د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان له پرلتوالو سره د مذاکراتو لپاره جرګه جوړه کړې


په شمالي وزیرستان کې پرلت د جولای پر ۱۴مه د دوو سیاستوالانو تر وژنې وروسته پیل شو - د اګست پینځمې انځور.
په شمالي وزیرستان کې پرلت د جولای پر ۱۴مه د دوو سیاستوالانو تر وژنې وروسته پیل شو - د اګست پینځمې انځور.

د پاکستان دفاع وزارت وايي، حکومت په شمالي وزیرستان کې له پرلتوالو سره د خبرو او په هغه ضلع کې د امنیت وضعې جاج اخیستو لپاره د اېتلافي حکومت د ملګرو ګوندونو یوه جرګه جوړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د جولای له ۱۷مې راهیسې د هدفي وژنو ضد پرلت روان دی او احتجاجیان پر حکومت ټینګار کوي چې هلته دې امنیت ټینګ کړي.

د دفاع وزیر خواجه اصف د اګست پر ۱۰مه په یوه بیان کې ویلي دي چې د چارشنبې (شورو) پر ورځ د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال اکرم خان دراني په اسلام اباد کې له وزیراعظم شهباز شریف سره ولیدل او په غونډه کې "وړاندیز" وشو چې د شمالي وزیرستان له پرلتوالو سره دې د مذاکراتو لپاره جرګه جوړه شي.

په بیان کې راغلي، په غونډه کې تر "تفصیلي بحث وروسته وزیراعظم لارښوونه وکړه" چې په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې د شاملو ټولو ګوندونو او ملګرو پیپلز ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او جماعت اسلامي له "صوبايي" مخکښو سیاستوالانو جوړه جرګه دې اعلان شي.

بیان وايي، ۱۶ کسیزه جرګه "په بشپړ ډول واکمنه یا بااختیاره" ده چې د اګست پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان میرلي ته ورځي چې هلته له پرلتوالو سره خبرې وکړي.

پي ټي اېم د ناامنیو ضد مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:37 0:00

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ هم د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې جرګه د پرلتوالو غوښتنو ته پام جوړه شوې ده.

په همدې حال کې احتجاجیانو هم اعلان کړی دی چې د اګست پر ۱۲مه په غونډه کې فیصله کوي چې ایا د امنیت ټینګښت غوښتنې لپاره "پهیه جام" کاربندیز وکړي او که د اسلام اباد پر لوري د لاریون تیاری وکړي.

په شمالي وزیرستان کې پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې وسله والو د جولای پر ۱۴مه په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند دوه سیاستوالان او دیني عالمان قاري سمیع الدین او قاري نعمان ووژل.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو یوشمېر ځلې له پرلتوالو سره مذاکرات کړي دي خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

د شمالي وزيرستان انتظاميه وايي، احتجاج کوونکو ته يې د امنيت ټينګولو باور ورکړی. هلته پولیس دعوه کوي چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنې تورن پینځه کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

په شمالي‌ وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیله ۳۹ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات قبایلي مشران او فعال ځوانان پکې وژل شوي دي. په دې لړ کې وروستی برید د اګست پر اتمه په میرلي کې وشو. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (اې اېس پي ار) د اګست پر نهمه په بیان کې وویل چې ځانمرګي بریدګر د ځواکونو قافله په نښه کړه چې پکې څلور امنیتي سرتېري ووژل شول.

په شمالي وزیرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

XS
SM
MD
LG