د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنرل باجوه په سازش له وزیر اعظمۍ لیرې کړل شوم: نواز شریف


د مسلم لیګ ن رهبر میا نواز شریف له لندنه په سوات کې د خپل ګوند ولسي غونډې ته وینا کوي. ۲۰۲۰، ۱۳ نومبر
د مسلم لیګ ن رهبر میا نواز شریف له لندنه په سوات کې د خپل ګوند ولسي غونډې ته وینا کوي. ۲۰۲۰، ۱۳ نومبر

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند نن په سوات کې لویه سیاسي جلسه وکړه. په جلسه کې د مسلم لیګ ن ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز او نورو مخورو ګډون وکړ.

د یاد ګوند رهبر میا نواز شریف د ویډیو لینک له لارې جلسې ته په وینا کې وویل، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په سازش هغه له دندې لرې کړل شوی دی.

د سوات سيدو شريف په ګراسي ګراونډ کې د نومبر پر ۱۳مه د جمعې په ورځ د پاکستان پخواني وزير اعظم ميا نواز شريف زیاته کړه چي د پاکستان پوځ د هېواد په سياست کې نيغ په نيغه لاسوهنه کوي، د دوی خاندان ځوروي، فشار پرې اچوي او د کورنۍ غړي یې بېځایه ګرفتاروي.

خو نواز شریف په ۲۰۱۷ کال کې د سپریم کورټ لخوا د پانامه کیس له وجې نا اهله اعلان کړل شوی وو.
دې ولسي جلسې ته د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز په خپله وینا کې وویل، له پوځ او استخباراتي ادارو غوښتنه وکړه چي د وزیر اعظم عمران له ملاتړه دې لاس واخلي، نوې ټاکنې دې په ازاده توګه وکړل شي چې واک د ولس رښتونو منتخب استازو ته وسپارل شي.

مریم نواز وویل عمران خان اسټبلېشمنټ راوستی او که هغوی ترې لاس واخېست نو د هغه حکومت یوه ورځ هم نه شي پاته کېدای.

مریم نواز د سوات جلسې ته وینا کوي
مریم نواز د سوات جلسې ته وینا کوي

مسلم لیګ ن او د اپوزیشن نورو ګوندونو تر دې وړاندې هم په وار وار ویلي چې د ۲۰۱۸ کال انتخابات له دغلیو ډک وو، خو واکمن ګوند تحریک انصاف وايي، هغه ټاکنې رڼې وې او د اپوزیشن مشران د احتساب د قامي ادارې یا نیب نه د بچ کېدو په خاطر د حکومت ضد مظاهرې او جلسې کوي.

مریم نواز وویل چې دوی له ادارو سره اړیکې ورانول نه غواړي خو پر ادارو یې غږ وکړ چې دوی دې د ولس او سیاسي خلکو ترمنځ نه راځي.

نوموړي په خپله وینا کې وویل چې اوسنی حکومت ښځو ته احترام نه لري او په کراچي کې یې د دوی د کوټې دروازه ماته کړه او د دې خاوند يې ناقانونه ګرفتارکړ.

مريم نواز په خپله وینا کې وویل چې په ملک کې ګراني او بې روزګاري ده، ولس په ستونزو کې راګیر دی او د دوی حکومت به ولس له دې مشکلاتو باسي. له دې وړاندې د پاکستان مسلم ليګ صوبایي مشر امير مقام جلسې ته په وينا کې ړړیل چې له دې لویې ولسي جلسې نه په ډاګه شوه چې عوام له موجوده حکومت تنګ دی او دوی له حکومت خلاصون غواړي.

سوات کې د مسلم لیګ ن جلسه
سوات کې د مسلم لیګ ن جلسه

د سوات په ګراسي ګراونډ کې يوه اونۍ وړاندې واکمن ګوند تحریک انصاف هم یوه لويه جلسه کړې وه چې پکې د پاکستان وزيراعظم عمران خان ولس ته په خپله وینا کې وویل چې د مسلم ليګ او د ځینو نورو ګوندونو مشرانو د دې ملک پیسې لوټلې دي او دوی به یې و نه بخښي او پروړاندې به یې کارروايي کوي.

XS
SM
MD
LG