د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کریمې بلوڅ د بلوچستان غږ ټولې نړۍ ته ورساوه'


کریمه بلوڅ د بلوڅ زده کوونکو د سازمان د ازاد ډلې مشره پاتې شوې وه - د ارشیف انځور.
کریمه بلوڅ د بلوڅ زده کوونکو د سازمان د ازاد ډلې مشره پاتې شوې وه - د ارشیف انځور.

د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل او د بښنې نړیوال سازمان وايي، په کاناډا کې د بلوڅانو د حقونو یوې فعالې او مبارزې کریمې بلوڅ مړی موندل شوی دی.

مېنګل د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د نوموړې مړینې زښت خپه کړی.

د ټورانټو ښار پولیس وايي چې د بلوچستان د بشري حقونو فعاله او د بلوڅ زده کوونکو د سازمان (بلوچ سټوډنټس اورګنایزېشن – ازاد یا بي اېس او ازاد) پخوانۍ مشره کریمه بلوڅ د ډېسمېبر پر ۲۰ له خپله کوره تر وتلو وروسته ورکه شوه.

د نوموړې مړی د ډېسېمبر پر ۲۱مه موندل شوی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د بشري حقونو فعالانو او د نوموړې ملګرو د هغې د مړېنې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د ډېسېمبر پر ۲۲ پر ټوېټر پاڼه د بلوڅې په مړېنه سخت خپګان ښوولی، او په سمدستي توګه یې د دې پېښې د پلټنو او د هغې په مرګ کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

سردار اختر مېنګل وايي، د هغې د مړېنې د وجوهاتو په اړه لا هم مالومات نه لري خو زیاتوي د یوې بلوڅې ښځې لادرکه کېدل او مړی موندل د اندېښنې وړ خبره ده او باید د کېڼېډا حکومت په دې اړه پوره پلټنې وکړي: ''زموږ په ټولنه کې ښځو ته ډېر عزت ورکول کېږي، او په بهر هېواد کې د یوې بلوڅې د مرګ خبر راتلل یوه د اندېښنې خبره ده، هغه بهر وه او هلته یې له هېچا سره دښمني نه وه، بغېر له هغو قوتونو نه د کومو خلاف چې هغې خبرې کولې. د کومو قوتونو خلاف چې هغې په پاکستان کې غږ پورته کاوه او یا یې بهر د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د خپلو حقونو غوښتنې لپاره غږ پورته کاوه او یا یې په اروپا کې په احتجاجونو کې برخه اخېستې وه، نو ممکنه ده هم هغه قوتونه د هغې د مرګ تر شا کېدای شي.''

اختر مینګل
اختر مینګل

خو اختر مېنګل وویل باید په دې اړه پوره پلټنې وشي چې کریمه څنګه مړه شوې ده: ''په دې کې خو څه شک نشته چې هغه مړه شوې، خو لا هم د هغې د مرګ وجوهات مخې ته نه دي راغلي، پر ټولنیزو رسنیو هم خبرې روانې دي، خو که چرې هغه وژل شوي وي نو باید چې د کاناډا حکومت په دې اړه پوره پلټنې وکړي، که چرې دا هم د ساجد حسېن د پېښې غوندې وې نو بایډ پوره پلټنې یې وشي، په دې کې باید کاناډا یي حکومت یو مهم رول ولوبوي،که څه هم وجه وي، او که د دې ترشا څوک هم وي نو بیا باید دا فکر وشي چې د بلوڅانو لپاره خو خپل وطن هم محفوظه نه وو او اوس بهر هېوادونه هم د هغوي لپاره محفوظه پاتې نشول.''

کریمه بلوڅ څوک وه؟

کریمه مهراب بلوڅ د بلوچستان د کېچ ضلعې د تمپ کلي اوسېدونکې وه، هغه چې په ۲۰۰۶ کال کې د بلوچستان د زده کوونکو د سازمان د ازاد ډلې غړې شوه، نو د دغه سازمان په یو شمېر هلو ځلو کې یې برخه لرله.

د بلوڅ زده کوونکو سازمان ازاد ډله یا بي اېس او – ازاد په پاکستان کې تر بندیز لاندې ده.

د هغې ماما نور احمد بلوڅ هم د بلوڅانو د حقونو د غوښتنې په مبارزه کې مهم رول لوبولی.

نور احمد په ۲۰۱۸ز کال کې لادرکه شوی وو او وروسته یې مړی وموندل شو.

د نوموړې ملګري وایي په تمپ کې د کریمې کور سوځول شوی دی، خو په اړه یې نور مالومات نه لري.

د نوموړې د ملګرو په وینا، په پاکستان کې د ژوند کولو پر وخت هغې ته د مرګ ګواښونه ورکړل شوي وو.

د بولان میډیکل پوهنتون یوه زدهکونکې او د بشري حقونو فعاله ماهرنګ بلوڅ د ډېسېمبر پر ۲۲ مشال راډیو ته وویل کریمه د بلوچ ولس د حق غوښتنې اواز وو: ''هغه د بلوڅو ښځو د هڅو او د خپلو حقونو د غوښتلو د مبارزې هغه لومړنی غږ وو چې دغه مبارزې ته یې یو نوی رنګ ورکړ، هغه په هغه وخت کې د بي اېس او (ازاد ) مشره شوه، چې کله د دغه تنظیم یو شمېر مشران او غړي لادرکه کړل شول او یا ووژل شول، هغې ته د مرګ دړکې ورکړل شوې، د غدارۍ مقدمې پر درج شوي دي، هغه چې کله کاناډا ته کډه شوه، نو هلته هم ورته د وېزې مسلې راغلې، موبایل فون یې څو وارې څارل شوی، کمپیوټر یې هېک شوی وو، په بلوچستان کې د هغې کور سوځول شوی او د کورنی ځینې غړي یې په دې وجه وژل شوي چې هغه خپل دریځ بدل کړي.''

کریمه بلوڅ په ۲۰۱۵ز کال کې د بي اېس او – ازاد مشره منتخبه شوه خو ژوند ته د ګواښونو له وجې کاناډا ته ولاړله او هلته یې پناه واخیسته.

نوموړې له هم هغه ځایه د سازمان مشري کوله.

په ۲۰۱۸ز کال کې د بي اېس او-ازاد د مشرې په توګه د هغې دنده پای ته ورسېده او په کاناډا کې یې خپل تعلیم ته دوام ورکړ او په اقتصاد کې یې ماسټري کوله.

د بلوڅانو د چارو پوه محمد علي تالپور د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل هغه د بلوڅانو د حق غوښتنې اواز وو چې اوس خاموشه شو: ''چې کله په ۲۰۱۴ کال کې زاهد بلوڅ لا درکه کړل شو، نو وروسته هغه د بي اېس او مرستیاله او بیا مشره شوه، هغه په بلوچستان کې هغه لومړنۍ ښځه وه چې نړۍ ته یې د بلوڅانو غږ ورساوه، زما لپاره د هغې د مړېنې خبر ډېر د خپګان خبر دی، ما ته به یې بابا ویل، له کریمې نه زیات په ښځو کې چا د بلوچستان مسله نه ده پورته کړې، نورې هم نجونې شته، خو هغه د باران لومړۍ قطره وه.''

محمد علي تالپور وایي هغه په بلوچستان کې د ښځو لپاره یو مثال جوړ شو، هغې وښودل چې څنګه به خپل حق غواړې او دا چې ښځې هم باید په دې عمل کې وروسته پاتې نه شي.

د بلوڅ زدهکونکیو سازمان ازاد ډلې د ډېسېمبر پر ۲۲مه په خپل یو بیان کې د کریمې بلوڅ پر مړینه د ۴۰ ورځو ویر اعلان کړی، او له نړیوالو ادارو یې د هغې د مړېنې د شفافو پلټنو غوښتنه کړې ده.

یاده دې وي چې د سږني کال په مارچ میاشت کې په سویډن کې بلوڅ خبریال ساجد حسېن لادرکه شوی وو او وروسته د اوپسالا ښار پولیسو په مې کې د هغه د مړي موندلو خبر ورکړ.

۳۹ کلن ساجد حسېن په ۲۰۱۲ز کال پاکستان ځکه پرېښود چې په ادعا يې د خبريالی له کبله يې ژوند په خطر کې وو.

XS
SM
MD
LG