د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي تلین: مبینه قاتلانو ته د سزا غوښتنه وشوه


په پېښور او نورو ښارونو کې د ارمان لوڼي د لومړي تلین په مناسیت غونډې روانې دي.
په پېښور او نورو ښارونو کې د ارمان لوڼي د لومړي تلین په مناسیت غونډې روانې دي.

پراګ ـ پښتون ژغورنې غورځنګ، مدني فعالان او د ارمان لوڼي کورنۍ غوښتنه کوي، حکومت دې هغو کسانو ته سزا ورکړي چې پرې د ارمان لوڼي د وژلو تور دی.

دا غوښتنه د ارمان لوڼي د لومړي تلین د لمانځلو پر مهال په کوټه، خوست، پېښور او نورو سیمو کې د جلسو، غونډو او لاریونونو پر مهال شوې ده.

د کوټې په پریس کلب کې د ارمان لوڼي د تلین غونډه
د کوټې په پریس کلب کې د ارمان لوڼي د تلین غونډه

په کوټه پریس کلب کې لسګونو کسانو په دې اړه جوړې شوې غونډې کې برخه واخېسته. په غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځینو مشرانو هم ګډون وکړ.

غونډې ته د وینا پر مهال ځینو ویناوالو د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه چې د یو کال وخت تېرېدو باوجود یې هم د ارمان لوڼي د مبینه وژنې تر شا لاس لرونکي کسان یې نیولي نه دي.

وړانګه لوڼۍ وايي حکومت د ارمان په کیس کې د انصاف نه کار نه دی اخېستی.
وړانګه لوڼۍ وايي حکومت د ارمان په کیس کې د انصاف نه کار نه دی اخېستی.

پخپله د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ هم وايي چې انصاف ورسره نه دی شوی، د اېف ای ار باوجود د پولیسو د کوم افسر خلاف چې هغوی پرچه کټ کړې وه، هغه لا هم نه نیول شوی او نه هم له کاره لرې کړل شوی دی.

وړانګه وايي: "موږ چې په چا باندې تور لګاوه، په هغه باندې د قتل دفع هم ولګېده، اېف ای ار هم وشو خو هغه اوس هم په خپلې نوکرۍ دی، دومره شوه چې له بورۍ یې د هغه ډیوټي بدله کړه، اوس په کوټه کې دی."

پروفیسر ابراهیم ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ میاشې په دویمه نېټه د بلوچستان په لورلايي کې وفات شوی وو. پي ټي اېم او د ارمان کورنۍ وايي، هغه د پولیسو د تشدد په وجه وژل شوی و، خو حکومت بیا دا دریځ لري چې پر نوموړي د زړه حمله راغلې وه.

په ږوب کې د ارمان لوڼي د تلین غونډه
په ږوب کې د ارمان لوڼي د تلین غونډه

د کوټې ترڅنګ د بلوچستان په ژوب، کلاسیف الله، موسی خېل، دوکۍ، شېراني او ځینو نورو سیمو کې هم جلسې شوې دي.

بل پلو د خیبر پښتونخوا په پېښور، ټانک، لنډي کوتل او ځینو نورو سیمو کې هم غونډې وشوې.

په پېښور کې هم د ارمان لوڼي تلین ولمانځل شو.
په پېښور کې هم د ارمان لوڼي تلین ولمانځل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر د ټانک په غونډه کې شرکت کړی او هلته یې ولس ته وینا کړې ده. نوموړي د ارمان لوڼي پر مبارزه رڼا اچولې ده او هم یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیول کېدو غندنه کړې ده.

د غورځنګ نورو مخکښانو محسن داوړ، ثنا اعجاز او ځینو نورو مشرانو بیا د پېښور په غونډه کې ګډون کړی دی.

یو شمېر خوستیان د ارمان لوڼي د تلین پر مهال لاریون کوي.
یو شمېر خوستیان د ارمان لوڼي د تلین پر مهال لاریون کوي.

هلته د افغانستان په خوست ولایت کې هم د ارمان لوڼي د تلین په مناسبت لاریون وشو. هلته هم خلکو د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه چې د ارمان لوڼي د مبینه قتل تر شا لاس لرونکو کسانو ته یې سزا نه ده ورکړې.

د لاریون یو ګډونال خالدالرحمان منصور مشال راډیو ته وویل:

"د ارمان لوڼې د وژنې لومړی تلین لمانځل کیږي، خو د هغه په کېس کې کوم پرمختګ نه کیږي، د هغه د پيښې پر شاهدانو او ګواهانو تشدد کیږي، موږ له نړیوالو سازمانونو جدي غوښتنه کوو، چې د مشر منظور پښتین په نیولو پښتون قوم ډېر په غصه کې دی، له هغو مو غوښتنه داده چې د افغانانو او پښتنو غږ ته دې پدې مظلومیت کې جدي پام وکړي."

هلته د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې لسګونه کسان د باچا خان پر مزار د ارمان لوڼي د تلین په مناسبت ټول شوي وو.

د غونډې ویناوالو له نړیوالو حقوقي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې په پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو د تشدد او د هغوی د زنداني کولو مخه دې ونیسي.

په جلال اباد کې د باچاخان په مزار د ارمان لوڼي تلین ولمانځل شو.
په جلال اباد کې د باچاخان په مزار د ارمان لوڼي تلین ولمانځل شو.

مدني فعال تمیم اسحاقزي په خپله وینا کې ارمان لوڼي د پښتنو د ارمانونو قرباني وګاڼه: "هغه ځوان چې د خپل قام د حقونو لپاره يې په مدني شکل غږ پورته کړی وو، جابر حکومت د هغه غږ د تل لپاره خاموشه کړ. په کوزه پښتونخوا کې د لوڼي په شان په سلګونه او زرګونه اوازونه خاموشه کړی شوي دي او تل يې له پښتنو سره له تشدد، جبر او ظلم څخه کار اخیستی دی."

ارمان لوڼي د یوې نادارې کورنۍ مشري پر غاړه لرله.
ارمان لوڼي د یوې نادارې کورنۍ مشري پر غاړه لرله.

ارمان لوڼي په غربت کې نړۍ ته سترګې غړولې وې، په خپل همت یې لوړې زده کړې کړې وې او د کالج تر پروفیسرۍ یې ځان رسولی وو.

هغه شاعر وو، ادیب وو، مدني فعال وو، او د یوې نادارې کورنۍ سرپرستي هم ور پغاړه وه. وړانګه لوڼۍ وايي، ارمان درې لوڼې تر شا پرېښي، مینه د اوو، اوېستا د درو او هیله د څه باندې یو کال ده. د ارمان مور او پلار لا ژوندي دي. وړانګه وايي، د خپلې مور همت ته حیرانه ده چې څنګه یې دا لوی غم وزغملی شو؟

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG