د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ پرضد پر نامناسبو وینا کوونکو مقدمه درجوو: شېخ رشید


شېخ رشید احمد ویلي، هر څوک چې د پاکستان د ادارو او د پوځ پرضد نامناسبه خبرې کوي نو د هغوی پرضد به مقدمه درجوي.
شېخ رشید احمد ویلي، هر څوک چې د پاکستان د ادارو او د پوځ پرضد نامناسبه خبرې کوي نو د هغوی پرضد به مقدمه درجوي.

د پاکستان وفاقي حکومت ویلي چې د جمعیت علما اسلام ف ډلې مخکښ مفتي کفایت الله پرصد یې د غدارۍ مقدمې جوړولو پرېکړه کړې ده.

د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د جنورۍ پر دویمه په راولپنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې دا مسله یې اوس د خیبر پښتونخوا حکومت ته سپارلې ده.

شېخ رشید احمد ویلي، هر څوک چې د پاکستان د ادارو او د پوځ پرضد نامناسبه خبرې کوي نو د هغوی پرضد به مقدمه درجوي.

خو جمعیت علما اسلام پر مفتي کفایت الله لګېدلي د غدارۍ تورونه رد کړي دي.

د یاد ګوند ویاند اسلم غوري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، مفتي کفایت الله چې په پوځ پسې کومې خبرې کړې دي، تر هغه زیاتې په تېر وخت کې اوسني وزیراعظم عمران خان کړې دي.

د اسلم غوري په وینا، په کار ده چې لومړی د عمران خان پرضد د غدارۍ مقدمه درج کړل شي.

مفتي کفایت الله ته پر منسوب ټویټر څو ورځې وړاندې لیکل شوي وو چې پوځ دې پخوانی جنرال عاصم سلیم باجوه د احتساب قامي ادارې ته وړاندې کړي او دوی به مولانا فضل رحمان نېب ته وړاندې کړي.

د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم په یو بیان کې ویلي چې د غدارۍ مقدمه درج کول دومره اسانه نه ده چې حکومت به يې درج کړي.

د ده په وینا، که د کورنیو چارو وفاقي وزیر شېخ رشید داسې وکړل نو په ۷۲ ساعتونو کې به یې وزارت هم پاتې نه وي.

مفتي کفایت الله د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې پر کور یې پرلپسې چاپې وهل کېږي.

جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې د مفتي کفایت الله پر کور د چاپو غندنه کړې ده. حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډله له لومړۍ ورځې د عمران خان په مشرۍ د اوسني حکومت ضد احتجاجونه کوي.

دوی وايي‌ د عمران خان حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی او دا درغلۍ د دوی په وینا پوځ کړې دي نو ځکه دوی اوسنی حکومت نه مني.

د یاد ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت پرضد د جوړ شوي پاکستان جمهوري تحریک مشري هم کوي.

د عمران خان حکومت د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په ترسره شویو انتخاباتو کې درغلۍ ردوي او وايي چې اپوزېشن ګوندونه یوازې د خپلو درغلیو پټولو لپاره احتجاجونه کوي.

XS
SM
MD
LG