د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ۳ سرتېري وژل شوي


په دې وروستيو کې په شمالي وزیرستان کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زیات شوي. پخوانی انځور
په دې وروستيو کې په شمالي وزیرستان کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زیات شوي. پخوانی انځور

پولیس وايي، په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان په برید کې درې سرتېري وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر فرحان خان مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر اتمه د امنیتي ځواکونو کاروان له میرامشا څخه بنو ته پر لاره وو چې په میرلي کې د ځانمرګي برید ښکار شو.

د پوځ یوه افسر او یوه انتظامي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې تر اوسه په برید کې د څلورو ولسي وګړو په ګډون د اووه کسانو د ژوبلېدو تصدیق کولای شي.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو چارواکي زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

برید په داسې حال کې شوی دی چې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو پر ضد پرلتوالو په هغه ضلع کې ټول سړکونه د اګست اتمې تر ماښام پورې پرانیستي دي.

د سیمې اوسېدونکو له یوشمېر ورځو راهیسې شمالي وزیرستان ته تلونکې او ورڅخه وتونکې ټولې لارې احتجاجاً تړلې وې.

شمالي وزیرستان يو وخت د نړيواله او سيمه ييزو وسله والو ډلو القاعده، حقاني شبکې، تحریک طالبان پاکستان، د حافظ ګل بهادر ډلې په مرکز بدل شوی وو چې پرضد يې په ۲۰۱۴ز کال د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات وشول.

پوځ په۲۰۱۶ز کال کې ادعا وکړه چې په عملیاتو کې يې سيمه له هر ډول وسله والو پاکه کړې خو له ۲۰۱۸ز کال راهيسې د ولسي وګړو هدفي وژنې او پر سرتېرو بريدونه پیل شوې دي.

ځايي خلک ادعا کوي چې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ وسله وال سيمې ته ستانه شوي او له حکومته غوښتنه کوي چې د هدفي وژنو او د ناامنيو د نورو پېښو مخه دې ونيسي خو په سیمه کې د زیاتره بریدونو ذمه واري لا هېڅ ډلې نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG