د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې افغانستان کې ۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي


د طالبانو د حکومت وسله وال په کابل کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
د طالبانو د حکومت وسله وال په کابل کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) ویلي دي چې په هغه هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۲،۱۰۶ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او "ګڼ" پخواني چارواکي "عدالت ته له وړاندې کېدو پرته" وژل شوي دي.

یوناما د جولای پر ۲۰مه په خپل رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست له نیمايي څخه د سږني کال د جون تر نیمايي پورې په افغانستان کې ټول ۷۰۰ کسان وژل شوي او ۱،۴۰۶ ژوبل شوي دي.

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د بشري حقونو په اړه په رپورټ کې راغلي چې ډېری بریدونه د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې کړي دي او زیاتره کسان پر قومي او مذهبي اساس په نښه شوي دي.

یوناما ویلي دي چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د ښځو کار او تعلیم محدود شوی او پر رسنیو بندیزونه زیات شوي دي.

د طالبانو حکومت وايي، د "شریعت په چوکاټ" کې ښځو ته د کار اجازه ورکوي خو په دې اړه نور وضاحت نه کوي او همداراز دریځ لري چې یو کمېسیون تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم په اړه د تګلارې پر جوړولو کار کوي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په کلني رپورټ کې دا هم ویلي دي چې طالبانو د ګوښه شوي حکومت چارواکو او امنیتي غړو ته بښنه اعلان کړې وه خو په وینا یې، "پر دې عمل نه دی شوی" او د پخواني حکومت "لږترلږه ۱۶۰ چارواکي عدالت ته له وړاندې کولو پرته وژل" شوي دي.

د یوناما رپورټ وايي طالبانو په خپله واکمنۍ کې له نیول شویو کسانو سره ظالمانه چلند کړی دی - پخوانی انځور.
د یوناما رپورټ وايي طالبانو په خپله واکمنۍ کې له نیول شویو کسانو سره ظالمانه چلند کړی دی - پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت د یوناما رپورټ رد کړی دی. د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د جولای پر ۲۰مه پر وټس ایپ رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې په رپورټ کې د طالبانو له لوري د خلکو د وژنې او ژوبلولو "ارقام ناسم دي."

ده په بیان کې د طالب چارواکو له لوري په خپل سر د خلکو د ګرفتارولو او وژلو تورونه رد کړي دي او زیاتوي چې د طالبانو د حکومت چارواکو د پخواني جمهوري نظام سرتېري هم نه دي وژلي.

طالبانو په تېرو وختونو کې هم د پخوانیو چارواکو د وژنو دعوې رد کړي دي او ویلي یې دي چې د دې ډول پېښو پلټنې کوي او پکې ککړ کسان سزا کوي.

خو یوناما په رپورټ کې اندېښنه ښوولې چې په جرمونو تورن طالب چارواکي نه سزا کېږي او همداراز، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن منکر وزارت او د استخباراتو ریاست په اړه ځانګړې اندېښنه ښوولې چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

په رپورټ کې راغلي دي چې د طالبانو حکومت چارواکو پر ۱۷۳ خبریالانو زور، زیاتی کړی دی او په ۳۳۵ پېښو کې جوته شوې ده چې هغوی "له نیول شویو کسانو سره ظالمانه" چلند کړی دی او همداراز، د ۶۵ فعالانو حقونه ورڅخه تروړل شوي دي.

یوناما په رپورټ کې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحرانونو یادونه هم کړې ده او زیاتوي چې د کاري موقعو کمېدو د خلکو ژوند سخت کړی دی.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو په بیا بیا ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ۴۰ مېلیونه نفوس لرونکي هغه هېواد اقتصاد زښت خراب شوی او مېلیونونه وګړي د بې وزلۍ ښکار دي.

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان د کنګل شویو زېرمو د ازادولو لپاره یې له نړیوالې ټولنې سره خبرو ته دوام ورکړی دی او د هېواد اقتصاد سمولو په هڅو کې د نړیوالو مرستې ته اړتیا لري. د ۲۰۲۱ز کال د سېپېټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې د طالبانو د کابینې له اعلان راهیسې یې تر اوسه پورې هېڅ هېواد حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG