د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په سياست کې تر کومه حده ګوتې وهي؟


شمالي وزیرستان: د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د وزیراعظم عمران خان او نورو ملکي چارواکو سره
شمالي وزیرستان: د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د وزیراعظم عمران خان او نورو ملکي چارواکو سره

د تحريک انصاف حکومت د ختمولو لپاره يوځای شويو داپوزیشن ځينو ګوندونو څخه جوړ، پاکستان جمهوري تحريک مشر يو ځل بيا پر پوځ غږ کړی چې له سیاسته دې لاس واخلي.

مولانا فضل الرحمن چې د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر هم دی، د جنورۍ په ۱۳مه په لورلايي کې يوې جلسې ته وويل اوس وخت رارسېدلی چې سپينې سپینې خبرې وشي.

اوس وخت رارسېدلی چې فېصله وشي چې د دې ملک مالکان عوام او که امنيتي ادارې دي
مولانا فضل الرحمن

هغه زیاته کړه: ((دا پوښتنه کوو چې د پاکستان مالکان د دې ملک عوام دي او که زموږ طاقتورې ادارې! پرېکنده ګامونه به اخلو. فیصله کنه جګړه کوو. اوس د یوې پرېکنده جګړې وخت رارسېدلی دی. نور به موږ په پاکستان کې د ادارو برلاسیتوب تسليم نه کړو. که لاسبریتوب وي نو هغه به د پاکستاني قوم او پاکستاني عوامو وي.))

پاکستان جمهوري تحريک تور پورې کوي چې وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د درغليوو او پوځ په مرسته کامیاب شوی نو بايد استعفا ورکړي. خو حکومت دا غوښتنه رد کړې ده. د پاکستان د انتخاباتو کمېشن هم تېرې ټاکنې شفافې اعلان کړې دي. پوځ په سیاست کې مداخله ردوي.

د پوځ غبرګون

د پوځ وياند، میجر جنرل بابر افتخار د جنورۍ په ۱۱مه په پينډۍکې یوې خبري غونډې ته وويل: ((پوځ لګیا دی خپل کار کوي. سره له دې چې پر داسې بې بنياده الزامونو اندېښنې لرو خو د پوځ مورال لوړ دی. موږ د دې تورونو هر وخت ځواب ځکه نه ورکوو چې صداقت پکې نشته. پوځ د حکومت تر لاس لاندې اداره ده او حکومت خپل غبرګون ښودلی دی. زه به دومره ووايم چې د پاکستان پوځ په سیاست کې مداخله نه کوي او نه یې ضرورت شته نو بايد سياست ته ورټېل نه وهل شي.))

د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم ليګ (ن) رهبر، نوازشريف تور پورې کړ چې په ۲۰۱۴ کال کې د ده د حکومت په خلاف د عمران خان د پلويانو د ۱۲۶ ورځو دهرنو پر مهال ترې، د جاسوسي ادارې، ای اېس ای مشر، جنرل ظهیرالاسلام استعفا غوښتې وه خو ده رد کړه. ظهیر الاسلام چې له پوځه ريټایرډ شوی، په دې اړه څه نه دې ويلي. پوځ هم د دې تور ځواب نه دی ورکړی.

وزیراعظم عمران خان په بيا بيا ويلي چې پوځ ورسره همغږی دی خو دی د حکومت په چلولو کې بشپړه خپلواکي لري. البته نوموړي په حکومت کې تر راتګ مخکې بل دريځ درلود. پر انټرنيټ‌ د عمران خان ګڼ ويډيویي بيانونه شته چې هغه پکې وايي پوځي جنرالان دې د پاکستان په سیاست کې مداخله نه کوي.

په سیاست کې د پوځ د مبیینه مداخلې راتلونکې

نو ایا اوس دا پالیسي بدله شوې او رښتيا هم پوځ د ملکي حکومت په چارو کې ګوتې نه وهي؟ د پاکستان پر پوځ د دوو کتابونو ليکونکې او د ګڼو مقالو ليکواله، ډاکټره عایشه صدیقه وايي د نړۍ هر وزیراعظم، ولسمشر یا بل کوم لوړپوړی چارواکی چې اسلام اباد ته ځي نو بيا په پينډۍ کې د پوځ د مشر سره خامخا ګوري ځکه چې د هغې په وینا نړيوال پوهه دي چې دلته اصلي فیصله کوونکي څوک دي.

