د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ ډاکټر سید عالم مسید بیا ګرفتار


ډاکتر سید عالم مسید د جنورۍ پر درېیمه له پېښوره ګرفتار شوی وو خو د جنورۍ پر ۱۳مه په ضمانت خوشې شو.
ډاکتر سید عالم مسید د جنورۍ پر درېیمه له پېښوره ګرفتار شوی وو خو د جنورۍ پر ۱۳مه په ضمانت خوشې شو.

د خیبر پښتونخوا د ټانک پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ډاکټر سید عالم مسید په ډېره اسماعیل خان کې عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته ګرفتار کړی دی.

د ټانک پولیسو مشر سجاد خان د جنورۍ پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، پولیسو د ۲۰۱۹ز کال په دوو مقدمو کې ډاکټر سید عالم مسید ګرفتار کړ.

د پي ټي اېم د ورکو کسانو ډیټا راغونډوونکي عالمزېب مسید په ډېره اسماعیل خان کې مشال راډيو ته وویل، یوه نیمه اوونۍ وړاندې یې "ډاکټر سید عالم مسید صاحب د علي وزیر د ګرفتارۍ خلاف په احتجاج کولو نیولی وو او اوس د غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو خلاف د احتجاج کولو په یوه مقدمه کې عدالت ته راغلی وو چې څنګه یې پېشي وشوه او له عدالته بهر راووت نو د ټانک پولیس بهر ورته ولاړ ول" او ویې نیوه.

مسید وايي، د ډاکتر سید عالم مسید پر ضد په ټانک کې د "بغاوت، د ریاست خلاف ویناګانو او د ۱۴۴مې دفعې خلاف ورزۍ" په تورونو مقدمې دایرې شوې وې.

په پاکستان کې چې انتظامیه د قانون ۱۴۴مه دفعه نافذ کړي نو بیا خلک جلسې او غونډې نه شي کولای.

د مسید په خبره، چې کله د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ پر ۲۷مه د غورځنګ مشر منظور پښتین پولیسو ونیوه نو "ډاکټر صاحب په ډېره اسماعیل خان کې احتجاج کړی وو او پولیسو یې خلاف پرچه کټ کړې وه، نو په هغه سلسله کې عدالت راغوښتی وو."

عالمزېب مسید وايي، د پي ټي اېم پر غړو بیا بیا کله په یوه نامه کله په بل نامه مقدمې کښل کېږي.

د ده په خبره، کله چې هم دوی جلسه یا احتجاج کوي نو سرکار ۱۴۴مه دفعه نافذه کړي او بیا د سرغړونې په تور ملګري نیول کېږي.

دی زیاتوي چې دغه ډول "نیونې"یې د پښتنو حقونو ګټلو له "مبارزې نه شي پرشا" کولای.

XS
SM
MD
LG