د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پوليسو د څلورو پرته د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي پرېښول


په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د مظاهرې پر مهال. فبروري۲۶مه ۲۰۱۸ز کال. ارشیف- انځور
په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د مظاهرې پر مهال. فبروري۲۶مه ۲۰۱۸ز کال. ارشیف- انځور

د پېښور پوليسو د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه زياتره غړي خوشي کړي چې د جنورۍ پر شپږمه يې د مظاهرې پر مهال نيولي ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ شاخوا ۴۵ غړي هغه مهال ونيول شول چې د غورځنګ د يو مشر ډاکټر سيد عالم مسود د نيونې پرضد يې د پېښور پرېس کلب مخې ته مظاهره کوله.

پوليسو مشال راډیو ته ويلي چې په نيول شويو کې يې يوازې څلور کسان اېسار کړي او نور يې ټول خوشې کړي دي.

د دوی په وينا، په بند کې ساتل شويو دغو څلور کسانو باندې د ریاستي ادارو پرضد د نعرو وهلو مقدمې درج دي.

ډاکټر سيد عالم مسود د جنورۍ پر څلورمه نېټه پوليسو له خپله کوره ګرفتار کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يوشمېر غړي د پوځ پرضد د نعرو يا ويناوو په تور په زندانونو کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG