د لاسرسي ځای

تازه خبر

موږ خدای پیدا کړي یو، نه جنرالانو چې د دوی اطاعت به کوو: پښتین


منظور پښتین تور پورې کړ چې دا د ریاست لومړیتوب دی چې د قاتل پر ځای به مقتول او مظلوم نیسي.
منظور پښتین تور پورې کړ چې دا د ریاست لومړیتوب دی چې د قاتل پر ځای به مقتول او مظلوم نیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې دوی به په هیڅ قېمت هم د پښتون پر خاوره د امن له غوښتنې پر شا نه شي.

منظور پښتین دا څرګندونې د دسمبر پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د بنو په جانیخېلو کې د غورځنګ له خوا جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي وویل، "موږ خدای پیدا کړي یو ، موږ جنرالانو نه یو پیدا کړي چې د دوی په خوښه به ځو او د دوی اطاعت به کوو."

منظور پښتین دا څرګندونې له هغه دوې ورځې وروسته کړې دي چې د غورځنګ مخکښ او د جنوبي‌ وزیرستان پارلماني استازی علي وزیر د پېښور پولیسو ونیوی او د سیند پولیسو ته یې حواله کړ.

د سیند پولیسو پر علي وزیر تور پورې کړې چې د دوی په وینا د دسمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جلسې پر مهال د ملک او ملکي ادارو خلاف خبرې کړې وې.

د علي وزیر د نیول کېدو خلاف د منظور پښتین په غوښتنه په ټول ملک او نړۍ کې پراخ احتجاجونه وشول.

په دې احتجاجونو کې د پاکستان پر حکومت او امنیتي ادارو کلکې نیوکې او د علي وزیر د خوشي کولو غوښتنې وشوې.

د پاکستان امنیتي ادارو په کراچۍ کې تر احتجاج وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر نورالله ترین او دوه نور غړي هم ونیول.

منظور پښتین د جانیخېلو غونډې ته په وینا کې وویل، "د علي وزیر د کورنۍ ۱۸ کسان وژل شوي‌ او تر اوسه د یوه قاتل نه دی نیول شوی خو علي وزیر یې پر یوه وینا نیولی دی."

منظور پښتین تور پورې کړ چې دا د ریاست لومړیتوب دی چې د قاتل پر ځای به مقتول او مظلوم نیسي.

ده زیاته کړه، "څوک چې د پاکستان جنډۍ ولګوي‌ او پاک فوج ته سلام کوي‌ بیا که هر څه کوي هیڅ خبره نه ده او وفادار یې خو که هر څومره ښه انسان وې او یوازې دې دا وویل چې دا پوځ ناروا کوي‌ نو بس بیا دې دوی غدار بولي."

ده وویل چې د جېل په ګډون یې هرڅه قبول دي خو پر خپله خاوره بدامني نه مني.

ده وویل، "زموږ هدف یوازې د خپلو بندي ملګرو له زندانه خلاصول نه دي بلکې اصل هدف مو په لر او بر وطن کې سوله ییز او ښه ژوند دی."

منظور پښتین وویل چې دوی د پاکستان په ګډون د نړۍ ټولو ځواکمنو هیوادونو ته خواست کوي چې پښتون ، افغان دې پر خپل وطن په امن کې پرېږدي.

د خیبر پښتونخوا د بنو په جانیخېلو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې عکس
د خیبر پښتونخوا د بنو په جانیخېلو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې عکس

غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ او د شمالي وزیرستان پارلماني استازي محسن داوړ او یو شمېر نورو کسانو هم ویناوې وکړې.

دوی د پښتنو پر خاوره پر تیر شوي او روان حالت خبرې وکړې او ریاست یې د بدامنۍ او ترهګرۍ په مرسته تورن کړ. حکومتي او پوځي مشرتابه تل د پښتون ژغورنې غورځنک داسې څرګندونې رد کړې دي.

محسن داوړ تور پورې کړ چې په بنو کې د پوځ ځايي چارواکو هڅه کړې چې د جانیخېلو غونډه ناکامه کړي.

ده وویل چې د ریاست داسې هڅې په هر هغه ځای کې ناکامه شوې دي چېري چې د ده په خبره پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې کړې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ دواړه د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې کېدونکې څرګندونې د ریاست ضد بهرنۍ ایجنډا بولي.

محسن داوړ د علي وزیر د نیول کېدو په اړه وویل، "چې کله علي وزیر ونیول شو نو په لراوبر کې شویو مظاهرو دا ثابته کړه چې موږ یو موټی یو، یوه وینه یو او یو قام یو."

محسن داوړ زیاته کړه چې ریاستونه داسې نه چلېږي لکه څنګه چې د ده په وینا د پاکستان واکمن ریاست چلوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو په جانیخېلو کې دا غونډه د علي وزیر او نورو کسانو تر نیول کېدو وړاندې پلان کړې وه.

علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پيښور کې نیول شوی وو. د پېښور پولیسو ویلي وو چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه نیولی او حواله کړی دی.

علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۸مه له پېښوره کراچۍ ته وړل شوی وو او د دسمبر پر ۱۹مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شو.

د علي وزیر ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي او مشران هم یاد عدالت ته وړاندې کړل شول. عدالت ټول کسان د دسمبر تر ۳۰مې په ریمانډ پولیسو ته حواله کړل.

XS
SM
MD
LG