د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوس ټولې قبایلي سیمې تر ریاستي کنټرول لاندې دي: ای اېس پي ار


د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې پاکستاني پوځیان - تصویر له ارشیفه
د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې پاکستاني پوځیان - تصویر له ارشیفه

د پاکستان پوځ وايي، شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې ۳۷ فيصده قبايلي سيمې د رياست په کنټرول کې وې چې اوس ټوله سيمه له خيبر پښتونخوا سره ده.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پی ار) وياند جنرال بابر افتخار د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه په راولپېنډۍ کې د پوځ مرکز جي اېچ کيو کې د خبرې غونډې پر مهال د پاکستان پر امنيتي حالاتو رڼا واچوله.

نوموړي د "ردالفساد" په نوم د د ترهګرۍ ضد عملياتو ذکر وکړ او ویې ویل چې د دې په نتيجه کې يې د تېرې يوې لسيزې د عملياتو لاس ته راوړنې پیاوړې کړې دي.

هغه وويل چې د ردالفساد عملياتو په لړ کې يې په تېرو درېو کالونو کې د جاسوسي معلوماتو پر اساس ۳۷۱،۰۰۰ کارروایانې کړې دي. هم د دې خبرې په تناظر کې هغه د قبايلي سيمو يادونه وکړه.

جنرال بابر افتخار وويل چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ز کال په دوران کې د قبايلي سيمو ۳۷ فيصده علاقې د رياست په لاس کې وې خو اوس د ده په وينا، ټوله سيمه د خيبر پښتونخوا برخه شوه.

هغه دا خبره په داسې حال کې کړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کوي چې په شمالي وزيرستان کې وسله وال طالبان بیرته منظمه شوي دي.

د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم څو ورځې وړاندې د بنو په جلسه کې ويلي ول چې په قبايلي سيمو کې امن نشته او پوځ په سيمه کې د امن راوستو وعده پوره کړې نه ده. او ویلي ول چې پوځ دې له قبایلي سیمو او بلوچستان څخه ووځي خو د پوځ وياند وويل چې په پاکستان کې د ۲۰۱۹ز کال په پرتله په ۲۰۲۰ز کال کې د تشدد په پېښو کې ۳۵ فيصده کمی راغلی دی.

د خبرې غونډې پر مهال له پوځي ويانده د اپوزيشن ګوندونو اتحاد (پي ډي اېم) د مشر مولانا فضل الرحمن د هغې خبرې په اړه وپوښتل شوه چې دوی ښايي د پېنډۍ پر لور لانګ مارچ وکړي چې په ځواب کې يې جنرال افتخار وويل چې داسې هيڅ وجه نه ويني چې پېنډۍ ته دې ورشي او که بيا هم ورتلل غواړي نو دوی به "چای او اوبه" ورکړي او زياته يې کړه چې له دې پرته نور څه ووايي؟

نوموړي د پي ډي اېم په اړه څرګندونه پر داسې مهال کړې چې دې غورځنګ د وزیراعظم عمران خان د حکومت پر وړاندې یو شمېر جلسې کړې دي او وايي، د اسلام اباد لوري ته د احتجاجي لاریون پلان لري.

XS
SM
MD
LG