د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ دې سپیناوی وکړي چې د ولس که د عمران خان تر شا ولاړ دی: مولانا فضل الرحمان


پوځ دې سپیناوی وکړي چې د ولس که د عمران خان تر شا ولاړ دی: مولانا فضل الرحمان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، وزیراعظم عمران خان په بیا بیا وايي چې پوځ یې تر شا درېدلی. دی وايي، د دې معنا دا شوه چې ولس د وزیراعظم ملاتړی نه دی. مولانا فضل الرحمان د جنورۍ ۱۱مې پر ماخوستن د ملاکنډ په بټخېله کې د پي ډي اېم جلسې ته په وینا کې وویل چې پوځ دې سپیناوی وکړي چې د چا تر شا ولاړ دی. نوموړي دا څرګندونې تر هغې څو ساعته وروسته کړي چې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې پوځ په سیاست کې هېڅ لاس نه لري. تر دې مخکې هم پوځ ویلي ول چې د جمهوريت ملاتړی دی او په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي. د ملاکنډ جلسې ته په وینا کې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ پر وفاقي حکومت تور پورې کړ چې د ناسمو تګلارو له وجې یې بېروزګاري زیاته شوې. خو حکومت وايي، په میراث کې ورپاتې ناسم اقتصاد سموي. د دې ترڅنګ حکومت او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات پاک او راڼه ول او د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد په وینا به وزیراعظم له دندې نه ګوښه کېږي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG