د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو د افغانستان پخوانيو سرتېرو ورکېدو او وژنو پر رپورټونو اندېښنه ښوولې


د افغانستان د پخواني حکومت یو سرتېری - انځور له ارشیفه
د افغانستان د پخواني حکومت یو سرتېری - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د مخکني جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي سرتېرو، استخباراتي مامورینو او دولتي کار کوونکو ناڅاپي وژنو ته اندېښنې ورځ تر بلې ډېرېږي.

د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ ۲۲ هېوادونو په یو تازه اعلامیه کې لیکلي چې دوی هغو رپورټونو ته اندېښمن دي چې د طالبانو له‌ خوا یې د مخکني نظام د سرتېرو وژنې مستندې کړې دي.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان د نومبر پر ۳۰مه وویل، طالبانو د اګست په نیمايي کې واک ته تر رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه ترې تم کړي دي.

د همدې مستند رپورټ تر خپرېدو وروسته، د نړۍ ۲۲ مهمو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې ټینګار کړی چې دا کړنه له بشري حقونو جدي سرغړونه ده او د طالبانو له‌ خوا د اعلان شوې عمومي بښنې سره په ټکر کې ده.

د نړۍ د یوشمېر هېوادونو په دې ګډه اعلامیه کې زیاته شوې ده چې دا رپورټونه باید په روڼ او چټک ډول وڅېړل شي او له زمه وارو کسانو یې باید تپوس وشي.

دې هېوادونو د دې څېړنو د پایلو د خپرېدو غوښتنه هم کړې چې په سم‌لاسي ډول د نورو ورکېدونو او وژنو مخنیوی وشي.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د مخکني جمهوري نظام د سرتېرو او چارواکو لپاره اعلان شوې بښنه په سمه توګه او هر ځای کې عملي کړي.

خو د طالبانو حکومت دا نه مني چې ګواکې په قصدي ډول دې یې مخکیني نظامیان او یا هم حکومتي چارواکي په نښه کړي وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي مشال راډیو ته وویل، د ډېرو دا ډول پېښو تر شا شخصي تربګنۍ دي چې دوی یې د مخنیوي هڅه کوي.

ده وویل، "که دوی سره اسناد او شواهد وي موږ سره دې شریک کړي، موږ به پرې اصولي اجرات وکړو، خو دا دروغ دي، پروپاګند دی، حقیت نه لري. ولې موږ سره څوک اسناد او شواهد نه شي شریکولای. اسلامي امارت هېڅ څوک هم نه دي وژلي."

خو د بشري حقونو د څار سازمان تېره اوونۍ وویل، داسې معتبر رپورټونه ورسره دي چې ښيي د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او پخواني حکومت پلوو ملېشو تر ۱۰۰ زیات پخواني غړي په غزني، هلمند، کندهار او کندز کې د طالبانو له‌ خوا وژل شوي او یا ورک شوي دي.

په اسټرالیا کې مېشت د دې سازمان غړي ماهر مومند له مشال راډیو سره په خبرو کې بیا هم ټینګار وکړ چې طالبان باید د خپلې هغې ژمنې درناوی وکړي چې د مخکني نظام د نظامیانو په ګډون یې حکومتي چارواکو ته اعلان کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، "دا چې د دوی تر سلطې لاندې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پخواني امنیتي سرتېري ترې تم کېږي یا وژل کېږي دا باید په ټپه ودرول شي. دې خلکو ته باید دا ډاډ ورکړل شي چې طالبان پر خپلو ژمنو درېږي."

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د حساب ورکولو نشتوالی، د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنو برخه کې د ملګرو ملتونو له‌ خوا د څېړنې اړتیا جوتوي چې د حالاتو څارنه وشي او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه له څېړنو وروسته رپورټ ورکړل شي.

امریکا، اروپايي ټولنه، جرمني، فرانسه، بریتانیا، اسټرالیا، بېلجیم، بلغاریا، ډنمارک، کاناډا، فینلېنډ، جاپان، نېدرلینډز (هالینډ)، نیوزیلینډ، شمالي مقدونیا، پولینډ، پرتګال، رومانیا، هسپانیا، سویډن، سوېټزرلنډ او اوکراین هغه هېوادونه دي چې دا غږ یې بدرګه کړی دی.

دا هیوادونه زیاتوي چې دوی به له طالبانو سره د دوی د چلند پر بنسټ، مخکې ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG