د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي تحریک طالبان پاکستان يې د ګوند غړو ته دړکې ورکوي


عمران خان د ۲۰۲۲ز د مې پر ۲۵مه اسلام اباد ته د حکومت ضد لاريون مشري کوي - عکس له ارشیفه
عمران خان د ۲۰۲۲ز د مې پر ۲۵مه اسلام اباد ته د حکومت ضد لاريون مشري کوي - عکس له ارشیفه

د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ويلي، ناقانونه وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یې په خيبر پښتونخوا کې د اسمبلۍ غړو ته دړکې ورکوي.

نوموړي د اګست ۱۰مه په اسلام اباد کې د خپل ګوند پلويانو ته د وېډيو لېنک له لارې په يوه وينا کې زياته کړې چې په خيبر پښتونخوا کې د ټي تي پي د وسله والو فعاليتونه ليدل شوي دي.

عمران خان وویل، د خپل ګوند د "اسمبلۍ غړو او وزیرانو" ورته ویلي دي چې "ټي ټي پي ورته دړکې ورکوي. زه حيران يم چې پخوا به طالبانو ويل چې د حملو 'هدف' يې هغه څوک دي چې 'د امریکا مرسته' کوي. په خيبر پښتونخوا کې خو د هغه ګوند حکومت دی چې خپلواکه پاکستان غواړي نو ولې دوی بايد په نښه شي؟ ما ته په دې کې هم يو سازش ښکاري."

عمران خان واضح نه کړه چې دا سازش څوک کوي. خو نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د اګست پر شپږمه وسله والو په کوز دير کې د تحریک انصاف د اسمبلۍ د يوه غړي ملک لیاقت علي خان پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې څلور تنه ووژل شول او د نوموړي په ګډون څلور کسان ژوبل شول. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان د اګست ۱۰مه رسنيو ته په استولي يو بیان کې ويلي چې پر ملک لياقت علي خان یې برید نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د اګست پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د وسله والو له هلو ځلو خبر دی او هېچا ته د عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په بیا بیا یې ویلي دي چې د امنیت ټینګښت هڅې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG