د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوه: په بلوچستان کې بشپړ امنيت دی


لفټننټ جنرل عاصم باجوه
لفټننټ جنرل عاصم باجوه

د پاکستاني پوځ د جنوبي قوماندې د مرکز مشر لفټننټ جنرل عاصم باجوه د مارچ په اتلسمه په کوټه کې په يوه غونډه کې وويل چې په بلوچستان کې يې پوره امن راوستی دی. هغه زياته کړه چې اوس دا صوبه د سرمايه کارۍ لپاره چمتو ده.

باجوه د معدنونو يا کانونو په برخه کې پانګه اچوونکو ته وويل: ((په بلوچستان کې داسې ځای نشته چې تاسي ورته نه شئ تللی. موږ هرې کمپنۍ ته امنيت برابر کړی دی. بلوچستان غېږه پرانيستې ده. موږ د بې امنۍ له وخته تېر شوې يو. په دې لړ کې لا نور کار هم کوو او امنيت تر دې هم ښه کوو.))

د پاکستان پوځي چارواکي په داسې حال کې په بلوچستان کې د امن د بحالېدو ادعا کوي چې د مارچ په ۱۷مه په د دې صوبې په ډېره جمالي کې پر اورګاډي شوې بمي چاودنه کې څلور کسان ووژل شول. د دې بريد ذمه واري بېلتون پالې ډلې بلوچ لیبريشن ټايګرز ومنله.

بلوچستان کې امنيتي خطرونه بيخي ډېر دی. دلته چې کوم حکومت دی دا پر امنيتي ادارو تکيه دی.
مولانا عبدالواحد صديقي

په بلوچستان اسمبلۍ کې د مذهبي ګوندونو د اتحاد، متحده مجلس عمل يو غړی مولانا عبدالواحد صديقي وايي د پوځي افسرانو د امنيت راوتسلو خبره ځکه سمه نه ده چې دا مهال ټوله صوبه پر پوځي چاوڼۍ بدله شوې ده. هغه زياته کړه چې نه ملکي حکومت شته او نه هم امنيت.

هغه د مارچ په اتلسمه مشال راډيو ته وويل: ((دلته يوه اصطلاح کارېدله چې وايي خلايي مخلوق! نو خلايي مخلوق دلته داسې خلک راوستل چې په هيڅ نه دي خبر. دوی يو داسې سست حکومت جوړ کړی چې هيڅ شی یې سم نه دي نو په داسې حال کې به دوی څنګه يو عام کس يا سرمايه کار ته امنيت برابر کړي.))

په بلوچستان کې دا مهال د چين او پاکستان اقتصادي راهدارۍ ځيني پروژې روانې دي. په دې کې تر ټولو لويه د ګوادر بندر د جوړوونې ده چې چين او نورو هېوادونو ته به ترې سوداګري کېږي. خو په همدې حال کې دلته ګڼې بلوڅ وسله والې ‌ډلې له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېږي. ځيني سختدريځې ډلې هم شته چې په بېلابېلو وختونو کې يې خونړي بريدونه کړي دي.

د بلوچستان په اتحادي حکومت کې شامل ګوند، عوامي نېشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ يو غړی ملک نعيم خان بازی د اپوزېشن ګوندونو هغه نيوکې ردوي چې وايي منتخب حکومت له امنيتي ادارو واک نه لري نو ځکه یې د امنيت راوستلو په شمول ډېر کارونه سم نه دي. هغه مشال راډيو ته وويل: ((پخوا حالات ښه نه وو. اوس په بلوچستان کې سل فېصده امن دی. يوه نيمه پېښه کېږي خو هغه په هر ځای کې کیدلی شي. نور په صوبه کې بشپړ امن دی.))

XS
SM
MD
LG