د لاسرسي ځای

تازه خبر

'واک' غورځنګ په کوټه ښار کې خپله لومړۍ غونډه وکړه


په کوټه کې د واک غورځنګ غونډه
په کوټه کې د واک غورځنګ غونډه

د نومبر پر لومړی نېټه په کوټه ښار کې د ښځو سیاسي او ټولنیز غورځنګ 'واک' مشرانو او غړیو خپله دویمه کلیزه ولمانځله او دا یې په بلوچستان کې لومړۍ غونډه وه.

د دغه تحریک یوې مشرې ثنا اعجاز د نومبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د واک په دویمه کلیزه کې یې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو څه نا څه ۷۰ ښځې او نجونې راټولې کړې وي. دا وایي په کوټه کې په دومره شمېر کې ښځې راټولول یوه لویه خبره ده.

ثنا اعجاز وایي په دغه غونډه کې د کوټې، لورلایي، قلا سیف الله، ږوب او یوشمېر نورو پښتون مېشتو سیمو ښځو ګډون وکړ. دوی په دغه غونډه کې ښځو ته په ورپېښو مسلو او د هغې پر حل لارو خبرې وکړې.

ثنا اعجاز
ثنا اعجاز

واک د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي اوټولنیزو حقونو د ژغورنې غورځنګ دی، چې اوس د بلوچستان یوشمېر پښتون مېشتو سیمو ته هم وغځېد او دغلته خپلې څانګې او یو شمېر ښځینه غړې لري.

د قلا سېف الله سره تعلق لرونکې وړانګه لوڼۍ وایي دا یو اسان کار نه وو چې د واک تحریک د دویمې کلېزې لمانځلو لپاره ښځې راټولې کړي. نوموړې وایي د دغې لپاره یې کور په کور کمپېن کړی دی. وړانګه وایي د خیبر پښتونخوا او یا هم د نورو پښتون مېشتو سیمو په نسبت د بلوچستان پښتنې په تعلیم او روزګار کې ډېرې وروسته دي، دغلته د یوې داسې غونډې لپاره نجونې راټولول یو ګران کار وو. وړانګه وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ له راتګ وروسته دوی په یو شمېر جلسو او نورو غونډو کې ګډون وکړ او اوس غواړي چې د واک تحریک له لارې د خپلې سیمې پښتنې له خپلو حقونو نه خبر کړي.

د وړانګې لونۍ تصویر د هغې له وژل شوي ورور ارمان لوڼي سره یوځای پر بېنر ښکل شوی دی
د وړانګې لونۍ تصویر د هغې له وژل شوي ورور ارمان لوڼي سره یوځای پر بېنر ښکل شوی دی

واک تحریک دوه کاله وړاندې جوړ کړل شوی وو چې اوس په پېښور ،کوټه او کابل کې څانګې لري،او ګڼې ښځې او نجونې له دغه تحریک سره کار کوي. د واک د مشرانو ترمخه دوی په پښتنه ټولنه کې د ښځو د سیاسي پوهې، د دوی پر حقونو ، د سیمې پر حالاتو او د ټولنیزو مسلو پشمول په یو شمېر نورو خبرو بحثونه او غونډې کوي.

د واک تحریک د ژوب سیمې یوې غړې پلوشې رڼا د نومبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل کله چې یې د خیبر پښتونخوا او نورو سیمو نه راغلیو نجونو سره ولیدل نو ډېرې خوشاله شوې. نوموړې وایي د بلوچستان پښتنې لا هم ډېرې وروسته دي، دلته نجونې او ښځې پر سیاسي حالاتو او د خپلو حقونو پر سرغړونو نه دي خبر. پلوشه وایي دوی ته په دې اړه لا هم ډېر کار کول دي او زیاتوي دوی به کوشش کوي چې د واک تر سیوري لاندې په سیمه کې داسې ورته نور پروګرامونه هم وکړي چې پکې به د ښځو د زیات ګډون لپاره کار کوي.

'واک' د پښتنو ښځو داسې یوازینی غورځنګ دې چې په پاکستان او افغانستان کې خپلې څانګې اویو شمېر غړې لري.

د ۲۰۱۹ز کال پر ۳۱م ډېسېمبر واک خپله لومړنۍ کلیزه ولمانځله او ورسره یې د تېر کال د جنورۍ پر ۲۰مه په پېښور کې د باچا خان ۳۲م تلین ولمانځه. د واک مشرانې وایي دوی په راتلونکې کال کې هم د داسې یو شمېر پروګرامونو پلان لري چې مقصد یې د هغو ټولو دودونو او رواجونو په اړه پوهه پیدا کول دي چې په پښتنه ټولنه کې يې د ښځو ژوند له مسلو او کړاونو سره مخامخ کړی دی.

بلخوا د واک د بلوچستان غړې وایي دوی په ژوب کې د ښځو لپاره د یوې لایبریرۍ پر جوړولو هم کار کوي او ډېر زر به دغه لاییبرېري د سیمې د نجونو لپاره خلاصه کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG