د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړيوال سازمان بیا پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي


طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د جمهوري او منتخب حکومت تر چپه کولو او د خپلې واکمنۍ تر پيل وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز ولګاوه.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د جمهوري او منتخب حکومت تر چپه کولو او د خپلې واکمنۍ تر پيل وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز ولګاوه.

د بخښنې نړيوال سازمان يا اېمنسټي انټرنيشنل پر طالبانو يو ځل بيا د ټولو نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو غږ کړی.

د افغانستان لپاره د دې ادارې يوې چارواکې، سميرا حميدي د جون په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې طالبان دې د تعليم لپاره د کمیسيونونو د اعلان پر ځای عملا ټول ښوونځي خلاص کړي.

نوموړې وویل،‌ "د دغه ډول کمېسیونونو رامنځته کول هسې وخت تېرول دي. طالبان د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري خو د دې لپاره دوی اړ دي چې نړیوالې ټولنې ته دا وښیي چې بدلون یې کړی او د افغان ښځو د حقونو په اړه یې لیدلوری بدل شوی او ورته ژمن دي نو د دې کمېسیونونو په جوړولو وخت تېروي.”

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د جمهوري او منتخب حکومت تر چپه کولو او د خپلې واکمنۍ تر پيل وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندیز ولګاوه.

دوی تېره اونۍ اعلان وکړ چې د نجونو د تعليم د تګلارې ټاکلو لپاره یې يو کمېسيون کار پيل کړی دی خو په دې اړه له شوي کار او د ايمنسټي انټرنيشنل د غوښتنې په اړه یې تر اوسه څه نه دې ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG