د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبانو په کندهار کې راډيوګانې تړلې دي"


يوشمير افغان خبريالان ـ انځور له ارشيفه
يوشمير افغان خبريالان ـ انځور له ارشيفه

طالبانو د افغانستان په کندهار ولايت کې څلور راډيو سټېشنونه تړلي او شپږ خبريالان یې نیولي دي.

د افغانستان د خبریالانو او رسنيو فيډرېشن د مرکزي کمېټې غړي حجت الله مجددي د مارچ پر ۲۸مه په يوه ويډيويي پېغام کې ويلي چې طالبان دې د رسنيو مخه نه نیسي او نيولي خبريالان دې ژر خوشې کړي. مجددي په خپلو خبرو کې د راډيوګانو نومونه وانخیستل.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې په کندهار کې «زما» په نوم د راډیو د نشراتو مسؤل میرویس اتل او په کابل کې د سلام وطندار راډیو د خبریال سرور هاشمي د نیونې خبر ورکړی دی.

د دغه مرکز د معلوماتو پر بنسټ، طالبان د شنبې پر ورځ سهار وختي په کندهار ښار کې د میرویس اتل په کور ورغلي او هغه‌ یې له ځانه سره وړی وو.

دغه‌ شان د سلام وطندار راډیو خبریال سرور هاشمي چې د مارچ پر ۲۷مه د زده‌کوونکو د اعتراض د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللی وو هم د اعلامیې پر بنسټ، پوهنې وزارت ته څېرمه نیول شوی دی.

خو په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه خبریالان له څو ساعته توقیف او څېړنو وروسته بېرته خوشې شوي دي.

یو شمېر افغان رسنۍ - انځور له ارشيفه
یو شمېر افغان رسنۍ - انځور له ارشيفه

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دې ويلي. خو له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي ول چې دوی غواړي د رسنیو سرغړونو کمېسون بیا رامنځته کړي، ترڅو د "سوء تفاهمونو" مخه ونیول شي او د رسنیو هر ډول ستونزو ته رسېدنه وشي.

ښاغلي مجاهد دغه‌ شان ویلي وو چې دوی هر ډول سالمه نیوکه مني، خو رسنۍ دې هم له اوازو او بې‌بنسټه مطالبو له خپرولو څخه ډډه وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا څویم ځل دی چې دوی خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیسي، له دې وړاندې یې د طلوع نیوز، اریانا نیوز او یو شمېر نورو رسنیو خبریالان او کارکوونکي نیولي وو چې له ساعتونو بندي کولو او په ځینو مواردو کې د ادعاوو پر بنسټ ان له وهلو ډبلو وروسته بېرته خوشې کړي دي.

XS
SM
MD
LG