د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۲۰ز کال پاکستان کې ترټولو زیات بریدونه شمالي وزیرستان کې شوي دي


انځور: ارشيف
انځور: ارشيف

يوې څیړه نیزې ادارې پاکستان انسټیټوټ فار پیس سټډیز (د سولې مطالعاتو مرکز) په خپل يوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰م کال کې په پاکستان کې ترټولو زیات بریدونه په شمالي وزیرستان کې شوي دي.

د جنورۍ پر درېیمه په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۰م کال کې په پاکستان کې ۱۴۶ بریدونه شوي چې پکې ۷۹ په خیبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې ۳۱ یوازې په شمالي وزیرستان کې دي.

د راپور ترمخه، په ياده صوبه کې په دې بریدونو کې د نهو قبایلي مشرانو په ګډون سل کسان وژل شوي دي.

په راپور کې ويل شوي نهه حملې په باجوړ کې، شپږ شپږ په پیښور او جنوبي وزیرستان کې، څلور په ډيره اسماعیل خان کې او په خیبر، کورمه او کوهاټ کې درې درې حملې شوي دي.

د پاکستان سولې مطالعاتو مرکز مشر عامر رانا د جنورۍ پر څلورمه مشال رېډیو ته وویل چې پروسږکال د ترهګری په حملو کې شاوخوا ۳۶ فيصده کموالی راغلی دی خو ځینې وسله والې ډلې پیاوړي شوي دي.

"تر څو چې افغان طالبان او القاعده په دې سیمه کې موجود وي، نو تحریک طالبان پاکستان او ځینې نورې ډلې به هم په څه نا څه شکل دلته موجودې وي. په شمالي وزیرستان کې د تشدد د زیاتو پيښو لامل دا دی چې هلته تحریک طالبان پاکستان بیا فعالیتونه پیل کړي دي او د ۲۰۱۹ز کال په نسبت یې په ۲۰۲۰م کې په فعالیتونو کې شدت راغلی دی. په شمالي وزیرستان کې نورې وسله والې ډلې هم شته خو تر ټولو لوی ګواښ تحریک طالبان پاکستان دی او د هغوی له نورو ډلو سره اتحاد دی."

عامر رانا زیاتوي چې تحریک طالبان پاکستان له القاعده او افغان طالبانو سره اړیکې لري نو د ترهګری او د وسله والو ډلو د فعالیتونو په بشپړه توګه ختمېدل پر دې تکیه کوي چې القاعده او افغان طالبان له تحریک طالبان پاکستان سره څنګه چلند کوي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور د ۲۰۲۰زکال په نومبر کې له مشال رېډیو سره په خبرو کې دا منلې وه چې په شمالي وزیرستان کې وسله والې ډلې بیا منظمه شوي دي.

د نوموړي وينا وه چې د سیمې په ځینو ځایونو کې عملیات نه دې بشپړ شوي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله په ځینو سیمو کې د اغزن تار نه لګول کېدو له وجې وسله وال تګ راتګ کوي.

څیړونکی او خبریال شمیم شاهد بیا وايي چې د وسله والو ډلو د فعالیتونو ختمولو لپاره ضروري ده چې د ترهګری خلاف جوړه قامي تګلاره يا (نیشنل ایکشن پلان) په سمه توګه عملي کړل شي.

"بالکل طالبان موجود دي او یو وارې بیا ګروپ بندي کوي. د طالبانو خلاف د عملیاتو چې دوی کومې دعوې کړې وې ، هغه ناکامه شوي دي. طالبان د پیښو ذمه واری هم اخلي. نیشنل ایکشن پلان باندې هېڅ عملدارامد نه دی شوی او ټول سیاسي ګوندونه پرې هم د عدم اطمینان څرګندونه کوي."

د پاکستان پوځ وايي، د وسله والو ډلو پر ضد یې بریالي عملیات کړي دي او ډېرې سیمې یې له وسله والو پاکې کړي هم دي.

د پاکستان سولې مطالعاتو مرکز د راپور له مخې، په ۲۰۲۰ز کال کې په پاکستان کې پر امنیتي کارکونکیو ۸۴ حملې شوي دي چې پکې ۱۳۳ کسان وژل شوي دي.

خبریال جاوید عزیز وايي چې د ۲۰۱۵ز کال راپدیخوا په پاکستان کې د ترهګری په پېښو او د وسله والو د فعالیتونو په شدت کې تر ډېره کمی راغلی دی.

نوموړي وايي په کومو سیمو کې چې د وسله والو د بیا ګروپ بندی راپورونه راغلي، باید حکومت د امنتیت یقیني کولو لپاره هلته نور اقدامات وکړي.

"که تاسو د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰زکالونو موازنه د ۲۰۱۵ م کال وروسته مودې سره وکړی نو حالات ډیر ښه شوي دي. په قبایلي او دغسې نورو ضلعو کې چیرته یوه یوه پیښه شوي ده خو د دې واقعاتو په شدت کې کمې راغلی دی."

د پاکستان سولې مطالعاتو مرکز په خپل راپور کې دا هم ویلي چې په ۲۰۲۰ز کال کې په خبریالانو یا د میډیا په کارکونکیو یو حمله شوې او پکې یو تن وژل شوی دی. دغسې پروسږکال د روغتیا او د ګوزڼ (پولیو) پر کارکونکیو دوې حملې شوې چې پکې درې تنه وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۵ز کال کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره نیشنل ایکشن پلان جوړ کړ.

دا چې د تحریک انصاف په مشری د پاکستان حکومت د امنیت او د ترهګری ضد قامي تګلارې د عملي کولو لپاره څه اقدامات کوي، د کورنیو چارو لپاره د قامي اسمبلۍ د قایمه کمیټۍ مشر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي راجا خرم شهزاد مشال رېډیو ته وویل چې د نورو حکومتونو پرتله د دوی د حکومت د ترهګری خلاف مبارزې او نیشنل ایکشن پلان عملي کولو ته زیات پام دی.

"موږ پر نیشنل ایکشن پلان پوره عمل کوو او د الله شکر دی، چې نن په پاکستان کې امن پر ځای دی. زموږ د حکومت په دوه نیم کاله موده کې د ترهګری هېڅ لویه پیښه نه ده شوی نو مانا یې دا ده چې موږ د ترهګری ضد پر قامي تګلارې کار کوو. دا مهال چې د پاکستان ګېر چاپېره کوم حالات دي نو د هغې له وجې موږ ته ګواښ ضرور شته خو د پاکستان ولس د ۴۰ زره کسانو قرباني ورکړې ده نو موږ به څنګه نیشنل ایکشن پلان هیروو. دغسې د تورو پیسو مخنیوي لپاره او د ترهګرو مالي مرستو ختمولو لپاره مو هم قانوني سازي وکړه. "

پاکستان انسټیټوټ فار پیس سټډیز په خپل راپور کې دا هم ویلي چې په ۲۰۲۰ز کال کې د خیبر پښتونخوا وروسته په بلوچستان کې زیات بریدونه شوي دي چې شمېره یې ۴۲ ده. په دې کې ۹۵ کسان وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، د کراچۍ په ګډون په سیند صوبه کې ۱۸ او په پنجاب کې اووه حملې شوي دي خو په اسلام اباد، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې بیا پروسږکال یو برید نه دی شوی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG