د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت ډاکټر سید عالم مسید د څلورو ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره


ډاکټر سید عالم مسید
ډاکټر سید عالم مسید

د پېښور یوه عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ ډاکټر سید عالم مسید د پوښتنو په موخه د څلور ورځو لپاره پولیسو ته سپارلی.

نوموړی د جنورۍ پر درېیمه شپې مهال ناوخته پولیسو ونیوه.

د غورځنګ یوې مخکښې ثنا اعجاز د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو مسید د دوشنبې (ګل) پر سهار عدالت ته وړاندې کړ.

تر دې مخکې مسید د جنورۍ پر درېیمه تر ګرفتارۍ مخکې د پېښور پرېس کلب مخې ته د خپل غورځنګ د یوه مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر چې د دسمبر پر ۱۶مه نېټه د کراچۍ پولېسو ونیوه، پرضد مظاهره وکړه. ثنا اعجاز زیاتوي په دې مظاهره کې پولیسو د ډاکټر سید عالم مسید په ګډون پر اتو کسانو اېف ای ار کښلی دی. د دې په خبره چې ډاکټر صاحب یې هم په اېف ای ار کې نیولی دی.

د ډاکټر سید عالم مسید زوی پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ښکاري، یو شمېر پولیس په حیات اباد کې د هغه کور ته ننوتلي، اول ستړې مه شي وکړي او بیا سید عالم مسید ترې پوښتنه وکړي، "ګرفتاري ده؟" نو پولیس ځواب ورکړي، "هو."

سید عالم مسید وایي، "هېڅ خبره نه ده."

په ویډیو کې ښکاري چې سید عالم مسید دوایانی ورواخلي او ورسره روان شي.

د پولیسو ګاډي ته تر ختو وړاندې خپل زوی ته په خبرو کې وايي، پښتانه باید له امن څخه کار واخلي او د خپلو حقونو لپاره کار وکړي.

د ډاکټر سید عالم مسید پرضد د پېښور شرقۍ تاڼې پولیسو قانوني پرچه (اېف ای ار) کښلې ده.

پر نوموړي د ریاستي ادارو پرضد د نعرو وهلو تور دی.

د اتوار پر ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته د علي وزیر د ګرفتارۍ خلاف د راوتي لاریون مشري د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او ډاکټر سید عالم مسید کوله.

د ډاکټر سید عالم مسید تر نیولو وړاندې هم د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان او فعالان نیول شوي دي. د دغه غورځنګ یوه فعال عبدالله ننګیال له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، چې علي وزیر، نورالله ترین، شېر ایوب، بسم الله او محمد شېر مسید د کراچۍ په زندان کې دي، په بنو کې یې دوه ملګري چې یو پکې حنیف پښتین دی په زندان کې دي، په چمن کې اویس ابدال او وروستی په پېښور کې ډاکټر سید عالم مسید نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG