د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مدني فعال عمادالدين دوران کورنۍ وايي طالبان دې هغه خوشې کړي


عمادالدين دوران
عمادالدين دوران

د افغانستان په سرښار کابل کې د مدني فعال، خبریال او ليکوال عماد الدين دوران کورنۍ وايي څلور ورځې وشوې چې طالبانو هغه له ځان سره بیولی.‌

د دوران ورور شهاب الدين د مې په ۱۷مه ازادي راډيو ته وويل چې نوموړی د کابل په خیرخانې مېنه کې د طالبانو د استخباراتو ادارې نیولی. هغه زیاته کړه چې د کوښښونو باوجود هم طالبانو ورته د هغه د نيولو علت نه دی ښودلی.

شهاب الدين زیاته کړه: "یو څو کسان راغلي وو او دوران یې د ځان سره بيوه. زما تره ترې پوښتنه وکړه چې تاسې څوک یاست؟ دوی ورته کارډ ښودلی وو. ورته ويلي‌ یې وو چې موږ د طالبانو د استخباراتو کسان یو او موږ ته امر شوی دی چې دوران راولئ. هغه یې بوت. موږ ته هېڅ معلومات نه راکول کيږي چې هغه چيرته دی او په څه جرم نیول شوی دی؟ ټوله کورنۍ ډېر ورته په اندېښنه کې یوو."

عمادالدین دوران پر ټولنيزو رسنيو ډير فعاله وو. هغه د افغانستان د تېر حکومت په مهال او د طالبانو د اوسني حکومت پر کړنو هم ليکل او نیوکې کولې. عمادالدین دوران تېره اونۍ پر فېسبوک په يوه ليکنه کې ويلي‌ وو چې که طالبان خلکو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي، خلک ځوروي، وژني یې او بندیانوي یې نو دا به خلک جګړې ته وهڅوي. هغه له طالبانو غوښتي و، که "غواړي چې د جنګ مخه ونیسي، خلکو ته دې حق ورکړي چې سیاسي فعالېت وکړي او خپل غږ پورته کړي."

د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست ازادي راډيو سره د مې په ۱۶مه ژمنه وکړه چې د دوران د نيول کېدو د وجوهاتو په اړه به ورسره معلومات شريکوي خو وروسته یې داسې ونه کړل.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې جمهوري او منتخب حکومت په زور چپه کړ او خپله سختدريځه واکمني‌يې پيل کړه. له هغه راهیسې طالبانو ګڼ خبریالان نيولې وهلې او ځيني سیاسي فعالان یې هم د نيوکو له وجې د تحقیقاتو لپاره بيولي‌وو.

په دوی کې د بلخ ولايت ليکوال او خبریال، خالد قادري هم دی چې د طالبانو يو عدالت ورته د نوموړي‌د فیسبوک پوسټونو له امله يو کال قید سزا اورولي. تر هغه مخکې په هلمند کې د انجینر نوید په نوم د یوه ځوان کورنۍ هم ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې نوموړی د فېسبوک د يوه پوسټ له وجې د طالبانو له لوري ونیول شو او بیا یې جسد د هلمند سیند په غاړه پیدا شو.

د طالبانو پر دې کړنو نړيوالو سخت تنقيدونه کړي دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر، يوناما څو ځل پر طالبانو غږ کړی چې د خلکو له ځورولو لاس واخلي. امريکا او اروپايي ټولنې هم ورته بيانونه ورکړي دي خو طالبانو خپل دريځ نه دی نرم کړی.

XS
SM
MD
LG