د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای اېس ای مشر رانه استعفا غوښتې وه. نواز شريف


نواز شريف او ورور یې شهباز شريف
نواز شريف او ورور یې شهباز شريف

د پاکستان اپوزيشن ګوند، مسلم ليګ (ن) رهبر او پخواني وزیراعظم نوازشريف يو ځل بيا د جمهوريت په پياوړتيا زور راوړی او پر امنيتي ادارو يې په سياست کې د لاسوهنې تور پورې کړی دی.

نوموړي د سپتمبر په ۳۰مه له لندنه د ويډيو لينک له لارې په پاکستان کې د خپل ګوند مرکزي کمېټۍ له غړو سره خبرې کولې. هغه اوسنی پارليمنټ بې واکه وباله او ویې ويل چې په دې اړه خاموشي ښه نه ده.

ما ته له خلکو معلومات رارسېږي چې وايي پارليمان د نورو له خوا چلېږي. هلته ويل کېږي چې نن دې د پارليمان په ايجنډا کې دا وي او نن دې فلانی بيل منظور شي او نن دې فلانی بيل وکتل شي
نوازشريف

نواز شريف زیاته کړه: ''په ټاکنو کې چې کومه درغلې شوې وه، آیا هغه صحيح وه؟ ايا تاسو هغه منئ؟ زما خو یې ضمير نه مني. سياسي يا نه سياست.. د يو چا ضمير هم وي. موږ د انګریزانو له غلامۍ راووتو خو نن د خپلو غلامان یو. موږ ازاد وګړي نه يو. تاسو له ځانه پوښتنه وکړئ چې یاست؟ تاسو چې د کوم پارليمان غړي ياست، هغه څومره خودمختاره دی؟ ما ته له خلکو معلومات رارسېږي چې وايي پارليمان د نورو له خوا چلېږي. هلته ويل کېږي چې نن دې د پارليمان په ايجنډا کې دا وي او نن دې فلانی بيل منظور شي او نن دې فلانی بيل وکتل شي.''

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د درغلۍ تور ردوي او شفاف يې بولي.

نواز شريف د درغليو په کيس کې سزا شوی دی خو هغه دا تورونه سياسي سازش ګڼي. نوموړی چې تر ضمانت وروسته له جېله خوشې او دا مهال په لندن کې د زړه د ناروغۍ د علاج لپاره مېشته دی، د سېټمبر ۳۰مې په غونډه کې پر پوځ يو ځل بيا نيوکې وکړې چې په وینا یې په سياست کې ګوتې وهي.

هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې، ای اېس ای پر پخواني مشر تور پورې کړ چې د مسلم ليګ (ن) د حکومت پر مهال یې د تحريک انصاف د مشر عمران خان له خوا په اسلام اباد کې د دهرنو په وخت ورته پېغام لېږلی وو.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: ''د ای اېس ای پخوانی مشر ظهیرالاسلام! تاسو ته ښه معلومه ده چې هغه څه وکړل. هغه ما ته پيغام راولېږه چې ته استعفا ورکړه او کور ته ولاړ شه. تاسو وواياست چې دا صحيح ده؟ دا پيغام یې ما ته د شپې راولېږه. دا یې هم راته وويل ک استعفا ورنکړي نو دا به نتايج ولري او مارشل لا هم لګېدلی شي. ماورته وويل چې تاسو څه کوئ، ویې کړئ. زه استعفا نه ورکوم. نو تاسو ماته وواياست چې دا هر څه سم دي؟''

د نواز شریف د دې ورستیو څرګندونو په اړه تر اوسه نه ظهیرالاسلام او نه هم پوځ څه ويلي دي. تر دې مخکې کله چې نوازشريف د سپتمبر په ۲۰مه د اپوزیشن په ګڼ ګونديزه غونډه کې ورته خبرې کړې وې نو پوځ ويلي وو چې دوی بايد په سياست کې ورښکېل نه کړل شي. د پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار پاکستاني رسنيوو سره په خبرو کې په ملکي حکومت کې لاسوهنې رد کړې وې او ويلي یې ول چې په سياست کې مداخله نه کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د سپتمبر په ۳۰مه له بيلابېلو پاکستانیو ټيليويژنونو سره په خبرو کې ويلي چې نوازشريف دې بيا بيا پر پوځ په سياست کې د مداخلې تور نه پورې کوي. هغه د حکومت دا دريځ تکرار کړی چې د اپوزیشن سياستوال د درغليوو په مقدمو کې له سزا څخه د ځان بچ کولو لپاره داسې خبرې کوي.

اپوزیشن سياستوال د درغليوو په کېسونو کې له سزا بچ کېدو لپاره شور کوي
د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز

په ۲۰۱۸ کال کې د تحريک انصاف مشر عمران خان د وزیراعظم په توګه د سوګند تر پورته کولو وروسته وويل چې غواړي له ملکه درغلي ختمه کړي. د هغه له راتګ سره د اپوزیشن ګڼ سياستوال د درغليوو په مقدمو کې ونیول شول خو اپوزیشن دريځ لري چې دا د دوی د خاموشه کولو سازش دی او د احتساب قامي اداره د حکومت سره جوړجاړی لري ځکه هر هغه څوک نیسي چې د حکومت پر ضد خبره کوي.

د احتساب قامي اداره رسنيوو سره د مقدمو په اړه خبرې نه کوي خو مشر یې جاويد اقبال په بېلابېلو وختونو کې په مختلفو غونډو کې د تقریرونو پر مهال ويلي چې د هېڅ سياستوال او سياسي ګوند خلاف يا ملګری نه دی. هغه دريځ ښودلی چې د درغليو د پاکولو لپاره به یې کار روان وي‌او د چا تر فشار لاندې به نه راځي.

XS
SM
MD
LG