د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه کې د عرفان الله وژنې ضد پرلتوالو غوښتنې ومنل شوې


د باړې پرلت
د باړې پرلت

د ترهګرۍ په نامه د وژل شوي عرفان الله اپرېدې د پېښې پرضد په باړه بازار خیبر چوک کې لګول شوې احتجاجي پرلت تر هغه وروسته پای ته ورسېد چې د پرلتوالو په وینا غوښتنې یې ومنل شوې.

د خیبر سیاسي اتحاد مشران او فعالان وایي دوی د جون پر ۳۰مه له پېښور کمشنر سره تر کامیابو خبرو اترو پس د پرلت ختمولو پرېکړه وکړه.دوی وایي، حکومتي چارواکو ورسره ومنله چې د عرفان الله د وژنې اېف ای ار درجولو لپاره د محکمې په کچه پلټنې کېږي، کورنۍ ته به یې مالي پیکچ ورکړل شي، د کورنۍ یوه غړي ته به یې نوکري ورکړل شي او په راروان وخت کې چې څوک هم لادرکه کېږي پّ هغه ورځ به یې اېف ای آر کښل کېږي.

د احتجاجي پرلت مشر صحبت خان اپرېدي وویل، حکومت له دوی سره ټولې غوښتنې ومنلې.

نوموړي په وینا، نن باقاعده د پرلت پر مهال د عرفان الله لپاره اجتماعي دعا وشوه او بیا پرلتوال د صوبایي او قومي اسمبلۍ غړي او سرکاري چارواکي عرفان الله کور ته ورغلل او هلته یې ورسره غمرازي وکړه.

نوموړي وايي، پکار ده نور پر دوی د ترهګرۍ په نامه چاپې و نه وهل شي.

د وژل شوي ځوان عرفان الله پلار دعوا کړې چې زوی یې د مې په وروستۍ ورځ له جمروده ورک شوی وو خو پولیسو یې ورته د جون پر ۲۳مه مړي وسپاره او ده ته یې وویل، له پولیسو سره په یوه وسله واله نښته کې مړ شوی.

د پېښور د ترهګرۍ ضد څانګې د جون پر ۲۳ په یوه خبر پاڼه کې ویلي و چې دوی د پېښور په متنو غازي اباد کې د لټون عملیاتو پر وخت څلور ترهګر وژلي و چې یو پکې عرفان الله هم و خو د هغه کورنۍ او پلار د پولیسو دا ادعاوې ردوي او وایي چې هغه د پولیسو په حراست کې وژل شوی دی.

عدنان شینواری، خیبر

د سږني ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ پر ۲۲مه نېټه هم د پېښور ترهګري ضد ځواک په يوه خبر پاڼه کې ادعا کړې وه چې د خیبر په رېګي سيمه کې يې د عملياتو پر مهال د دوی په وينا پنځه مشکوک ترهګر وژلي چې پکې یو ځوان عدنان شینواری هم وو.

خو د عدنان کورنۍ بيا تور پورې کوي چې امنيتي ځواکونو شاوخوا درې مياشتې وړاندې عدنان د چاپې پر مهال په مختارخيلو سيمه کې له خپله کوره وړی وو او په حراست يې ساتلی وو. د عدنان شینواري کورنۍ ته د انصاف ورکولو لپاره څو ورځې پرلپسې احتجاجونه وشول چې وروسته یې سرکار غوښتنې ومنلې.

د خاطر شینواری، خېبر​

پروسږ یانې د ۲۰۱۹ ز کال د ډېسېمبر میاشتې پر ۲۱مه نېټه د خیبر په پسیدخېلو کلي ځوان خاطر خان شینواری په هغه سیمه کې د اېف سي ځواک پر عسکرو د یوې بمي چاودنې په تور له ۱۹ نورو کسانو سره نیول شوی وو.

د نوموړي د کورنۍ غړي وایي چې خاطر شینواری د اېف سي ځواک له تشدده وژل شوی دی او مړی یې دوی ته د ډېسېمبر پر ۲۳ نېټه وسپارلی خو د اېف سي ځواک چارواکو ویلي دي چې هغه له حراستي مرکزه د تښتېدو په وخت د پرېوتو له امله مړ شوی دی.

رضاء الله، شمالي وزیرستان

پروسږ د ۲۰۱۹ز کال د نومبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه د شمالي وزیرستان په همځوڼۍ کې د ماین له یوې چاودنې پس پاکستانیو پوځیانو د سیمې لس ځوانان له ځان سره بیولي ول چې پکې یو ځوان رضاالله هم وو چې د کورنۍ په ادعا د امنیتي ځواکونو په حراست کې له تشدده مړ شوی وو. د هغه د مشکوکه وژنې خلاف بیا بیا لوی پرلتونه ووهل شول.

وروسته د شمالي وزیرستان د مرستیال کمېشنر له دفتره خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلتوالو او انتظامي چارواکیو ترمنځ پر څلورو نکتو خبرې په کامیابۍ سره پای ته رسېدلي دي.

لومړی: پوځ به په سیمه کې ځايي پولیسو په بدرګه کې ګشت کوي.

دوهم: تر چادونې پس به ځايي وګړي نه شکنجه کېږي، د ځايي مشرانو له سپیناوي او باور وروسته به په شک نیول شوي ځايي کسان پرېښودل کېږي.

درېم:له (۶م دیسېمبره ۲۰۱۹) به د تورو شیشو ګاډو خلاف ګام اخېستل کېږي او هېڅوک به نه پرېښودل کېږي چې د خپلو ګاډو شیشې تورې کړي.

څلورم: د رضاءالله د وژنې قضیه به پلټل کېږي او د ځايي ادارې له لارې به د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه په ورستي پرمختګ خبره ساتل کېږي.

نقیب الله مسود، کراچۍ

کراچۍ سهراب ګوټ سيمه کې د ۲۰۱۸ ز کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۳مه نېټه د جنوبي وزيرستان مکين تحصيل يو ځوان نقيب الله مسود وژل شوی او خپلوان يې د وژنې تور پر پوليسو لګوي. خو هغه وخت پولیسو ادعا کوله چې د تحریک طالبان پاکستان یو غړی نقیب الله مسود چې اصلي نوم یې نسیم الله دی له دوی سره په مقابله کې وژل شوی دی.

د کورنۍ يو غړی نور رحمان یې تور لګاوه چې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) اهلکار په سپينه جامه کې راغلي وو او نقیب مسود یې له دوکانه يي اوچت کړی وو.

د ۲۶ کلن نقيب مسود له ۲۰۱۰ ز کاله بیا تر ۲۰۱۸ ز کاله چې وژل کېدو په کراچۍ کې مېشت وو.

د هغه د کورنۍ يو غړي مشال راډيو ته ویلي ول چې نقيب مسودد کراچۍ په سټيل مل کې مزدروي کوله او په هغو پیسو یې په سهراب ګوټ سيمه کې د جامو خپل دوکان جوړولو.

که څه هم د نقیب الله مسود د وژنې په تور د هغه وخت د کراچۍ سهراب ګوټ اېس اېس پي له خپلې دندې لیرې کړل شو خو لاهم د نقیب کورنۍ ته انصاف نه دی ورکړل شوی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG