د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، مېلیونونو افغانانو ته يې بشري مرستې رسولي


د خوړو نړیواله اداره وايي، میلیونونه افغانان مرستو ته اړ دي: انځور له ارشيفه
د خوړو نړیواله اداره وايي، میلیونونه افغانان مرستو ته اړ دي: انځور له ارشيفه

د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو اېف پي) وايي، سږ کال یې تر اوسه پورې تر ۱۸ مېلیونه زیاتو افغانانو ته بشري مرستې رسولي دي.


د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام پرون (د جولای پر ۱۴مه) پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي چې په تېرو شپږ نیمو میاشتو کې یې ضرورتمندو کسانو ته ۴۱۰،۰۰۰ ټنه خواړه او ۱۱۵ مېلیونه امریکايي ډالره نغدې پیسې ورکړي دي.

ډبلیو اېف پي په خپل بیان کې له هند سره د یوې موافقې یادونه هم کړې چې پر اساس به یې هغه اداره ۱۰،۰۰۰ ټنه هندي غنم بې وزله خلکو ته ورکوي.

هغې ادارې دا بیان پر داسې مهال خپور کړی چې په دا وروستیو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو او همداراز، په جون کې زلزلې زرګونه کورنۍ وځپلې چې د مرستو غوښتنه کوي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د هغه هېواد اقتصاد د بحران ښکار شو چې له وجې یې د ملګرو ملتونو په وینا، لکونه خلک بېروزګاره او مېلیونونه د بېوزلۍ ښکار شول. ملګري ملتونه او نړیوال ناحکومتي سازمانونه وايي، په افغانستان کې یې له بې وزله خلکو سره مرستو ته دوام ورکړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د نظام تر راتګ وروسته سلګونه زره افغانانان اړ شول چې هیواد پرېږدي او پاتې کسان له بېروزګارۍ، محدودیتونو، ګرانۍ او له نورو ستونزو سر ټکوي. شنونکي وايي، تر څو د طالبانو حکومت د نړیوالو لخوا په رسمیت نه وي پېژندل شوی، د هغوی پر حکومت لګېدلي بندیزونه نه شي لرې کېدای.

نړیوال له طالبانو غواړي چې د نجونو تعلیم، د مېرمنو کار او بشري حقونو ته دې پاملرنه وکړي خو داسې نه ښکاري چې د طالبانو مشران به د نړیوالو غوښتنې ومني.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده، د جولای پر لومړۍ نېټه، په کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري جوړې شوې د "علماوو لويې غونډې" ته د وينا پر مهال ټينګار وکړ چې نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. نوموړي دا هم ویلي وو چې د نړیوالو هيڅ "فرمایش" ته غاړه نه ږدي او نه به هم څه ډول "تعامل" ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG