د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېدعالم مسود تر ضمانت وروسته بيا ونيول شو


ډاکټر سېد عالم مسود
ډاکټر سېد عالم مسود

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او بشري حقونو مبارز، ډاکټر سېد عالم مسود د خېبر پښتونخوا په ټانک کې تر ضمانت وروسته د مردان پولیسو نيولی دی.

د ټانک پولیسو مشر، سجاد خان د جنورۍ په ۲۶مه، مشال راډيو ته وويل چې مسود یې په ټانک کې عدالت ته راوستی وو خو ورسته ښايي عدالت هغه د مردان پولیسو ته سپارلی وي.

پر مسود تور دی چې د پاکستان ریاست په خلاف یې خلک راپارولي او عامه امن خرابولو کوښښ‌یې کړی دی. خو د نوموړي وکيلانو دا تورونه رد کړي‌ دي.

ډاکټر سيد عالم مسيد يو ځل مخکې هم د ضمانت تر کولو لږه شېبه وروسته نيول شوی وو. نوموړی د جنورۍ په ۱۸مه له ډېره اسماعيل خان څه هغه وخت ونيول شو چې عدالت ته د ضمانت اخیستو لپاره تللی وو. هغه مهال پولیسو ويلي وو چې دی د ریاست خلاف د بغاوت په تور په ټانک کې پوليسو ته مطلوب دی نو ځکه یې نيسي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ، شاه فیصل د جنورۍ په ۱۶مه مشال راډيو ته وويل دا الزامونه بې بنياده دي او دوی د پاکستان تر ايين لاندې د خپلو خلکو لپاره حقونه غواړي. نوموړي زیاته کړه چې اوس به مردان ته ورځي او له هغه ځابه به د ډاکټر سېد عالم مسود ضمانت کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پښتين په مشرۍ مبارزه کوي. دوی د ملګرو ملتونو په مشرۍ د حقیقت موندنې د يو داسې کمېشن د جوړېدو غوښتنه لري چې د دوی په وېنا د ترهګرۍ پېدا کوونکي، قربانيانو او د پښتنو پر سيمو له شوې جګړې ګټه اخیستونکي په ډاګه کړي.

دوی د بېلابېلو جلسو په کولو سره د غېب کړل شوو کسانو عدالت ته وړاندې کول، د ټولو بې کوره شوو خلکو ستنېدل، د ماينونو ویستل او پښتنو ته په خپلو وسايلو اختيار ورکول غوښتي دي.

دوی د پاکستان پر پوځ نيوکې او هغوی د وسله والو په ملاتړ تورنوي. د همدې خبرو له وجې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو مشرانو زندانونه تېرکړي او ځيني یې اوس هم په جېل کې دي.

خو د پاکستان پوځ همېشه دا الزامونه بې بنياده بللي دي. د دوی دريځ دی چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې قرباني‌ورکړې چې له امله یې په قبايلي ضلعو کې امن راغلی دی.

پاکستان حکومت مې بهر علاج ته نه پرېږدي: ډاکټر سید عالم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:12 0:00

XS
SM
MD
LG