د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاليه خټک خپل ورک پلار يو کال پس په پوځي زندان کې وليد


ادریس خټک د خپلې لور تاليه خټک سره په زور تر غیبيدو مخکې
ادریس خټک د خپلې لور تاليه خټک سره په زور تر غیبيدو مخکې

د بشري حقونو څيړونکي ادریس خټک تر نيولو یو کال وروسته، امنيتي ادارو د هغه لور، تالیه خټک ته اجازه ورکړه چې د نوموړي سره وګوري. دا په دومره موده کې په زور د غيب کړل شوي يوه پلار او د هغه د موندلو لپاره د راوتې ‌يوې غمژنې لور لومړي ليدنه وه.

ادریس خټک د ۲۰۱۹ کال په نومبر مياشت کې مخ پټو وسله والو د اسلام اباد – پېښور پر سړک له موټره ښکته او له ځان سره بوت. تر ډېرو قانوني کوښښونو او د بشري حقونو د ادارو له خوا تر فشار وروسته د پاکستان دفاع وزارت د ادریس خټک کورنۍ ته ومنله چې نوموړی له پوځي استخباراتو (ملټري انټيلیجنس) سره دی. پر هغه د ریاست خلاف د کار کولو تور پورې شوی چې کورنۍ یې بې بنياده بولي.

ما کوښښ کاوه چې ونه ژاړم چې پلار مې خفه نه شي خو کله مې چې وليد نو ژړا مې ټينګه نه شوای کړای. هغه راته لاسونه غوړولي وو چې غاړه راکړي.
تاليه خټک

تاليه خټک د نومبر په ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې د اکتوبر په میاشت کې یې له پلار سره ملاقات وشو خو تر اوسه یې د ځينو قانوني مجبوريو له امله په دې اړه خبرې نه کولې. هغې زیاته کړه يوه ورځ ‌پوهنتون ته روانه وه چې له يوه نامعلومه نمبره ورته ټيليفون وشو.

ټيليفون کوونکي ورته ځان د ادریس خټک مدافع افسر وروپيژاند. ''ما غوښتل زموږ وکيل او د کورنۍ نور غړي ‌هم راسره ولاړ شي خو دوی راته وويل چې يوازې ته تللی شي. زه یې [د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې] د پوځيانو منګلا کېنټ مخې ته وروغوښتلم. پر ما یې سترګې نه وې پټې کړې. پر دروازه تر سختې تالاشۍ وروسته مو په موټر کې شل منټه مزل وکړ. بيا د يو واړه کور مخې ته ودرېدو. زما پلار دلته په يوه کوټه کې وو.''

کله چې تاليه خټک نېزدې يو کال وروسته خپل ۵۶ کلن پلار روغ وليد نو په وینا یې تر ډېر کوښښ سربېره یې هم د خوشالۍ اوښکې ونه درېدلې. د هغې په خبره په ساده جامو کې موجودو پاکستانيو پوځي افسرانو ورته وويل چې شل منټه وخت لرې او خبرې به د دوو افسرانو په موجوديت کې کېږي. يو بل شرط دا وو چې ادریس خټک به له خپلې لور سره د هغه د نيول کېدو په اړه هېڅ خبرې نه کوي.

تالیه خټک وويل کله چې یې پلار دا وليده نو هغه ورته له ليرې د غېږې ورکولو لپاره لاسونه خواره کړل. ((يوه شېبه راته داسې ښکاره شول لکه موږ به چې کله له بهره کور ته راغلو نو هغه به زموږ دغسې هرکلی کاوه. زما صبر و نشو او ومې ژړل.))

تاليه زیاتوي: (( افسرانو راته ويلي ‌ول چې موږ ته به پښتو خبرې نه کوو نو ځکه مو په اردو خبرې وکړې. دا یې هم را ته ويلي‌ول چې زما د پلار د کیس په اړه به هېڅ‌ خبرې نه کېږي. د پلار د سترګو خواوشا مې تورې حلقې جوړې شوې وي. توربخنې جامې یې اغوستې وي. ماته داسې ښکاره شول چې زما پلار یې د دې ملاقات لپاره تيار کړی وو. ږيره یې ورله خریېلې وه او ويښتان یې ورله جوړ کړي ول.))

پر ادریس خټک لګيدلي تورونه

پر ادریس خټک د ترهګرۍ ضد قوانينو لاندې له ملک سره د غدارۍ او امنيتي ځواکونو د بدنامولو تورونه لګول شوي دي چې د هغه کورنۍ یې په سختۍ سره ردوي. خټک تر غايبېدو مخکې د بشري حقونو نړيوالو ادارو سره پر بېلابېلو پروژو کار کړی. په دې کې په زوره د لادرکه کسانو د لیست برابرول شامل دي.

خټک د نيشنل پارټۍ د خېبر پښتونخوا صوبې مشر هم پاتې شوی. له لور سره یې ملاقات تر هغه وروسته ممکنه شو چې د بشري حقونو نړيوالو ادارو لکه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر، هيومن رایټس واچ او ايمنسټي انټرنيشنل په څو څو وارې د ادریس خټک د موندلو او خوشېکولو غوښتنې وکړي. د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمیشن هم په دې اړه څو ځله بيانونه ورکړل.

د ادریس خټک کورنۍ د هغه کېس پېښور های کورټ ته يووړ. عدالت حکم وکړ چې حکومت دې ادریس خټک پیدا او عدالت ته راولي. د نوموړی تر غایبیدو ۷ مياشتې وروسته، حکومتي وکيلانو په عدالت کې ومنله چې هغه له استخباراتي ادارو سره دی. اوس د ادریس خټک وکيلان کوښښ‌کوي ‌چې د نوموړي ‌مقدمه له پوځي عدالته ملکي عدالت ته ولاړه شي. که څه هم د هغه د مقدمې اورېدنه دوه ځل ځنډیدلې ده خو کورنۍ یې د اوس لپاره خوشاله ده چې لږ تر لږه د خټک درک ولګېد.

تاليې خټک مشال راډيو ته وويل په ظاهره یې پلار په زندان کې ښه ساتل شوی دی او کله چې دې وليد نو داسې ښکارېده چې هغه ته عطر لګول شوي. ''ما ترې پوښتنه وکړه چې تاسو ته پرفيوم (عطر) هم لګوي نو و یې خندل. پلار مې راته وويل چې د سهار په ناشته کې پراټه او هګۍ ورکوي. په هفته کې یې دوه ځله ډاکټر صحت ګوري [ځکه چې هغه د شکرې ناروغي‌لري]. د لوست لپاره ورته ډېر کتابونه ورکړل شوي او کیدای شي نن سبا ورته ورځپاڼې هم ورکړي.''

زما پلار په صحت جوړ ښکارېده. ويل یې چې ښه يې ساتي خو نه پوهيږم دا خبرې رښتيا وي او که هغه ته ويل شوي وو چې داسې راته ووايي.
تالیه خټک

خو تاليه وايي نه پوهېږي چې دا خبرې څومره رښتيا وي. ((نه پوهېږم دا حقیقا وو او که هغه ته ويل شوي وو چې داسې ووايه. ماته داسې ښکارېده چې له هغه سره دا خبرې له مخکې څخه تمرين يا پريکټس شوې وي. هغه سپينې خبرې نه شوای کولی ځکه چې موږ ته په پښتو کې خبرو کولو اجازه نه وه. بل له موږ سره دوه کسان په کوټه کې ناست ول او کیدای شي زموږ خبرې ريکارډېدلې هم.))

د پاکستان په اړه د بخښنې نړيوال سازمان يا ايمنسټي انټرنېشنل د ۲۰۱۹ کال په کلني راپور کې ويلي چې په زور د خلکو غایبول د دې ملک د بشري حقونو پر تاريخ يو تور داغ دی. دې ادارې ويلي‌چې په ځينو ځايونو کې خلک په ښکاره د امنيتي ځواکونو له خوا پورته کړل شي خو بیا يې درک ونه لګي. د ځينو کسانو په ځانګړې ډول د بلوڅانو خو تر غايبېدو وروسته خراب شوي مړي هم موندل شوي دي.

د ورک کړل شوو کسانو په اړه د تحقیقاتو کمېشن

د پاکستان پوځ په انفرادي کېسونو خبرې نه کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې وياندانو دې تورونو ته د ځواب په ورکولو سره ويلي چې د دې مسلې د حل لپاره يو حکومتي‌کمېشن کار کوي.

د غېب کړل شوو کسانو په اړه د پاکستاني حکومت د تحقیقاتو دا کمېشن د عدالت په حکم جوړ شوی او دوه غړي لري. د دې کمېشن له خوا مشال راډيو ته د ورکړل شوو شمېرو ترمخه د اکتوبر تر ۳۱مې پورې ورسره ۶۸۳۱ غایب کړل شوو کسانو نومونه ثبت شوي چې په دوی کې یې د ۴۷۴۸ کسانو کیسونه حل او ډېرې یې عدالتونو ته حاضر شوي دي.

خو د دې کمیشن رجسټرار پرویز احمد د نومبر په ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې د ادریس خټک پر غايبېدو نه دي خبر. ((چې څوک غایب شي نو کورنۍ یې یو فارم ډکوي. بيا یې مونږ امنيتي ادارو ته ليږو. د ټولو تر تحقیقاتي راپورونو په رڼا کې معلوموو چې کوم غايب کړل شوی کس په کوم ځای کې کومې امنيتي ادارې سره دی. د ادریس خټک کیس موږ سره نشته. که پر هغه مقدمه روانه وي نو مانا دا ده چې د هغه درک لګيدلی نو په داسې حالت کې زموږ کار هسې هم ختم شي.))

خو د ادریس خټک کورنۍ مبارزه لا هم ختمه نه ده.‌ د هغه لور تاليه خټک وايي‌تر هغې به خپل اواز پورته کولو او قانوني کوښښونو ته دوام ورکوي تر څو یې پلار کور ته راغلی نه وي. د هغې په وینا منتظر دي‌چې عدالت ورته د مقدمې اوریدنې لپاره ژر تر ژره يوه نېټه ورکړي.

دا راپور دلته په غږ کې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:29 0:00

XS
SM
MD
LG