د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پای ته ورسېده


په چارسده کې د جلسې انځور
په چارسده کې د جلسې انځور

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پای ته ورسېده.

جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د پارلمان غړيو علي وزیر او محسن داوړ تر څنګ یو شمېر نورو مشرانو ویناوې وکړې.

د منظور پښتین په ګډون نورو ویناوالو پر ریاست خپلې هغه نیوکې بیا تکرار کړې چې تر دې وړاندې یې په نورو غونډو کې کړې دي.

هغوی وویل چې ریاست دې د پښتنو پر خاوره بدامنۍ او ترهګري پای ته ورسوي، د پښتنو وسایل دې پښتنو ته پرېږدي او د غورځنګ نیول شوي ټول غړي دې ژر تر ژره خوشې کړي.

منظور پښتین په خپله وینا کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون هم هرکلی وکړ خو زیاته یې کړه چې دا تړون باید په افغانستان کې د رښتونې سولې او کرارۍ سبب شي.

منظور پښتین اعلان وکړ چې پښتون ژغورنې غورځنګ به د مارچ پر ۲۹مه په کوټه کې جلسه کوي.

د چارسدې په جلسه کې سیدعالم مسود، وړانګې لوڼۍ، رحیم شاه افریدي، لیاقت یوسفزي، جمیلې ګیلاني، فضل خان ایډوکیټ، او ثنا اعجاز هم ګډون درلود.

له اسلام اباد، بلوچستان، ډېره اسماعیل خان، پېښور او نورو سیمو نه خلک په ګڼ شمېر کې ورغلو خلکو په جلسه کې ګډون وکړ.

د جلسې ځای ته په زیات شمېر کې هغه کسان هم ورغلي ول چې د کورنۍ غړي یا خپل خپلوان یې ورک دي.

د سرډېرو ګل اباد یوې زړې ښځې د جلسې په ځای کې مشال راډیو ته وویل:

"څلور زامن مې ورک دي. تاڼې ته راغلي وو، له تاڼې نه ورک دي. زه ورسره پخپله راغلې وم، ما وی رابه شي خو بیا کور ته رانغلل. بیا مې چې څومره تپوس وکړو، نو تاڼې والا ویل، دلته نه دي راغلي، ما ورته وویل، ماسره پخپله دلته راغلل، تاسو څنګه وایئ چې نه دي راغلي؟"

هغې زیاته کړه، که بچي یې ورته وژلي هم وي نو ورته دې ووايي او که ژوندي وي نو خوشې دې کړي چې خپلو بچو ته ستانه شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۱۶مه په ډېره اسماعیل خان کې لویه جلسه کړې وه چې پکې د غورځنګ د مشر منظور پښتین د خوشې کولو غوښتنه شوې وه. منظور پښتین چې د جنورۍ پر ۲۷مه نیول شوی وو، د فبرورۍ پر ۲۵مه ازاد شو.

د جلسې پیلېدو ویډیويي حال

په چارسده کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پیل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:57 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG