د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اصغر خان قضیې فیصله او د پاکستان جمهوري بهیر


د سپریم کورټ پخواني مشر افتخار چودري د دې قضیې فیصله کړې وه
د سپریم کورټ پخواني مشر افتخار چودري د دې قضیې فیصله کړې وه

پراګ - د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار د هېواد دفاع وزارت ته امر کړی چې په یوه میاشت کې دې د اصغر خان په نوم د مقدمې د فیصلې عملي کولو په اړه رپورټ ورکړي.

د پاکستان د هوايي ځواک پخواني مشر اصغر خان د هېواد د پوځ پر پخواني مشر جنرال مرزا اسلم بېګ او د استخباراتي ادارې پر پخواني مشر جنرال اسد دراني تور پورې کړی وو چې په ۱۹۹۰ز کال کې یې د پیسو او رشوت په ورکولو د هېواد جمهوري عمل ککړ او زیانمن کړی وو.

په پېښور کې د قانوني چارو له پوه شهاب الدین خټک وايي چې هغه مهال اصغر خان سپریم کورټ ته په درخواست کې ویلي ول چې پوځي یا استخباراتي ادارې په انتخاباتي بهیر کې د مداخلې اجازت نه لري.

د اصغر خان مقدمې فیصله

د پاکستان سپریم کورټ پخواني مشر قاضي افتخار محمد چودري تر ۱۶ کلونو وروسته، په ۲۰۱۲ز کې د اصغر خان مقدمې فیصله اورولې وه او ویلي ول چې جنرال بېګ او جنرال دراني د ۱۹۹۰ز کال انتخابات ککړ کړي ول نو ځکه دې وفاقي حکومت د هغوی پر ضد اړین اقدامات وکړي.

تر دې وروسته، په ۲۰۱۷ز کال کې پاکستان تحریک انصاف په سپریم کورټ کې یو درخواست داخل کړی وو چې پکې یې له عدالته غوښتنه کړې وه چې له وفاقي حکومته دې پوښتنه وکړي چې ولې تر اوسه پر فیصلې عمل نه دی شوی.

د سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار د اګست پر ۱۵مه د دفاع وزارت د قانوني چارو مشر فلک ناز اورېدنې ته ورغوښتی وو او ورڅخه یې پوښتنه وکړه چې حکومت ولې اقدام نه دی کړی.

د پاکستان رسنۍ وايي، ناز نوموړي ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت لا ورته رپورټ نه دی ورکړی.

رسنۍ وايي، نثار ورته وویل چې که په یوه میاشت کې یې عدالت ته د فیصلې د عملي کولو تفصیلي رپورټ ورنکړ نو بیا به پوځي چارواکي عدالت ته ورغواړي او ورڅخه به پوښتنه کوي.

د سپریم کورټ له یوه وکیل او د پاکستان بار کونسل له پخواني مشر کامران مرتضا څخه مو پوښتنه وکړه چې دا قضیه ایا قصداً ځنډېږي او که څنګه؟

دی وايي، اوس نوی حکومت جوړېږي نو بیا به ویني چې ایا د سپریم کورټ پر فیصلې عمل کېږي او که نه؟

((اوس چې دا مقدمه ځنډول شوې نو قصداً یې د ځنډولو په معنا نشو اخیستای ځکه چې انتخابات شوي، نوی حکومت جوړېږي. خو په تېرو وختونو کې دا مقدمه [د بېلا بېلو مقاصدو] لپاره کارول شوې ده. چې کله یې زړه وو، پیلوله یې، چې کله یې زړه وو اورېدنې به یې درولې. دا مقدمه باید منطقي انجام ته ورسي. ۱۶ کاله ډېره اوږده موده ده. که چا یو کار کړی وي نو د هغه په ژوند کې باید ورته ګټه یا تاوان ورسي.))

د قانوني چارو بل پوه شهاب خټک زیاتوي چې د اصغر خان د مقدمې فیصله که عملي شي نو د پاکستان سیاسي نظام بدلېدای او جمهوریت پیاوړی کولای شي.

د جنرال بېګ او جنرال دراني دریځ

جنرال مرزا اسلم بېګ روان کال په مې میاشت کې د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) یوې پلټونکې ډلې ته ویلي ول چې ده د ۱۹۹۰ز کال تر انتخاباتو مخکې جنرال اسد دراني ته ویلي ول چې د ای اېس ای پیسې دې په احتیاط وکاروي.

خو دراني په سپریم کورټ کې په داخل کړي ځواب کې ویلي ول چې جنرال بېګ ورته د سیاستوالانو نومونه ورکړي ول چې هغوی ته پیسې ورکړي او د پیپلز ګوند پر ضد یې په انتخاباتو کې وکاروي.

د سپریم کورټ د ۲۰۱۲ز کال په فیصله کې راغلي ول چې دواړو جنرالانو د پیپلز ګوند پر ضد د اسلامي جمهوري اتحاد جوړولو لپاره له ۱۴۰ میلیونه روپیو څخه زیاتې پیسې لګولې وې. د پاکستان وفاقي تحقیقاتي اداره وايي، له هغو سیاستوالانو څخه پلټنې کوي چې د دې قضیې په فیصله کې یې نومونه راغلي.

XS
SM
MD
LG