هغې د جنورۍ په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل د پاکستان پوځ به د دغه واک اختیار ساتلو لپاره هيڅکله په سیاست کې له مداخلې لاس وانخلي.

هر تن پوهېږي چې په پاکستان کې اصلي واک د چا سره دی.
ډاکټر عایشه صديقه

هغه زیاتوي: ((دا په بشپړ ډول دروغ دي چې د‌ پاکستان پوځ په سیاست کې مداخله نه کوي. په يو ملک کې چې څلور ځلې مارشل لا راغلې وي او پوځ پکې د قدرت خوند څکلی وي نو هغه به ولې په شا کېږي. پوځ چې يو ځل په يو شي کې دومره په ژوره توګه ننوځي، بيا یې وتل نيزدي ناممکنه وي. اوس خو تر دې حده خبره رسېدلې چې د حکومت تر کنټرول ور اخوا حکومتولي هم کنټرولوي.))

په ۱۹۴۷ کال کې جوړ شوي پاکستان کې د ملکي حکومت هيڅ يو وزیراعظم د خپل کار قانوني موده، څلور کاله نه دې پوره کړي. دوی له یوې یا بلې وجې له دندو لیری شوي دي. همداراز تر اوسه په دې ملک کې پوځي مشرانو څلور ځله نېغ په نېغه کودتاوې کړي او د ملکي حکومتونو تر چپه کولو وروسته یې ۳۳ کاله حکومت کړی دی.

پخوانی ليفټيننټ جنرل طلعت مسود چې د پاکستان په پوځ کې یې د ۴۰ کلونو لپاره په بېلابېلو دندو کار کړی وايي پر امنيتي ادارو ښکاره نيوکې دومره ډېرې شوې چې دوی مجبوره دي ځان له سیاسته ليري وساتي. نوموړی چې د څو پوځي کودتاوو پر مهال هم په پوځ کې وو، د جنورۍ په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل دا کار اسانه نه دی.

دی وايي پوځ ‌لګيا دی هلې ځلې کوي چې د خلکو په سترګو کې خپل تصور سم وساتي او د دې لپاره یې ځيني تدريجي کار پېل کړی دی.

مسعود زیاتوي: ((په دې کې هېڅ شک نشته چې د اوسني حکومت سره د پوځ اړيکې ډېرې ژورې دي او د اوسني اپوزیشن سره یې ځکه تعلقات بيخي خراب دي چې هغوی پرې په بې ساري ډول نيوکې کوي. خو دا هم وينو چې پوځ دريځ لري چې د ملک ګټو ته په کتو سره به فېصلې کوي. په دې مانا چې په کوم ځای کې او په کوم وخت کې څنګه مداخله ولري او په کوم وخت کې دا ضروري ده چې د ملکي حکومت لارښوونه وکړي.))

پوځ نه په سیاست کې ګوتې وهي او نه یې هم ضرورت شته
میجر جنرل بابر افتخار

د پاکستان په سياست کې د پوځ د مداخلېيوه مشهوره قضيه اصغرخان کېس دی.

پخواني اييرمارشل اصغر خان په ۱۹۹۶ کال کې په سپريم کورټ کې د پيټيشن په کولو سره ادعا کړې وه چې د پاکستان جاسوسي ادارې، Iای اېس ای په ۱۹۹۰ کال په انتخاباتو کې د سياستوالو اخيستلو لپاره هغوی ته پېسې ورکړې وي. دا ټاکنې پيپلز ګوند وګټلې او بينظیر بوټو وزيراعظمه شوه.

د هغه مهال د پوځ مشر اسلم بیګ او د جاسوسي ادارې، ای اېس ای (ISI) مشر اسد دراني په بېلابېلو ټيليويژني مرکو کې منلې چې دوی د پوځ د خوښې د سیاستوالو سره کار کړی دی.

په ۲۰۱۲ کال کې سپريم کورټ پرېکړه کړې وه چې دفاع وزارت او پوځ دې خپلو هغه پخوانيوو پوځي افسرانو ته سزا ورکړي چې په سياست کې د مداخلې او سياستوالو ته د ټاکنو د نتيجو بدلولو لپاره په رشوت ورکولو تورن دي خو دا کار لا تر اوسه نه دی شوی.

پوځ دې سپیناوی وکړي چې د ولس که د عمران خان تر شا ولاړ دی: مولانا فضل الرحمان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

XS
SM
MD
LG