د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ترهګرۍ بې ځایه تور لګوونکو لپاره قانون شته که نه؟


د پاکستان سپریم کورټ ودانۍ
د پاکستان سپریم کورټ ودانۍ

پراګ - په پاکستان کې په وار وار پر یو شمېر کسانو د ترهګرۍ او یا له ترهګرو سره د مرستو داسې تورونه لګول شوي‌ چې بیا وروسته پلټنو او یا عدالت دروغ ګرځولي ‌دي او تورن ګرځول شوي‌ کسان یې بې ګناه بللي‌ دي.

د داسې تورونو په اړه پلټنې او عدالتي‌ عمل په میاشتو او کلونو وخت واخلي. تورن شوي‌ کسان که څه هم بې ګناه ورګرځول شي خو د دوي‌ په وینا ، نامه او شهرت ته د رسول شوي تاوان ازاله نه کېږي.

د جنوبي وزیرستان د مکین اوسېدونکی نقیب الله محسود د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې د ترهګرو د ملګرتیا په تور کې وژل شوی وو خو وروسته بیا پلټو ثابته کړه چې هغه بې ګناه وو او پولیسو په جعلي‌ مقابله کې وژلی وو.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي‌ کې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر پر ۳۰مه پولیسو د ظاهر خان اتمانخېل په نامه ځوان پر پولیسو د ځانمرګي‌ برید کوونکي‌ د ورو په تور وژلی وو خو وروسته یې بیا هغه بې ګناه بللی وو.

هم داسې یوه پېښه د ۲۰۲۰م کال د جون پر ۲۳مه په پېښور کې شوې وه چې د ترهګرۍ ضد څانګې پولیسو د خیبر د باړې عرفان الله نومي کس د ترهګرۍ په تور وژلی وو خو وروسته یې بیا هغه بې ګناه بللی وو او له کورنۍ یې بخښنه غوښتې وه.

د دې لړۍ تازه واقع هغه وه چې په پېښور کې د ترهګرۍ ضد عدالت د ۲۰۲۰م کال د جولايي پر دویمه د بشري حقونو پر فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړې ګلالۍ اسماعیل او د هغې پر مور او پلار لګول شوي هغه تورونه رد او مقدمه یې ختمه کړه چې ګواکې دوي له ترهګرو سره مالي مرستې کړې وې.

ګلالۍ اسماعیل د جولايي پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې په داسې مقدمو کې دا کافي نه وي چې یوازې لګول شوي تورونه بې بنیاده ورګرځول شي.

د دې په وینا ، هغه ځکه چې پر کوم چا داسې تورونه لګول شوي وي‌ نو په ټولنه کې د هغوي‌ او د هغوي‌ د کورنۍ نوم ته نه بدلېدونکی تاوان رسېږي.

دې وویل ، "دوي یو کال پر موږ تورونه ولګول ، پر ملکي او ټولنیزو رسنیو یې زموږ نوم بد کړ ، خلکو ته یې زموږ داسې تصویر وړاندې کړ چې ګواکې موږ له ترهګرو یا د ملک له دښمنانو سره مالي مرستې کړې دي."

ګلالۍ اسماعیل زیاته کړه چې د دې ترڅنګ یې د دې د مور او پلار نومونه په هغه لسټ کې واچول چې له ملک څخه بهر نشي تلای ، د دوي‌ د بېنک اکاونټونه یې بند کړل چې مور او پلار ته د خوراک څښاک لپاره پیسې ونه لېږلای شي.

ګلالۍ اسماعیل وویل ، په پاکستان کې تر اوسه په ایین او قانون کې داسې لاره نشته چې پر خلکو د ترهګرۍ بې ځایه تور لګېدو مخه ونیسي او د داسې بې بنیاده تور لګوونکو ته سزا تجویز کړي.

دې وویل ، په کار ده چې د ملک سیاسي ګوندونه په دې برخه کې په یوه خوله د قانون سازۍ لپاره غږ پورته کړي.

هغې وویل ، "په اوس وخت کې تر ټولو مهم کار دا دی چې په پارلمان کې قانون سازي وکړل شي او دا ادارې تر قانون لاندې راوستل شي چې دوي ته د دې اجازت نه وي چې د دې لپاره پر خلکو د ترهګرۍ تورونه ونه لګولای شي‌ چې هغوي‌ د بشري حقونو لپاره غږ پورته کړي."

د ګلالۍ اسماعیل په وینا ، چې څوک د خپل قامي او بشري حق لپاره غږ پورته کوي‌ نو ریاستي ادارې د دوي غږ خاموشه کولو لپاره د دې ملک قوانین استعمالوي.

نوموړې د پاکستان پر سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د دې د مخنیوي لپاره را وړاندې شي.

قانون پوه منیر احمد کاکړ وايي ، دا خبره رښتیا ده چې تر اوسه په پاکستان کې د ترهګرۍ د بې ځایه تورونو د مخنیوي یا سزا لپاره ځانګړې قانون سازي نده شوې.

ده وویل ، "په ترهګرۍ ایکټ کې د داسې کسانو لپاره د تاوان یا ازالې شق یا نقطې نشته خو داسې نور قوانین شته چې خلک پکې د بدنامۍ د ازالې دعوه کولای شي خو زما په فکر زموږ عدالتونه هم ازاد نه دي نو هغوي هم داسې پرېکړې نه کوي."

د بلوچستان های کورټ وکیل اډوکېټ حبیب الله ناصر وايي‌ ، د ترهګرۍ له تورونو سپین ګرځول شوي‌ خلک د هغو خلکو یا ادارو خلاف دوې قانوني‌ لارې لري.

اډوکېټ ناصر وویل ، "یوه دا ده چې هغه به دېواني مقدمه کوي‌ چې ماته دې د بې ځایه بدنامۍ په بدل کې تاوان راکړل شي او دویمه فوجداري مقدمه ده چې ګواکې پر ما د بدنیتۍ پر اساس د دروغو مقدمه جوړه شوې وه نو اوس دې پر ما د دې مقدمې کوونکو ته سزا ورکړل شي."

د ا‌ډوکېټ حبیب الله ناصر او اډوکېټ منیر احمد کاکړ په وینا ، دا دوې لارې بیا دومره پېچلې دي چې ثابتول یې ډېر ګران دي‌ نو ځکه خلک دې ته زړه نه ښه کوي‌ چې پر ځان د دروغجنو مقدمو جوړونکو پرضد بیا عدالت ته لاړ شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG