د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان جاسوسي ادارې دې له سیاسته لاس واخلي: محمود اڅکزی


محمود خان اڅکزي ویلي چې که چېرې د ملک جاسوسي ادارې سیاست کول غواړي نو بیا دې وردۍ وباسي او په ډاګه دې د سیاست ډګر ته راشي. (انځور:ارشیف)
محمود خان اڅکزي ویلي چې که چېرې د ملک جاسوسي ادارې سیاست کول غواړي نو بیا دې وردۍ وباسي او په ډاګه دې د سیاست ډګر ته راشي. (انځور:ارشیف)

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې د پاکستان جاسوسي ادارې دې له سیاست څخه لاس واخلي.

محمود خان اڅکزي د دسمبر پر ۲۶مه د بلوچستان په سبۍ کې د پاکستان جمهوري تحریک غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې که چېرې د ملک جاسوسي ادارې سیاست کول غواړي نو بیا دې وردۍ وباسي او په ډاګه دې د سیاست ډګر ته راشي. د پاکستان پوځ د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دې ويلي خو په پخوا وختونو کې يې وياندانو داسې تورونه رد کړي دي. پوځ دريځ لري چې په حکومتي چارو او سياست کې مداخله نه کوي.

په پاکستان کې پوځ څو ځل د کودتاوو له لارو په حکومت کې پاتې شوی دی. ريټايرډ شوو پوځي افسرانو يې په ټيليويژني مرکو او کتابونو کې منلې چې څنګه یې په بېلابېلو وختونو کې د ځينو ګوندونو په ګټه په سياست کې لاس وهلی دی.

دې تاريخ ته په کتو سره، محمود خان په سبۍ کې د تقریر په مهال وويل چې په نړۍ کې پوځ د آیین تابع وي نو پکار ده چې په پاکستان کې هم پوځ په خپل اییني او قانوني چوکاټ کې پاته شي.

دې غونډې ته د محمود خان اڅکزي تر څنګ په پاکستان جمهوري تحریک کې د شاملو نورو ګوندونو مشرانو او استازو هم ګډون کړی وو.

اڅکزي زیاته کړه چې په پاکستان کې له جمهوریت غوښتونکو سره له لومړۍ ورځې ډېر ظلمونه شوي‌ دي. ده وویل، "د پاکستان تر جوړیدو وروسته له بده مرغه د بلوچستان چې کوم سیاسي مشران وو د هغوی پرضد نه یوازې مقدمې جوړیدې بلکې دوی به یې جیلونو ته اچول او دا لړۍ نن هم روانه ده."

په تېر وخت کې غلطو پالیسيوو له پاکستانه د کېنسر داسې يو مریض جوړ کړی چې حالت يې ورځ تر بلې خرابېږي
اڅکزی

هغه په پاکستان جمهوري تحریک کې د مسلم لیګ نون ډلې د قاید او پخواني‌ وزیراعظم نواز شریف پر ګډون او فعالیت هم خبرې وکړې. ده وویل، "زموږ له پنجاب سره پر هم دې خبره اختلاف وو چې هغه د آیین تابع نه وو خو نن نواز شریف او مریم نواز د آیین د بالایستۍ لپاره راوتلي دي نو موږ یې په ګډه ملاتړ کوو."

ده وویل چې پاکستان جمهوري تحریک غواړي چې له پاکستان څخه یو ښه جمهوري‌ ملک جوړ کړي. د ده په وینا، یو داسې ملک چې د پښتون ، بلوڅ ، سیندهي ، سرایکي‌ د خپل وطن پر وسایلو اختیار وي او د قامونو د ژبو او کلتور احترام وي. ده زیاته کړه چې دوی داسې پاکستان غواړي چې په پوځ کې د بلوڅ ، پښتون ، سندهي خپله برخه وي.

محمود خا ن اڅکزي زیاته کړه چې په تیرو وختو کې د غلطو پالېسیو له امله له پاکستانه د کینسر ناروغ جوړ شوی دی چې ورځ په ورځ کمزوری کېږي.

پاکستان جمهوري تحریک په ملک کې د حکومت ضد شپږ لویې جلسې وکړي‌ او له هغه وروسته یې اعلان وکړ چې د جنورۍ په پای یا د فرورۍ په پیل کې به اسلام اباد ته لاریون کوي.

د مولانا فضل رحمان په مشرۍ کې د اپوزیشن د ۱۱ ګوندونو اتحاد – پاکستان جمهوري تحریک – د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې جوړ شوی وو. دا تحریک په یوه خوله دریځ لري چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی نو ځکه بايد استعفا ورکړي. حکومت دا غوښتنه رد کړې ده.

یاد تحریک غوښتنه کوي چې عمران خان دې زر تر زره استعفا وکړي او په ملک کې دې داسې شفاف انتخابات وشي چې د دوی په وینا د پوځ او جاسوسي ادارو هیڅ رول پکې نه وي.

دوی تور پورې کوي چې د پاکستان پوځي او د جاسوسي‌ ادارو چارواکو د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې د دې لپاره درغلۍ کړې وې چې عمران خان واک ته ورسوي. خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن تېرې ټاکنې شفافې اعلان کړې وي او حکومت د اپوزیشن سياستوالو تورونه بې ځايه بولي. د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي حکومت دريځ لرې چې اپوزېشن ګوندونه د خپلو مشرانو درغليو پټولو لپاره راغونډ شوي دي.

XS
SM
MD
LG