د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د پښتنو پر خاوره مرګونه نه مني: منظور پښتین


منظور پښتین په بنو کې د زرګونو خلکو جلسې ته د وینا پر مهال. ۲۰۲۰، ۱۲ جنوري
منظور پښتین په بنو کې د زرګونو خلکو جلسې ته د وینا پر مهال. ۲۰۲۰، ۱۲ جنوري

بنو ـ پښتون ژغورنې غورځنګ [ پي ټي اېم]، د جنورۍ پر ۱۲مه، په بنو کې د جلسې پر مهال پر حکومت غږ وکړ چې په منځني ختیځ کې دې د شخړې برخه نه جوړېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ، د جنورۍ پر ۱۲مه، په بنو کې د جلسې پر مهال پر حکومت نیوکه وکړه چې د پښتنو حقونو ته یې پام نه دی کړی. هغوی همدا راز اعلان وکړ چې راتلونکې جلسه به یې د فبرورۍ پر دویمه وي چې پکې به د پي ټي اېم د وژل شوي مشر ارمان لوڼي تلین هم لمانځل کېږي.

جلسه د بنو په منډان پارک کې وشوه چې لږ تر لږه ۲۰ زرو کسانو پکې ګډون وکړ چې په منځ کې یې د هغو کورنیو غړي هم وو چې خپلوان یې ورک دي. هغوی تور پورې کوي چې امنیتي ادارې د خلکو په ورکولو لاس لري، خو حکومت دا تورونه ردوي.

د جلسې ګډونوال
د جلسې ګډونوال

جلسې ته د پښتون غورنې غورځنګ مشرانو ویناوې وکړې.

منظور پښتین:

منظور پښتین جلسې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستاني ریاست د پښتنو په وړاندې له ظلمه ډکه رویه نده بدله کړې. نوموړي وویل چې په یو شمېر سیمو کې ریاست یو ځل بیا د خپلې خوښې وسله وال پورته کړي دي او خلک پرې ځوروي.

د هغه په وینا د ایین له مخې ورته حقونه نه ورکول کېږي خو چې کله جلسه وکړي، بیا همدا ایین د هغوی پر ضد کارول کېږي او ملګري یې نیول کېږي.

نوموړي وویل، د نقیب الله مسود او سلګونو نورو کسانو قاتل راوانوار تر اوسه ازاد ګرځي خو د هغوی ملګري په جیلونو کې دي.

منظور پښتین زیاته کړه چې هغوی پر پښتنه خاوره د هر ډول مرګ ژوبلې مخالف دي.

علي وزیر:

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر جلسې ته د وینا پرمهال په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا تر منځ ترینګلتیا ته په اشاره وویل، هغوی د هر ډول تصادم خلاف دي.

علي وزیر وویل، د پښتنو خاوره تل د پردو د جنګونو لپاره کارول شوې ده خو اوس خلک پوه شوي، هغوی د دغو جنګونو مخالفت کوي او خپلو ماشومانو ته د روښانه سباوون غوښتونکي دي، هغوی د قلم او کتاب غوښتونکي دي.

محسن داوړ وايي د پي ټي اېم هڅې دي چې حکومت خلکو ته معاوضې ورکوي
محسن داوړ وايي د پي ټي اېم هڅې دي چې حکومت خلکو ته معاوضې ورکوي

محسن داوړ:

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د بنو جلسې ته په وینا کې وویل، دا د پي ټي اېم برکت دی چې حکومت په قبایلي ضلعو کې خلکو ته د هغوی د شویو تاوانونو معاوضې ورکوي. هغه زیاته کړه چې تر هغې به خپله مبارزه جاري ساتي چې پښتنو ته یې پوره حقونه ترلاسه کړي نه وي.

میرکلام وزیر:

په صوبايي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي میرکلام وزیر جلسې ته په وینا کې وویل، د پاکستان د نورو سیمو خلک چې له کومو حقونو څخه برخمن دي، د قبایلي ضلعو خلک ترې تر اوسه محرومه ساتل شوي دي. نوموړی وايي، حکومت پر هغو تورونه لګوي خو غوښتنو ته یې سم ځواب نه وايي.

عالم زېب مسود:

عالم زیب مسود چې د پي ټي اېم غړی دی او د ورکو کسانو په اړه معلومات لري مشال راډیو ته وویل، اوس هم له ۲۵۰۰ نیولې تر ۳۰۰۰ پورې کسان ورک دي.

د میرلي یوې مېرمنې د جلسې ځای کې مشال راډیو ته وویل:

"خاوند مې ورک شوی دی، زه منظور پښتین ته وایم چې زما خاوند دې راله پیدا کړي. که هغه مجرم وي، عدالت ته دې وړاندې کړي، که نه وي نو خوشې دې کړي. موږ خو په دعاګانو، ژړاګانو او ختمونو هم ستړي شولو. پینځه کاله کېږي چې هغه ورک ده."

پښتون ژغورنې غورځنګ د دې کسانو د تښتولو تور د پاکستان پر امنیتي ادارو پورې کوي خو هغوي یې نه مني.

د پي ټي اېم راتونکې جلسه:

منظور پښتین اعلان وکړ چې د غورځنګ د وژل شوي غړي ارمان لوڼي د لومړي تلین پر مهال به د بلوچستان په پښتنه سیمه کې جلسه کوي.

ارمان لوڼی او خور یې وړانګه لوڼۍ
ارمان لوڼی او خور یې وړانګه لوڼۍ

ارمان لوڼی د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ پر دویمه په لورالايي کې وژل شوی وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، ارمان لوڼی د پولیسو لخوا د تشدد پر مهال وژل شوی وو، خو حکومت دا نه مني او وايي، د پلټنو پر مهال پر هغه د زړه حمله شوې وه چې له وجې یې هغه مړ شو.

د حکومت او پوځ دریځ:

د پاکستان حکومت او پوځ د جنورۍ پر ۱۲مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښانو او ملاتړو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په بیا بیا د پي ټي اېم د زیاتره غوښتنو د منلو خبره تکرار کړې چې پکې د ترۍ تمو کسانو موندل هم شامل دي.

حکومت وايي، تر اوسه سلګونه ورک کسان موندل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.

پي ټي اېم د پاکستان له حکومته غواړي چې د ماورای عدالت وژنو مخه ونیسي، ورک او ګرفتار کسان عدالت ته وړاندې کړي، قبایلي سیمې له ځمکلاندې بمونو پاکې کړي او په سیمه کې بشري حقونه باوري کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ د دې غوښتنو د پوره کولو ډاډ ورکړی.

د نقیب مسود په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار هم تر مقدمې لاندې دی خو په ضمانت خوشې شوی دی.

د پاکستان چارواکي وايي، د مسود کورنۍ ته انصاف ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG