د لاسرسي ځای

تازه خبر

سراج الدین حقاني: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره مرستې بحال کړي


حقاني د جولای پر ۱۶مه په صبریو ولسوالۍ کې غونډې ته په وینا کې وویل، نړیواله ټولنه دې د افغانستان کنګل شتمنۍ ازادې کړي.
حقاني د جولای پر ۱۶مه په صبریو ولسوالۍ کې غونډې ته په وینا کې وویل، نړیواله ټولنه دې د افغانستان کنګل شتمنۍ ازادې کړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې بیا پیل کړي او هلته دې خپلې پروژې بحالې کړي.

سراج الدین حقاني د جولای پر ۱۶مه د خوست په صبریو ولسوالۍ کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې په وروستیو اوونیو کې له زلزله او سېلاو ځپلو سره د نړیوالې ټولنې او نورو خیریه بنسټونو مرستې وستایلې. "دنیاوال دې دا غږ واوري، کنګل شوې پیسې دې خوشې کړي، پروژې دې بیرته فعالې کړي. له زلزله ځپلو سره چې کومو بنسټونو کومکونه کړي ول، کومو دولتونو کومکونه کړي ول، یا چې په دې سېلاوونو کې یې کومک کړی، موږ یې ډېر ممنون یو."

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا نیمه میاشت مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په کابل کې د علماوو او قومي مخورو "لویې غونډې" ته په وینا کې ویلي ول چې د نړیوالو "هېڅ فرمایش" ته غاړه نه ږدي او ورسره "تعامل" نه کوي.

د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالې ټولنې دا او له افغانستان سره د مرستو موضوعات په هغه هېواد کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول، د ښځو حقونو له خوندیتوب سره تړلي دي.

سراج الدین حقاني له قومي مشرانو او دیني عالمانو وغوښتل، هغه افغانان هېواد ته وروبولي او د ارامه ژوند ډاډ دې ورکړي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د خپل خوندیتوب لپاره بېلابېلو هېوادونو ته کډه شوي دي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه زره افغانان له هېواده ووتل او د امریکا او اروپا په ګډون په یوشمېر نورو هېوادونو کې کډوال شول.

په صبریو ولسوالۍ کې یوشمېر کسانو په ولسي غونډه کې ګډون وکړ - د جولای ۱۶مې انځور.
په صبریو ولسوالۍ کې یوشمېر کسانو په ولسي غونډه کې ګډون وکړ - د جولای ۱۶مې انځور.

د امریکا په مشرۍ د یوشمېر اېتلافي هېوادونو حکومتونو هم له افغانستانه هغه کسان وایستل چې له نړیوالو ځواکونو او ملکي چارواکو سره یې کار کړی وو.

له هغو خلکو پرته په وروستیو میاشتو کې ګڼ نور افغان ځوانان هم په هېواد کې د بېروزګارۍ له وجې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

طالبانو د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ چې هغوی یې ټولشموله بولي او همداراز وايي، "د شریعت په چوکاټ" کې د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو دا چوکاټ یې نه دی تشرېح کړی.

البته د افغانستان دننه او بهر د حقونو سازمانونو او فعالانو په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ویلي دي چې په هغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت په دوامداره ډول خرابېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشرې مېشېل بچېلې د جون پر ۱۵مه وویل، په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو چلند د هغوی "منظم او بنسټیز ځپل" دي. نوموړې د جون پر ۱۵مه په جېنیوا کې د بشري حقونو د شورا په ۵۰مه غونډه کې وویل، افغانان اوسمهال د "نړۍ پر کچ تر ټولو تیارې ورځې" تېروي. هغې زیاته کړه چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو له وجې ۱۱ لکه نجونه له زده کړو بې برخې شوې دي.

طالبان وايي، د نجونو تعلیم په اړه "له شریعت سره سمه" پرېکړه کوي او په دې لړ کې یې یو کمېسیون د تګلارې ټاکلو لپاره کار ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو سرپرست حکومت د ښځو اړوند حقوقي تګلاره "د دیني ارزښتونو یوه برخه او افغاني دود" ګڼي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په دې چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

په افغانستان کې فعالانو د ښځو په اړه د طالبانو د تګلارو ضد په بیا بیا مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
په افغانستان کې فعالانو د ښځو په اړه د طالبانو د تګلارو ضد په بیا بیا مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پر ښځو یې حجاب اجباري کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، واشنګټن د هغه هېواد شاوخوا اووه اربه (مېلیارده) ډالره شتمني ګرځولې او نړیوالې ټولنې هم د طالبانو له حکومت سره مستقیمې مالي مرستې درولې دي.

د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې امریکايي ولسمشر جو بایډن د هغو شتمنیو نیمايي د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر ۱۱مې په حملو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د تاوان په توګه د ورکولو امر وکړ.

د افغانستان د جمهوري حکومت ړنګېدو، د نړیوالو مرستو او پانګونو درېدو او د افغانستان د شتمنیو کنګلېدو له وجې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شو او د هغه هېواد شاوخوا ۴۰ مېلیونه وګړي چې د خوړلو لپاره کافي ډوډۍ نه‌ لري، له خورا زیاتو کړاوونو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG