د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کریمې بلوڅ د مرګ تر شا حقایق دې ښکاره کړل شي: لاریونوال


کراچۍ کې د بلوڅ قامي پیوستون کونسل غړو په یوه احتجاجي لاریون کې په کاناډا کې د بلوڅ سیاسي فعالې کریمې بلوڅ د مړینې پلټنه غوښتې. ۲۰۲۰، ۲۴ دسمبر
کراچۍ کې د بلوڅ قامي پیوستون کونسل غړو په یوه احتجاجي لاریون کې په کاناډا کې د بلوڅ سیاسي فعالې کریمې بلوڅ د مړینې پلټنه غوښتې. ۲۰۲۰، ۲۴ دسمبر

د کراچۍ پریس کلب مخې ته پرون لسګونو کسانو مظاهره وکړه. هغوی په کاناډا کې د کریمه بلوڅ مړینه وغندله. د مظاهرې تابیا د بلوڅو د قامي پیوستون کونسل کړې وه.

مظاهره کوونکو بینرونه پورته کړي وو او شعارونه یې ورکول. هغوی غوښتنه کوله چې د کریمې بلوڅ د مړینې پلټنه دې وشي او د پېښې تر شا حقایق دې رابرسېره شي.

په مظاهره کې ګڼو ښځو هم ګډون وکړ.

د کاناډا د ټورنټو ښار پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۲مه ناوخته ویلي، باور نه لري چې د بلوڅې مرګ دې په مشکوکو حالاتو کې شوی وي.

د یاد ښار پولیس وايي،کریمه بلوڅ د ډېسمېبر پر ۲۰ له خپله کوره تر وتلو وروسته ورکه شوه. د نوموړې مړی د ډېسېمبر پر ۲۱مه وموندل شو.

تر کراچۍ وړاندې، د ډېسېمبر پر ۲۳مه په کوټه کې هم د بلوڅو د قامي پیوستون د کونسل لخوا ورته مظاهره شوې وه.

د بښني نړیوال سازمان، د پاکستان بشري حقونو کمېشن او پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوڅانو د حقونو فعالې کریمې بلوڅ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې.

کریمه بلوڅ څوک وه؟

کریمه مهراب بلوڅ د بلوچستان د کېچ ضلعې د تمپ کلي اوسېدونکې وه، هغه چې په ۲۰۰۶ کال کې د بلوچستان زده کوونکو سازمان 'ازاد ډلې' غړې شوه، نو د دغه سازمان په یوشمېر هلو ځلو کې یې برخه لرله.

د بلوڅ زده کوونکو سازمان ازاد ډله یا بي اېس او – ازاد په پاکستان کې تر بندیز لاندې ده.

د هغې ماما نور احمد بلوڅ هم د بلوڅانو حقونو د غوښتنې په مبارزه کې مهم رول لوبولی.

نور احمد په ۲۰۱۸ز کال کې لادرکه شوی وو او وروسته یې مړی وموندل شو.

د نوموړې ملګري وایي په تمپ کې د کریمې کور سوځول شوی دی، خو په اړه یې نور مالومات نه لري.

د نوموړې د ملګرو په وینا، په پاکستان کې د ژوند کولو پر وخت هغې ته د مرګ ګواښونه ورکړل شوي وو.

د بولان میډیکل پوهنتون یوه زدهکونکې او د بشري حقونو فعاله ماهرنګ بلوڅ د ډېسېمبر پر ۲۲ مشال راډیو ته وویل کریمه د بلوچ ولس د حق غوښتنې اواز وو: ''هغه د بلوڅو ښځو د هڅو او د خپلو حقونو د غوښتلو د مبارزې هغه لومړنی غږ وو چې دغه مبارزې ته یې یو نوی رنګ ورکړ، هغه په هغه وخت کې د بي اېس او (ازاد ) مشره شوه، چې کله د دغه تنظیم یو شمېر مشران او غړي لادرکه کړل شول او یا ووژل شول، هغې ته د مرګ دړکې ورکړل شوې، د غدارۍ مقدمې پر درج شوي دي، هغه چې کله کاناډا ته کډه شوه، نو هلته هم ورته د وېزې مسلې راغلې، موبایل فون یې څو وارې څارل شوی، کمپیوټر یې هېک شوی وو، په بلوچستان کې د هغې کور سوځول شوی او د کورنی ځینې غړي یې په دې وجه وژل شوي چې هغه خپل دریځ بدل کړي.''

کریمه بلوڅ په ۲۰۱۵ز کال کې د بي اېس او – ازاد مشره منتخبه شوه خو ژوند ته د ګواښونو له وجې کاناډا ته ولاړله او هلته یې پناه واخیسته.

نوموړې له هم هغه ځایه د سازمان مشري کوله.

په ۲۰۱۸ز کال کې د بي اېس او-ازاد د مشرې په توګه د هغې دنده پای ته ورسېده او په کاناډا کې یې خپل تعلیم ته دوام ورکړ او په اقتصاد کې یې ماسټري کوله.

د بلوڅانو د چارو پوه محمد علي تالپور د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل هغه د بلوڅانو د حق غوښتنې اواز وو چې اوس خاموشه شو: ''چې کله په ۲۰۱۴ کال کې زاهد بلوڅ لا درکه کړل شو، نو وروسته هغه د بي اېس او مرستیاله او بیا مشره شوه، هغه په بلوچستان کې هغه لومړنۍ ښځه وه چې نړۍ ته یې د بلوڅانو غږ ورساوه، زما لپاره د هغې د مړېنې خبر ډېر د خپګان خبر دی، ما ته به یې بابا ویل، له کریمې نه زیات په ښځو کې چا د بلوچستان مسله نه ده پورته کړې، نورې هم نجونې شته، خو هغه د باران لومړۍ قطره وه.''

محمد علي تالپور وایي هغه په بلوچستان کې د ښځو لپاره یو مثال جوړ شو، هغې وښودل چې څنګه به خپل حق غواړې او دا چې ښځې هم باید په دې عمل کې وروسته پاتې نه شي.

د بلوڅ زدهکونکیو سازمان ازاد ډلې د ډېسېمبر پر ۲۲مه په خپل یو بیان کې د کریمې بلوڅ پر مړینه د ۴۰ ورځو ویر اعلان کړی، او له نړیوالو ادارو یې د هغې د مړېنې د شفافو پلټنو غوښتنه کړې ده.

یاده دې وي چې د سږني کال په مارچ میاشت کې په سویډن کې بلوڅ خبریال ساجد حسېن لادرکه شوی وو او وروسته د اوپسالا ښار پولیسو په مې کې د هغه د مړي موندلو خبر ورکړ.

۳۹ کلن ساجد حسېن په ۲۰۱۲ز کال پاکستان ځکه پرېښود چې په ادعا يې د خبريالی له کبله يې ژوند په خطر کې وو.

XS
SM
MD
LG