د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیومن رایټس واچ پاکستان سرکار د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړ


د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي، حکومت په ۲۰۲۰ز کال کې د خپلو مخالفانو او اپوزیشن ضد کارروایۍ زیاتې کړې - د ارشیف انځور.
د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي، حکومت په ۲۰۲۰ز کال کې د خپلو مخالفانو او اپوزیشن ضد کارروایۍ زیاتې کړې - د ارشیف انځور.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) په خپل کلني رپورټ کې ویلي چې د پاکستان حکومت په ۲۰۲۰ز کال کې پر حکومتي چارواکو او تګلارو د انتقاد په سر د بشري حقونو فعالان، وکیلان او خبریالان وېرولي او په ځينو برخو کې ورباندې مقدمې هم کړې دي.

د جنورۍ پر ۱۳مه په خپور رپورټ کې راغلي چې چارواکو د "مخالفه" اوازونو "غلي کولو لپاره د بغاوت او ترهګرۍ ضد ظالمانه قوانین وکارول او د مدني ټولنې هغو ډلو او سازمانونو" د کنټرولولو هڅې یې وکړې چې پر حکومتي اقداماتو او تګلارو یې نیوکې کولې.

په دې رپورټ کې د بیان پر ازادۍ او د مدني ټولنې پر ډلو د محدودیتونو او بریدونو ذکر هم شوی دی او ویلي یې دي چې د سېپټېمبر په اواخرو کې د پاکستان "د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د برېښنايي جرمونو د مخنیوي له قانون سره سم، د لږ تر لږه ۱۲ خبریالانو او فعالانو خلاف پلټنې پیل" کړې وې.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۰ز کال کې په پاکستان کې پر خبریالانو پر ټولنیزو رسنیو د څرګندونو په غبرګون هم تورونه پورې شول او پر وړاندې یې "جرمي قضیې" جوړې شوې.

موږ د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان تازه رپورټ په اړه د کورنیو چارو او د بشري حقونو له وزیرانو او د وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره رابطې وکړې. ځینو چارواکو له خبرو ډډه وکړه او له ځینو سره په رابطې و نه توانېدو.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر سېنېټر شبلي فراز هم زموږ ټېلېفونونو او پیغامونو ته ځواب و نه وایه.

د احتساب قامي ادارې پر کار انتقاد

رپورټ وايي، حکومتي چارواکو د احتساب قامي اداره (نیب) د خپلو "مخالفانو پر ضد وکاروله."

په رپورټ کې د پاکستان د بېلابېلو اپوزیشن ګوندونو د مشرانو پر ضد د درغلیو د مقدمو ذکر شوی او وايي چې د سېپټېمبر په پای کې حکومت د مخالفه سیاستوالانو پر ضد کارروایۍ "زیاتې" کړې.

د هغې میاشت په پای کې نیب د ناقانونه پیسو سپینولو تور په سر، د مسلم لیګ (ن) یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړی شهباز شریف ونیو او د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري یې رسماً تورن کړ.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، دا دواړه قضیې "سیاسي" وې.

تر دې څو ورځې وروسته، د اکتوبر پر پينځمه حکومت د مسلم لیګ (ن) د رهبر او پخواني وزیراعظم نواز شریف پر ضد د بغاوت پرچه دایره کړه.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت دا اقدامات پر داسې مهال کړي چې د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د اپوزیشن ګوندونو اتحاد د حکومت پر ضد احتجاجي مظاهرو او جلسو ته دوام ورکړ.

د نیب او حکومت دریځ

حکومت په بیا بیا د مخالفانو پر ضد د نیب استعمالولو تور رد کړی او وايي، هغه اداره په خپلو چارو کې خپلواکه ده.

له دې پرته نیب او د دې ادارې مشر جاوېد اقبال هم په بېلا بېلو وختونو کې په بیانونو او ویناګانو کې ویلي چې له هېڅ سیاستوال یا سیاسي ګوند سره ملګرتیا نه پالي او همداراز، مخالفت یې هم نه کوي.

اقبال وايي، د درغلیو ختمولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي او د هېچا تر فشار لاندې نه راځي.

نیب د ۲۰۲۰ز د ډېسېمبر پر څلورمه په یو بیان کې دعوه وکړه چې له ګڼو تورنو کسانو یې د درغلیو ۶۴۴ اربه روپۍ ترلاسه کړې دي او په بې طرفۍ خپلو کارروایو ته دوام ورکوي.

په پاکستان کې ترهګري او د قانون پلي کوونکو ادارو کار

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په کلني رپورټ کې په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو او د وسله والو پر وړاندې د حکومتي اقداماتو جاج هم اخیستی.

د رپورټ له شمېر سره سم، د ۲۰۲۰ز کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې په هېواد کې ۶۷ حملې شوې وې چې پکې لږ تر لږه ۱۰۹ کسان وژل شوي ول.

رپورټ وايي، له پاکستانه ازادي غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې – بلوڅ لېبرېشن ارمي – امنیتي سرتېري او ملکي وګړي په نښه کړل.

