د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالانو د بشري حقونو خوندیتوب په اړه د ملا حسن اخوند څرګندونې رد کړې دي


ملا حسن اخوند د جولای پر نهمه وویل چې حکومت یې د خلکو د نیوکو د اورېدو زغم لري - پخوانی انځور.
ملا حسن اخوند د جولای پر نهمه وویل چې حکومت یې د خلکو د نیوکو د اورېدو زغم لري - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا هغو څرګندونو غبرګونونه پارولي چې ګواکې په افغانستان کې "ټول بشري حقونه" خوندي دي او طالبان د خلکو د نیوکو او پوښتنو د اورېدو "زغم" لري.

محمد حسن اخوند د جولای پر نهمه د لوی اختر لمانځه پر مهال ولس ته په وینا کې وویل چې "ټول خلک" هغه که دوی "دوستان وي او که دښمنان" خپلې نیوکې او ستونزې ورسره شریکولای شي چې د طالبانو حکومت یې حل کړي.

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال د طالبانو په واکمنۍ کې د "اسلامي شریعت په چوکاټ کې ټول بشري حقونه خوندي" دي.

د اخوند څرګندونو د بشري حقونو د سازمانونو او فعالانو غبرګونونه پارولي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د رهبرۍ غړی ماهر مومند وایي، په افغانستان کې "په پراخه اندازه د بشري حقونو سرغړونې" روانې دي چې ورسره د طالبانو د حکومت دعوې ردېږي.

نوموړي د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، "د طالبانو دا اوسنی حکومت د بشري حقونو د سرغړاوي ډېر غټ مثالونه لري، دا نه شو تاییدولی چې د دوی دا حکومت دې د بشري حقونو له اړخه ښه وي او یا دې هم د خلکو هغه بشري حقونه چې اسلام ورته ورکړي، [خوندي] وي."

د ښوونځي مدیره د ماشومانو ساتلو لپاره د کور شیان خرڅوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

مومند له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو، د ښځو پر کار بندیزونو او په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د پخوانیو پوځیانو صحرایي محکمو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید په دې لړ کې اقدام وکړي او خپله تګلاره مشخصه کړي.

د طالبانو حکومت په بیا بیا د پخوانیو پوځیانو د صحرایي محکمو راپورونه رد کړي دي.

بلخوا د ښځو د حقونو فعالانې وایي طالبان باید د "نمایشي څرګندونو؛ پر ځای په واقعي ډول د خلکو غږ واروي.

د ښځو د حقونه فعالې نفسیې دانش د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، "هغه لویه معضله چې د دوی حکومت ننګولی شي هغه د ښځو د حقونو [خونديتوب] او د ښوونځیو نه پرانیستل دي."

د طالبانو حکومت وايي، یو کمېسیون تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بیاپرانیستو په اړه تګلاره جوړوي.

د پوهنتون استاد عبدالله احمدزی وایي، دا مهال په اکثرو دولتي ادارو کې یوازې د طالبانو کسان په کار بوخت دي. "اسلامي امارت په خپل حکومت کې ټول خپل کسان ګومارلي چې په خپلو چارو کې تخصص نه‌ لري. په دې موده کې چې دوی څومره ګومارنې کړي ښایي ۱۵ یا ۲۰ سلنه یې مسلکي کسان وي، نور ټول یې غیر مسلکي کسان ګومارلي."

احمدزی وایي که طالبان غواړي ولس یې له حکومتولۍ راضي وي باید د ټولو وګړو حقونه ورکړي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت چارواکو د دغه ډول نیوکو په غبرګون کې ویلي چې په خپلو ګومارنو کې یې د نورو مواردو تر څنګ تخصص هم په پام کې نیولی دی.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې طالبانو یوشمېر فعالان ان پر فېسبوک د انتقادي لیکنو له امله نیولي او بندیان کړي دي.

خو د طالبانو چارواکو ټینګار کړی چې د وخت په تېرېدو هڅې کوي چې خلکو ته د ښه ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG