یا عامه اړیکو اداره ايي اېس پي ار وخت پر وخت په قبایلي ضلعو کې د وسله والو له بریدونو وروسته بیانونه ورکوي چې هغوی هم ځوابي کارروايي کړې ده او پکې یې وسله والو ته هم تلفات ور اړولي دي.

د اکتوبر پر ۱۵مه هم آيي اېس پي ار پر خپلې وېبپاڼې د بلوچستان د ساحلي ښارګوټي اورماړي سره نږدې ترسره شوي برید په اړه لیکلي چې په ځوابي برید کې اورپکو ته هم کافي تاوان رسولی دی.

خو دا چې خبریالان د وسله والو ټکانو ته نږدې نشي تلی نو د پوځ د دې ادعا سپیناوی ناشونی دی. خو خبریال شهزاده ذوالفقار وايي، بلوڅ بیلتون پالې ډلې خبرپاڼې خپروي او د پوځ تر څنګ دخپلو تلفاتو په اړه هم معلومات ورکوي. خو سیمې ته د نه لاس رسي له وجې د دغو ادعاوو سپیناوی هم نه شي کېدای.

XS
SM
MD
LG