رپورټ البته وايي چې د پاکستان قانون پلي کوونکې ادارې د "ماورای عدالت وژنو او بې له تورنېدو د خلکو په حراست کې د ساتلو ترڅنګ د بشري حقونو د سرغړونو ذمه وارې وې."

ځورونې، جنسي تېري او کووېډ-۱۹ وبا

سازمان وايي، پاکستان باید د ځورونو او شکنجې پر ضد له نړیوال کنوېشن سره سم، د خلکو د ځورونو خلاف قانون جوړ کړای وای، خو دا کار یې ونکړ.

هیومن رایټس واچ همداراز ویلي چې په ۲۰۲۰ز کال کې هم د پاکستان حکومت د مذهب د سپکاوي د سزاګانو په قانون کې نه بدلون وکړ او نه یې دا ختم کړ.

د رپورټ په وینا، د ۲۰۲۰ز تر پایه، په هېواد کې ۴۰ کسان د مذهب سپکاوي تورونو پر سر د مرګ په سزا محکوم ول.

د پاکستان حکومت د کووېډ-۱۹ جهاني وبا اقتصادي اغېز کمولو لپاره بیړنۍ مرستې اعلان کړې او په بجټ کې یې هم پیسې بېلې کړې
د پاکستان حکومت د کووېډ-۱۹ جهاني وبا اقتصادي اغېز کمولو لپاره بیړنۍ مرستې اعلان کړې او په بجټ کې یې هم پیسې بېلې کړې

رپورټ په پاکستان کې د ښځو، نجونو او ماشومانو د حقونو سرغړونو یادونه هم کړې او وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د ټولبند او محدودیتونو پر مهال پر ښځو د کورني تشدد پېښې زیاتې شوې.

د دې ترڅنګ په پاکستان کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري یو شمېر پېښې هم وشوې او د کورونا وایرس وبا له وجې د ماشومانو تعلیم اغېزمن شو.

رپورټ د کووېد-۱۹ جهاني وبا له وجې په پاکستان کې د بېروزګارۍ زیاتېدو موضوع هم څېړلې او وايي، په پنجاب کې یوازې د رخت په کارخانو کې کارکوونکي شاوخوا پینځه لاکه خلک بېروزګاره شول.

خو رپورټ وايي چې د سیند صوبايي حکومت له کاره د خلکو نه ګوښه کولو امر وکړ او یو بیړنی صندوق یې پرانیست چې د وبا، ټولبند او محدودیتونو له وجې د اقتصادي ستونزو هواري هڅې وکړي.

د پاکستان وفاقي حکومت هم د کووېډ-۱۹ جهاني وبا له وجې د بېروزګاره شویو او بې وزله خلکو د مرستو لپاره ۲۰۰ اربه روپۍ اعلان کړې، وروسته یې په کلني بجټ کې او د اقتصادي بیارغونې لپاره هم پیسې بېلې کړې.

د بشري حقونو د وزارت اقدامات

د پاکستان د بشري حقونو وزارت پر خپله ووبپاڼه د یو شمېر قوانینو او قانوني مسودو په اړه تفصیل ورکړی دی.

وزارت د ځورونو، په حراست کې د مړینو او په حراست کې پر ځینو کسانو د جنسي تېري پر ضد د قانوني مسودې په اړه معلومات ورکړي چې پکې راغلي چې د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې دا مسوده جوړه کړې وه چې له بېلا بېلو پړاوونو تر تېرېدو وروسته د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۰مه یې د قانون او انصاف وزارت ته استولې.

له دې علاوه، وزارت د کورني تشدد مخنیوي او د کورني تشدد د ښکار خلکو ساتنې قانوني مسوده هم ورکړې چې په ۲۰۲۰ز کال کې قامي اسمبلۍ ته وړاندې شوې.

د پاکستان د بشري حقونو وزارت پر خپله ووبپاڼه د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د ساتنې په اړه د قانوني مسودې ذکر کړی او وايي، دا مسوده په ۲۰۲۰ز کال کې وفاقي کابینې او د قانون او انصاف وزارت منظوره کړې چې د اطلاعاتو او خپرونو چارو د وزارت تر منظورۍ وروسته به پارلېمان ته وړاندې شي.

د پاکستان د بشري حقونو د چارو وزارت همداراز پر خپله ووبپاڼه ویلي چې حکومت او پارلېمان د ماشومانو د تحفظ او پر هغوی د جنسي تېري د سزاګانو قوانین جوړ کړي چې عملي کېږي.

له دې پرته، ووبپاڼې د جنسي تېري د سزاګانو د هغه لنډمهاله قانون ذکر هم کړی چې ولسمشر عارف علوي د ډېسېمبر پر ۱۵مه منظور کړ.

له دې ارډېننس سره سم، پر ښځو او ماشومانو په جنسي تېري کې ککړو کسانو ته د سختو سزاګانو ورکولو ژمنه شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG